د سولې خبرو لپاره د افغان دولت له لوري نوی 'باصلاحیته پلاوی' ټاکل کېږي

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې دننه او له نړیوالو متحدینو سره پراخې سلا مشورې روانې دي.
د افغانستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، نن د ولسمشر غني په مشرۍ له سیاسي او جهادي مشرانو سره په یوه ورته مشورتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغان دولت له اړخه دې یو باصلاحیته پلاوی ژر تر ژره وټاکل شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتو شي.
دغه غونډه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شوې، چې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر څنګ یو شمېر سیاسي مشرانو او لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.
ولسمشر غني وايي د دغو سلا مشورو پایلې به ژر له ولس سره شریکې کړي:
''په دولت کې دننه او له سیاسي مشرانو، استازو او له نړیوالو همکارانو سره مو سلا مشورې پیل کړې دي. په دې تړاو سلا مشورې په چټکۍ سره روانې دي او پایلې به یې ډېر ژر له تاسې ګرانو هېوادوالو سره شریکې کړل شي. ''

د عکس سرچینه، Arg
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني په مشرۍ د همغږۍ غونډه شوې چې د کابل او شاوخوا ولایتونو د امنیت د تامین تدابیري پلان پکې وړاندې شوی او ولسمشر غني تایید کړی دی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د ځواکونو قومندان جنرال پیټ ویزلی هم ګډون درلود.
اعلامیه زیاتوي، د متحدو ایالتونو له لوري د افغان ځواکونو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړل شو.
په ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر غني په امر ډګر جنرال سید سمیع سادات د کابل د امنیت عمومي مسوول په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې ده چې جنرال سادات له دې مخکې د ۲۱۵ قول اردو د قومندان په حیث دنده درلوده او همدا تېره اونۍ د ځانګړو ځواکونو لپاره د نوي قوماندان په توګه وګومارل شو.










