"کابل ډرون برید کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي"

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني وايي، برید پر یوه موټر شوی چې لږ تر لږه د داعش ډلې اړوند یو کس پکې و.
د عکس تشریح، د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني وايي، برید پر یوه موټر شوی چې لږ تر لږه د داعش ډلې اړوند یو کس پکې و.

بي بي سي په افغان پلازمېنه کابل کې له هغې کورنۍ سره خبرې کړې دي، چې وايي، د تېرې ورځې ډرون برید کې یې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د بي بي سي خبریال سکندر کرماني د پېښې ځای ته ورغلی او په وینا یې د کورنۍ خپلوانو ورته ویلي، د کور په انګړ کې ولاړ موټر په توغندي ویشتل شوی او د شپږ ماشومانو په ګډون د کورنۍ لس غړي دې پېښه کې وژل شوي دي.

د بي بي سي خبریال وايي:

''دوی وايي چې له داعش سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې په وینا یې یو شمېر وژل شویو کسانو له بهرنیو ځواکونو او شرکتونو سره دنده درلوده. ''

په هغو تصویرونو کې چې د بي بي سي خبریال ملک مدثر اخیستي، د دې برید له کبله رامنځته شوی ویجاړی لیدل کېدای شي. د بي بي سي خبریال وايي، ځینې وژل شوي کسان هوايي ډګر ته پر لار وو او ویزې او نور اسناد یې هم درلودل.

طالبان: د امریکایانو ډرون برید غیر قانوني و

بل لور طالبانو په کابل کې پر امریکايي ځواکونو د یوه بل هېواد پر خاوره د غیر قانوني فعالیت تور پورې کړی. طالبانو د یکشنبې ورځې امریکايي ډرون برید ته غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې د امریکايي پوځ په وینا دوی د پلازمېنې پر هوايي ډګر د نورو بریدونو مخنیوي لپاره کړی و.

له چینايي ټلویزیون سره خبرو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې پر ځای باید امریکایانو دوی ته د احتمالي ګواښ په هکله رپوټ ورکړی وای.

په دې پېښه کې د اغېزمنو کورنۍ بي بي سي ته وویل، پېښه کې له شپږو ماشومانو په ګډون لس ملکي کسان وژل شوي دي.

امریکايي ځواکونه د دې پېښې په هکله پلټنه کوي.

امریکايي ځواکونه د یکشنبې ورځې ډرون برید په هکله چې د دوی په وینا پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مخنیوي لپاره یې کړی، د لږ تر لږه نهه ملکي افغانانو وژل کېدو پېښې پلټنه کوي.

امریکايي ځواکونه وايي، دې پېښه کې یو موټر په نښه شوی، چې په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند لږ تر لږه یو کس پکې ناست وو.

امریکا ملکيانو ته د اوښتې مرګژوبلې پلټنه کوي

کابل

د عکس سرچینه، SHAFI KARIMI

بل لور ته امریکایي چارواکو ویلي، د هغو رپوټونو په اړه پلټنه کوي چې د یکشنبې پر ورځ کابل کې د امریکایي ډرون برید پایله کې ملکیانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.‌

د دوی په وینا، د یکشنبې برید کې داعش-خراسان ډلې هغه غړی په نشه شوی و چې غوښتل یې پر کابل هوایي ډګر ځانمرګی برید وکړي.

خو پر خواله رسنیو داسې رپوټونه خپاره شول چې دې برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

اوس د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند تورن بېل اربن ویلي: "موږ په دې برید کې ملکیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو په اړه خبر یو. پر موټر زموږ تر برید وروسته نوروې قوي چاودنې هم وشوې. له دې ښکاري چې په موټر کې په لویه اندازه چاودېدونکي توکي بار وو".

بېل اربن زیاته کړه، دقیقاً نه پوهېږي‌ چې څه شوي دي،‌ خو پلټنې یې دوام لري او که احتمالاً ملکیان وژل شوي وي نو دا به د لوی خپګان خبره وي.‌

یاده دې وي‌ چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر کابل هوایي ډګر د داعش ډلې برید د لسګونو عامو افغانانو په ګډون دیارلس امریکایي پوځیان او دوه بریتانوي وګړي هم وژل وو.

له هغه برید وروسته امریکا په ختیځ ننګرهار او کابل ښار کې د دې ډلې پر هدفونو ډرون بریدونه وکړل.