د امریکا دفاع وزارت: کابل کې خونړی ډرون برید له قانونه سرغړونه نه وه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، په کابل کې د امریکايي پوځ هغه ډرون برید چې ۱۰ ملکي افغانان یې ووژل، یوه داسې تېروتنه وه چې له هیڅ قانونه سر غړوونه پکې نه ده شوې.
د امریکايي هوايي ځواک پلټونکی ډګر جنرال سامي خبریالانو ته وویل، د دوی معلومات ښيي چې: ''دا یوه صادقانه تېروتنه وه. ''
د اګست ۲۹ هغه برید کې اووه ماشومان او درې لویان وژل شوي وو، چې د یوې امریکایۍ خیریه موسسې کارکوونکی هم پکې شامل و.
پېښه هغه مهال وشوه، چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کابل هوايي ډګر له لارې خلک ایستل.
د وژل شویو کسانو خپلوانو بي بي سي ته وویل، په پېښه کې تر ټولو کم عمره وژل شوی ماشوم دوه کلن سومیا او مشر ماشوم ۱۲ کلن فرزاد و.
له هغه برید لږ وروسته د وژل شویو کسانو یوه خپلوان رامین یوسفي وویل دا یو ''ظالمانه برید وو، چې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ وشو. ''
ښاغلي یوسفي ویلي و، ''دوی ولې زموږ کورنۍ ووژله، ولې یې زموږ ماشومان ووژل، دوی داسې سوځېدلي چې مخونه یې نه پېژندل کېږي. ''
بل لور ډګر جنرال وايي ، ''د یو اړخیز تایید او اړیکو نشتوالي په ګډون اجرااتو کې تېروتنه شوې. ''چې له کبله یې ''د پښېمانۍ وړ ملکي تلفات رامنځته شول. ''
خو نوموړی زیاتوي راټول شوي معلومات ښيي، چې ''د جنګي قانون په ګډون له هیڅ ډول قانونه سر غړوونه نه ده شوې. ''

دی زیاتوي:
''دا جنايي عمل نه دی، ګډوډ عمل نه دی، او نه بې پروايي. ''
نوموړی زیاتوي هغه امریکايي مسوولین چې دا برید یې تر سره کړی، اصلاً باوري وو چې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش له لوري په کابل هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو او دیپلوماتانو ته 'حتمي ګواښ ' متوجه دی او دوی یې له منځه وړلو لپاره دا برید کوي.
له برید وروسته امریکايي ځواکونو ویلي وو، دوی داسې معلومات موندلي چې ښيي داعش ډلې په کابل هوايي ډګر کې د دویم برید لپاره چمتوالی کاوه.
اوس ډګر جنرال په دې هکله وايي، احتمالاً د استخباراتي معلوماتو په ربط کې ستونزه رامنځته شوې.
په استخباراتي معلوماتو کې د یوه سپین رنګ ټویوټا ګاډي یادونه شوې وه، خو اوس ډګر جنرال وايي، امریکایانو بل ګاډی تعقیب کړی و.
ډرون برید کوونکي په دې باور و، چې کور تش دی او د هغه ماشوم په لیدو کې پاتې راغلي چې له پېښې دوه دقیقې مخکې کور ته ننوتی و.
د امریکايي پوځیانو په باور له دې مخکې کابل هوايي ډګر کې د برید لپاره د کمپیوټر بېګ کاروول شوی و او کله چې دوی د خلکو لاسونو کې د کمپیوټر لېږدونکي بېګونه ولیدل باوري شوي وو، چې کره هدف یې په نښه کړی چې دا هم د 'یو لوریز معلومات ' بېلګه وه.
سپتمبر کې له یوې پارلماني پلټنې وروسته پنټاګون ومنله چې دا یوه 'غمجنونکې تېروتنه ' وه او دوی به د کورنۍ ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکړي.










