امریکا د کابل ډرون برید کې د وژل شویو ۱۰ کسانو کورنۍ ته د تاوان ورکولو وړاندیز کړی

A photograph showing the destroyed car and damage around it

د امريکا حکومت د هغو لسو تنو خپلوانو ته د تاوان د ورکړې وړانديز کړى چې تېر اګست په تېر وتنې د يوۀ امريکايي ډرون په بريد کې پلازمېنه کابل کې ووژل شول.

د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په يوه وينا پاڼه کې ويلي دوى همداراز امريکا ته د دغې کورنۍ د پاتې غړو د لېږدولو له چارې سره مرسته کوي.

پر يوۀ ګاډي د بې پيلوټه الوتکې هغه بريد چې په کې اووه ماشومان وژل شول، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو لږ وړاندې وشو.

هغه مهال واشنګټن ويلي و، په باور يې دې ګاډي کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و او پر کابل هوايي ډګر د بريد تابيا يې لرله.

خو وروسته يې ومنله چې د ګاډي چلوونکى زمرى احمدي چې يوې مرستندويې ادارې لپاره يې کار کاوۀ د اسلامي دولت نومې ډلې غړى نه و.

اوس د پنټاګون په اعلامیه کې ویل شوي، د مالي تاوان ورکولو پرېکړه د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ سکرتر کولین کهل او په افغانستان کې د غذا او تعلیم په نامه فعالې نړیوالې خیریه موسسې د موسس او مشر سټېون کوان تر منځ غونډه کې شوې.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کیربي ته یوه منسوب بیان کې د ښاغلي کهل له قوله ویل شوي چې برید کې وژل شوی ښاغلی احمدي او نور کسان ''بې ګناه قربانیان وو، چې هېڅ ډول تور پرې نه شته، نه یې له داعش ډلې خراسان څانګې سره تړاو درلود او نه هم امریکايي پوځیانو ته له دوی کوم خطر متوجه وو. ''

دوه ماشومان چې د امریکا ډرون برید کې وژل شوي
د عکس تشریح، دوه ماشومان چې د امریکا ډرون برید کې وژل شوي

امریکايي پوځیانو په لومړي سر کې ویلي و، هغه موټر ته چې دوی پرې برید وکړ، یو لویه بسته پورته شوه چې دوی باور درلود، چاودیدونکي توکي دي.

خو وروسته معلومه شوه چې ښاغلي احمدي لپټاپونه او د اوبو ډبې خپل موټر ته پورته کولې ځکه د یوه همکار په وینا یې د نورو عادي ورځو په څېر د اوبو له کمښت سره مخامخ وو.

احمدي وروسته کور ته لاړ د راپورونو له مخې د امريکا بې پيلوټه الوتکې وليدل چې نوموړي له يوه بل نارينه سره خبرې کولې او پرېکړه يې وکړه چې پرې بريد وکړي.

وروسته يې د کورنۍ غړي شاوخوا راټول شول. تر ټولو کوچنی ماشوم چې په دې پېښه کې وژل شوی دوه کلن و.

د اېن اي ای خیریه موسسې مشر چې ښاغلي احمدي ورسره کار کاوه، سټيون کوان پوسټ ته هغه وخت ويلي و چې سپين ټويټا سيډان د خيريه ټولنې ملکيت و.

هغه دا رد کړه چې "ودانۍ د داعش کاروله. نوموړي ویلي و، ''موږ هڅه کوو چې له خلکو سره مرسته وکړ، ولې به موږ د خلکو د وژلو لپاره چاودېدونکي توکي ساتو".