کابل کې ډرون بريد: امريکا پوځ منلې چې بې ګنا ملکيان يې وژلي
يوه امريکايي جنرال منلې، ګنې هغه ډرون برید چې کابل کې په کې لس تنه بې ګنا، کسان ووژل شول، يوه خواشينوونکې تېروتنه وه. دې هوايي ګوزار کې يو مرستندويه کارکوونکی او د اوو ماشومانو په ګډون یې د کورنۍ نهه تنه غړي ووژل شول.
امريکا لومړيو کې ويل ګنې يو شکمن ځانمرګی بريدګر یې په نښه کړی و.