د سیاسي مشرانو پلاوی د سولې خبرو چټکولو لپاره دوحې ته ځي

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah Facebook
- Author, ابراهیم صافی
- دنده, بي بي سي
تمه کېږي چې د افغانستان د ملي مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي. د دغه سفر موخه د سولې د خبرو د بهیر چټکول بلل شوې.
په افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي طالبان د دغه پلاوي پر سفر خبر دي خو لا هم روښانه نه ده چې د طالبانو له اړخه به څوک له دغه پلاوي سره ګوري.
په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوی ویاند وايي د دوی مرکچي پلاوی په دوحه کې دی او که اړتیا شي په غونډو کې به ګډون وکړي.
عبدالله عبدالله، حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي، عنایت فرهمند او اکرم خپلواک د حکومتي پلاوي غړي دي چې ټاکل شوې د روانې اونۍ تر پایه دوحې ته لاړ شي.
ټاکلې وه دا پلاوی پرون شنبه قطر ته لاړ شي خو له طالبانو سره په خبرو کې د دغه پلاوي د واکونو او دغه راز له هغوی سره په کتنو کې د طالبانو د اړخ د ګډون کوونکي پلاوي د کچې بحثونو دغه سفر وځنډاوه.
اوس پخواني ولسمشر حامد کرزي ته دنده ورکړل شوې چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دغه پلاوي د واکونو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان په دولت کې یوې معتبرې سرچينې بي بي سي ته ویلي، طالبان د دغه پلاوي پر سفر خبر دي خو لا هم روښانه نه ده چې د طالبانو له اړخه به څوک ورسره وګوري.
ښکاري چې د افغان حکومت تمه دا ده چې د طالبانو له اړخه هم یو لوپوړی پلاوی دوحې ته لاړ شي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعيم بي بي سي ته وویل د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون مرکچي پلاوی هلته حاضر دی او که کومه کتنه یا غونډه وي نو هغوی په کې ګډون کولی شي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي د ښاغلي عبدالله په مشرۍ پلاوي ماموریت د افغان حکومت د مرکچي پلاوي نه جلا دی او موخه يې د خبرو بهیر ګړندي کول ده.
د دغه پلاوي سفر د هغو هوکړو يوه برخه ده چې د مۍ میاشتې په لسمه کابل ته د پاکستان او برېتانیا د لوی درستیز د سفر په جریان کې شوې وې.

ټاکلې وه چې د افغانستان د جمهوریت او طالبانو د لوړپوړو پلاوو تر منځ دا کتنه په اسلام آباد کې وشي خو د هغو دلایلو له مخې چې لا هم نه دي روښانه شوي د دغو کتنو ځای دوحې ته بدل شو.
په ورته مهال، د طالبانو د ډلې مرستیال او د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم په یوه لیکنه کې ویلي چې د افغانانو په خپل منځي خبرو کې د دوی ګډون او د سولې د بهیر ملاتړ یې ښيي چې طالبان د تفاهم له لارې د ستونزې پر حل باور لري.
ښکاري چې دا به هم له هغو پوښتنو وي چې د افغانستان دا لوړپوړی پلاوی به يې له طالبانو پوښتي.
ملابرادر په خپله لیکنه کې له نړيوالې ټولنې هم غوښتي چې اجازه ورکړي چې خپله افغانان د خپل هېواد او ملت په اړه پرېکړه وکړي.











