په کابل کې د پنجشنبې شپې کنټرول شوې چاودنه د سي ای اې مرکز 'باز ځاله' د ویجاړولو لپاره شوې

سي ای اې

د عکس سرچینه، Getty Images

د پنجشنې پر ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل په هوايي ډګر کې له دوو خونړیو چاودنو وروسته په ټول ښار کې د یوې بلې چاودنې غږ واوریدل شو، چې ویل کېږي د امریکايي ځواکونو لخوا د دغه هېواد څارګرې ادارې یوه مرکز له منځه وړلو لپاره شوې چې د 'باز ځاله ' نوم ورکړل شوی و.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي، د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د 'باز ځاله ' نومی دغه پټ مرکز ځکه د کنټرول شویو چاودیدونکو توکو په مټ له منځه وړل شوی، چې محتویات یې د طالبانو لاسونو ته و نه رسېږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه رپوټ کې ویل شوي، د 'باز ځاله ' د سي ای لومړنی پټ مرکز و، چې له کابل هوايي ډګره بهر جوړ شوی و.

کارپوهانو دې ورځپاڼې ته ویلي، دا مرکز د سفارتونو په څېر نه و، چې وکولای شي ژر خپل اسناد له منځه یوسي.

رپوټونو کې ویل شوي، د دې مرکز ورانول له مخکې پلان شوي وو او له کابل هوايي ډګر بهر رامنځته شویو چاودنو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

د کابل هوايي ډګر په څنډو کې د هغو غبرګو چاودنو له کبله تر ۹۰ پورې کسان ووژل شول او نژدې ۱۵۰ نور ټپیان شول.

په وژل شویو کې ۱۳ امریکايي پوځیان هم شامل وو.

داعش خراسان ډلې د هغو چاودنو مسوولیت منلی و.

دریمه کنټرول شوې زوروره چاودنه له کوم مخکیني خبرداري پرته داسې حال کې وشوه چې د لومړنیو غبرګونو چاودنو له کبله رامنځته شوې وېره او تره لا هم پر ښار خپره وه.

له درېیمې چاودنې وروسته پر خواله رسنیو داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګواکې دا هم د لومړنیو بریدونو لړۍ ده، خو طالبانو وروسته وویل چې دا د امریکايي ځواکونو لخوا 'کنټرول شوې ' چاودنه وه.

کابل

د عکس سرچینه، Skynews

د 'باز ځاله ' د جګړې په لومړیو کې د خښتو پخولو یوه پخوانۍ بټۍ کې پرانیستل شوه، او د امریکايي پوځیانو دوې لسیزې حضور بهیر کې د سي ای اې پر یوه کلک مرکز بدل شو، چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو روزنې لپاره ترې کار اخیستل کېده.

نیویارک ټایمز د مخکنیو او فعالو چارواکو له قوله وايي چې یو شمېر ترهګرۍ ضد ځواکونه یوازیني کسان وو چې د دولت له سقوط وروسته هم فعال وو.

د سي ای اې یو پخوانی چارواکی میکي مولروی چې افغانستان کې یې فعالیت درلود، ورځپاڼې ته ویلي:

''دا یو ځانګړی ټیم و. '

دی وايي، ''تېرو شلو کلونو کې د طالبانو لېرې ساتلو لپاره افغان دولت له دوی کار اخیست، دوی وروستي کسان وو چې جګړه یې وکړه او سخت تلفات ورواوښتل. ''

د کابل حامد کرزی هوايي ډګر د استوګنې سیمې په منځ کې موقعیت لري.