طالبان وايي د پوځ شمېر یې ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی
د طالبانو دفاع وزارت وايي د پوځ شمېر یې اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.
د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل د پوځ سرتېري یې ټول طالبان نه دي.
نوموړي دا ومنله چې د طالبانو د حکومت په پوځي بنسټونو کې د فساد بېلګې شته خو دا ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د طالبانو نظام د ملګرتیا او انډیوالۍ پر بنست چلېږي او له دې امله یې ځواکونه د یوۍ واحدې قومندې لاندې نه دي.
د روان کال لومړیو کې طالبانو ویلي وو، د پوځ شمېر به ډېروي.
زموږ همکار یما بارز کابل کې له ښاغلي حکيمي سره دې ځانګړې مرکې کې د فساد، د پوځ جوړښت او د طالبانو له لیکو د زرګونو کسانو د شړل کېدو په تړاو خبرې کړې.