طالبانو خپلو وسلوالو ته کابل ښار ته د ننوتلو اجازه ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
وسلوالو طالبانو ویلي، په کابل ښار کې د ګډوډۍ او چور و چپاول د مخنیوي لپاره یې خپلو وسلواو ته امر کړی چې دې ښار ته داخل شي او امنیت تامین کړي.
طالبانو یکشنبه سهار ویلي وو خپلو وسلوالو ته یې سپارښتنه کړې چې کابل ته داخل نشي، خو مازدیګر یې یوه جلا اعلامیه کې وویل، کابل ښار کې امنیتي حوزې او وزارت خانې تشې شوې دي او ځینې کسان له دې وضعیت ناوړه ګټه پورته کوي.
طالبان وایي، د همدې ګډوډۍ مخنیوي لپاره به یې وسلوال کابل ښار هغو برخو ته داخلېږي چې د حکومت امنیتي کسان ترې وتلي، خو د ښار اوسېدونکي دې ارام اوسي او د وېرې احساس دې نه کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال یکشنبه مازدیګر اعلان وکړ چې سره له نن شپې له ۹ بجو وروسته به ټول کابل ښار کې ګرخبندیز وي.
نوموړي یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، دا ګام یې د دې لپاره اخیستی چې ځینې غله او ورانکاري کسان د طالبانو په نامه له خلکو شوکې کوي.
یکشنبه ماسپښین مهال داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د دې ډلې وسلوال کابل ښار ته ننوتلي او ورسره د عامو خلکو ترمنځ وېره خوره شوه.
له دې ګنګوسو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، افغان او نړیوال ځواکونه په همغږۍ د پلازمېنې امنیت تامینوي او وضعیت کنترول دی.
کابل هوایي ډګر کې څه وضعیت دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، وزیر اکبر خان کې د امریکا له سفارته دیپلوماتان په چورلکو کې کابل نړیوال هوایي ډګر ته لېږدول کېږي.
یوه امریکایي خبریال ویلي، هوایي ډګر کې د دیپلوماتانو، قراردیانو، پوځیانو او ولسي خلکو ګڼه ګوڼه ده او خلک هڅه کوي الوتکو ته وخېژي.
هغو کسانو ته چې د هوایي سفر جوګه دي یو ځانګړی لاسبند ورکول کېږي او ښیي چې دوی غیر پوځي خلک دي.
یوه پیلوټ د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، افغان ځواکونو نړیوال ډګر بهرنیو پوځیانو ته پریښی دی.
د همدې پیلوټ په وینا، یکشنبه سهار له کندهاره یوه الوتکه کابل ته ورسېده او هغه پوځیان پکې وو چې کندهار کې طالبانو ته تسلیم شوي وو.





