قطر کې د سولې خبرې کوم ځای ته رسېدلې دي؟

ستانکزی ملا برادر

د عکس سرچینه، BBC/getty images

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو له پیل سره دواړه خواوې د اجنډا پر سر د تخنیکي ټیومونو له څو ناستو وروسته لا هم پایلې ته نه دي رسېدلي.

د افغان دولت او طالبانو استازي تمه لري چې دغه ناستې نتیجه ورکړي چې بلاخره د مذاکراتو پر اصلي اجنډا خبرو ته لاره هواره شي.

د دې پړاو خبرو له پيل سره دواړو ډلو هوکړه کړې چې لومړی به د تخنیکي ټیمونو په کچه خبرو کې د اصلي مذاکراتو پر اجنډا هوکړه کوي او تر څو چې پایلې ته رسېږي دا کوچنۍ ناستې به دوام لري.

د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیل سره دا بهیر هغسې چې تمه کېده په چټکۍ سره مخته نه ځي.

اوس د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د تخنیکي ټېمونو غونډې روانې دي چې د اصلي خبرو پر اجنډا او د بحثونو پر لومړیتوبونو یوې هوکړې ته ورسېږي.

غونډه

د عکس سرچینه، @N_Nadery

د عکس تشریح، د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو له پیل سره دا بهیر هغسې چې تمه کېده په چټکۍ سره مخته نه ځي. ارشیف تصویر

د دغو ناستو په لړ کې تېره ورځ ناوخته د تخنیکي ټېمونو ناسته ترسره شوې او یو ځل بیا یې د اجنډا پر یو کولو خبرې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري چې په قطر کې ده وايي، د سولې خبرو دویم پړاو لپاره له طالب استازو سره د اجنډا پر سر بحثونه روان دي.

ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي دي چې په پلان کې ده نن ناوخته د دواړه ډلو تر منځ یو ځل بیا د اجنډا پر وروستۍ کولو خبرې وشي.

تر دې وړاندې طالب لوري ویلي ول چې د بین الافغاني مذاکراتو د ټېمونو له خوا د اجنډا د توحید او ترتیب لپاره ناستې دوام لري تر څو پایلې ته سره ورسېږي.

تر اوسه د دواړو ډلو له خوا د اجنډا د موضوعاتو د څېړلو لپاره درې ناستې شوې دي خو روښانه پایله یې نه ده لرلې.

د افغان حکومت مذاکراتي ډلې د اجنډا په سر کې اوربند ځای لري خو طالب لوري ټینګار کړی چې لومړی باید د جګړې د عواملو پر ختمولو بحث وشي.