طالبان: امریکایۍ الوتکې لا هم د افغانستان پر فضا ګرځي؛ دا تېری باید بند شي

ذبيح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا بې پېلوټه الوتکې لا هم کله نا کله د افغانستان پر فضا ګرځي. نوموړی وایي، دا چاره د افغانستان پر هوایي حریم څرګند تېری دی او د بندولو په اړه یې له امریکایي چارواکو سره بحث او خبرې روانې کړې دي.

نوموړي پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې تړاو یې نیوکې له امریکایانو سره شریکې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره مخامخ طالبانو سره خبرې وکړي.

د ښاغلي مجاهد په ټکو: "د بې پيلوټه الوتکو ګرځېدل چې کله کله کېږي دقیقا دا امریکايۍ الوتکې دي، لا هم زموږ پر فضا ګرځي، دا موضوعاتو امریکایانو سره په لوړه کچه تر بحث لاندې دي، موږ دا تېری بولو چې لا هم زموږ پر فضا تېري ته دوام ورکوي."

د یادولو ده چې ډ امریکا حکومت له افغانستان د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته ویلي وو چې د هوا له لارې به د افغانستان د خاورې څارنه کوي اجازه به نه ورکوي چې څوک له افغانستانه پر امریکا یا متحدینو یې برید وکړي.

امریکا تینګار کوي چې دا موضوع د دوحې په تړون کې هم یاده شوې او طالبانو ورسره منلې، خو طالبان وایي د دوحې تړون کې داسې هېڅ ماده نشته چې امریکایي الوتکې دې د افغانستان هوایي حریم ته داخلې شي.

د الظواهري وژنه ادعا ده، مړی نه دی موندل شوی

أيمن الظواهري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري چې کابل کې د امریکا په ډرون کې ووژل شو

د طالبانو مرکزي ویاند په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د د وژنې رپوټونو ته په اشارې وویل، لا یې هم د هغه د وژنې اړوند کوم شواهد نه دي موندلي او دې برخه کې لا نورو پلټنو ته اړتیا ده.

ښاغلي مجاهد خبریالانو ته وویل: "په دغه برخه کې یې څېړنې روانې دي او لا نه دي بشپړې شوي، تر بشپړېدو وروسته به مالومه شي".

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره جولای میاشت کې اعلان وکړ چې ایمن الظواهري یې کابل کې په یوه توغندیز برید کې وژلی دی. نوموړي همدا راز ادعا کړې وه چې طالبانو د الظواهري مړی او د هغه د کورنۍ ژوندي پاتې شوي غړي بل ځای ته لېږدولي دي.

خو د طالبانو ویاند پنجشنبه خبریالانو ته وویل، پر کوم هدف چې توغندیز برید شوی هلته هر څه له منځه تللي او هېڅ مړی نه دی ترلاسه شوی.

ښاغلي ذبیح الله مجاهد خپله خبري ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې، او دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاروه د چا پر ضد وکارول شي.

د هغه په خبره: "د روسیې په ګډون دې ګاونډې او نور هېوادونه د افغانستان له خاورې د یادې ډلې د خطر احساس نه کوي."

که څه هم طالبان ټینګار کوي چې داعش ډله یې له پښو غورځولې، خو دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ښارونو کې خونړې بریدونه شوي چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې او مسؤلیت یې داعش ډلې منلی.