امریکايي چارواکي: کابل هوايي ډګر کې حالت 'حساس' دی

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي ایس د امریکايي چارواکو له قوله وايي، د کابل په هوايي ډګر کې وضعیت 'حساس ' دی او دوی د ټولو امریکایانو پر ایستلو او دافغانانو هلته پر پرېښودلو غور کوي.

د سي بي ایس رپوټ کې ویل شوي، چې هلته د افغان متحدینو پرېښودلو په هکله تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د ملي امنیت چارو لپاره خبریال ډېوډ مارټن وايي، ''دا موضوع پر مېز'' پرته ده او که امریکايي ځواکونه د هوايي ډګر ساتنې کنټرول له لاسه ورکړې، څرګنده به شي.

د دوشنبې پر ورځ امریکايي ځواکونو دوه وسله وال افغانان وژلي چې هوايي ډګر ته په زور ننوتلي وو.

په ورته مهال رپوټونو کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن سپینې ماڼۍ ته ستون شي او د افغانستان وضعیت په هکله به وینا وکړي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، امریکايي ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې د امنیت وضعیت بېرته سمبالولو کوښښ کوي. ښاغلی کربي وايي، دا مهال په هوايي ډګر کې ۲۵۰۰ سرتېري ځای پر ځای دي او ۵۰۰ نور به راتلونکو څو ساعتونو کې هلته ورسېږي.

نوموړی زیاتوي: ''موږ کولای شو ووایو چې څو راتلونکو ساعتونو کې به هوايي ډګر کې فعالیت پیل شي.'' د اوس لپاره په کابل هوايي ډګر کې د الوتکو فعالیتونه په ټپه ولاړ دي. ښاغلی کربي زیاتوي د الوتنو له فعالېدو وروسته به زرګونه کسان هره ورځ لېږدول کېږي

People sit on top of a plane at Kabul airport

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو لخوا د ښار له نیول کېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې د وارخطايي او ګډوډۍ صحنې ليدل کېدې، په زرګونو ناهیلو افغانانو هڅه کوله له هېواده وتښتي. عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل د دوشنبې پرورځ لږ تر لږه درې ملکي کسان په هوايي ډګرکې چې امریکايي عسکرو یې امنیت نیولی و، د ګډوډۍ په ترڅ کې مړه شول.

ډېری ملکي او سوداګریزې الوتنې ځنډول شوې او په سلګونو افغانان او نور بهرني وګړي ایسار پاتې دي.

د امریکا متحده ایالتونه اوځینې نور هېوادونه هڅه کوي په بېړه خپل کار کوونکي او متحدین وباسي.

د یکشنبې پر ورځ وروسته له دې چې ولسمشر محمد اشرف غني خپل هېواد پرېښود او حکومت یې ړنګ شو، طالبانو د بري اعلان وکړ.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په هېواد کې د امریکا ترمشرۍ لاندې نړیوال ایتلاف تقریبا شل کلن شته والی پای ته ورسېد.

کابل وروستی ستر ښار و چې د طالبانو د برید پروړاندې چې څومیاشتې وړاندې پېل شوی و، لا ولاړ پاتې و خو د طالبانو لخوا د سیمو ګړندیو نیولو زیاتره څارونکي هک حیران کړل.

د ډېرو بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته طالبانو وکولای شول ژر د ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کړي.

د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته ډېر خلک د کابل هوايي ډګر پرلور وخوځېدل.

د بهرنیو اتباعو او بهرنیو حکومتونو اوسازمانونو سره تړلیو ځینو افغانانو د ایستلو کار روان و، او په دې لړ کې داسې ګنګوسي هم خپاره شول چې ان بې ویزې کسانو ته هم دسفر اجازه ورکول کېږي.

په یوه ویډیو کې چې یو افغان ژورناليست د دوشنبې پر ورځ اخیستې ده لیدل کېږي چې د خلکو ډلې له ماشومانو او خپلو بکسونو سره د هوايي ډګر د ټرمینل پرلور ځغلي.

په داسې حال کې چې ګڼه ګوڼه وه او ډېر خلک راټول شوي و، راپورونو ویل چې امریکايي ځواکونو د هغو خلکو د تیتولو لپاره چې هڅه یې کوله الوتکوته وخېژي، هوايي ډزې وکړې.

داسې راپورونه و چې ځینې کسان په دې ګڼه ګوڼه کې مړه شوي.

د یوې افغانې رسنۍ یوه بله ویډیو ظاهرا ښيي چې درې کسان چې د الوتکې په ټایرونو پورې نښتي و، په هواکې له الوتکې څخه رالوېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو ۶۰۰۰ سرتېري د کابل هوايي ډګر ته استولي چې د اړوندو کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړي.

امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په یوه خپره شوې وینا کې ویل شوي چې په زرګونو امریکايي وګړي، د سفارت محلي کارکونکي او د هغوی کورنۍ، او نور له ګواښ سره مخ افغانان به په راتلونکو ورځو کې په الوتکو کې له هېواده وایستل شي.

د بشري حقونو فعالې، رخشانده جلالي، چې د وتلو هڅه یې کوله وویل: ''[امریکایان] څنګه کولای شي هوايي ډګر ونیسي او افغانانو ته شرطونه کېږدي؟ ''

هغې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي: ''دا زموږ هوايي ډګر دی خو موږ وینو چې دپلوماتان ایستل کېږي په داسې حال کې چې موږ په یو بشپړ نامعلومه حالت کې انتظار باسو.

Afghans crowd at the airport as US soldiers stand guard in Kabul on 16 August 2021.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، يو تصویر ښيي چې هوايي ډګرته نږدې، افغانان د اغزي لرونکي مزي ترشا راټول شوي

''څو ورځې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، جو بایډن، له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو دفاع وکړه او وې ویل چې 'د یو بل هېواد په کورنۍ جګړه کې بې پایه امریکايي شته والی ' نشي توجیه کولای.

د امریکا او بریتانیا په ګډون، له ۶۰ زیاتو هېوادونو، یوه ګډه وینا خپره کړې او وايي چې افغانان 'په خوندیتوب، امنیت او عزت کې د ژوند کولو حق لري '، او باید ژر تر ژره امنیت او ملکي نظم رامنځته شي.

هغوې له طالبانو دا غوښتنه هم کړې چې که هرڅوک غواړي له هېواده ووځي باید ورته اجازه ورکړي، او سړکونه، هوايي ډګرونه او د هېواد بندرونه پرانیستې وساتي.

د یکشنبې پر ورځ قطر کې د طالبانو د مرکچي ډلې یو غړي، سهېل شاهین، بي بي سي ته وویل د خلکو شتمنۍ او ژوند خوندي دی. هغه وویل:

''موږ د خلکو او هېواد خدمت کونکي یو. ''

نژدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان هم د کابل هوايي ډګرته استول شوي چې د اړوند ه کسانو په ایستلوکې مرسته وکړي.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن وویل لومړیتوب یې دادی چې بریتانوي اتباع او ټول هغه کسان چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې د بریتانیا له هڅو سره مرسته کړې، څومره ژر چې ممکنه وي له افغانستانه وباسي.

روسیې ویلي کابل کې به خپل سفارت و نه تړي ځکه چې طالبانو یې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی.

چین چمتو والی څرګند کړی چې طالبانوسره به (دوستانه اړیکي) ولري.

د ایران نوي سخت دریځه ولسمشر، ابراهیم رییسي، ویلي له افغانستانه د امریکایانو وتل باید په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره یو فرصت رامنځته کړي.