نوی اعلان شوی د "افغانستان ژغورنې غورځنګ"وايي د سولې بهیر سره به مرسته وکړي

د عکس سرچینه، ZAKHILWAL
د افغانستان ژغورنې غورځنګ په نوم ډلې پر پنجشنبه پلازمېنه کابل کې د غونډې په ور بللو خپل شتون اعلان کړ.
د دې غورځنګ مشر او د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال د دې ډلې موخه افغانستان کې د سولې د روان بهیر ملاتړ وباله. هغه وویل "له دې وروسته افغانستان ژغورنې غورځنګ سوله کې طرف دی د جوړې او خیر طرف دی. "
ښاغلي زاخېلوال وویل، هغسې سوله غواړي چې په عادلانه ډول ټول خلک په کې وي او د افغانانو لپاره د ګډ کور سبب وي.
دا نوی ګوند په داسې حال کې اعلانېږي چې د سولې خبرې مخ په ګړندي کېدو رواندې دي او تېره اوونۍ په مسکو کې د افغان سولې پر سر تر غونډې وروسته ټاکل شوې ده ډېر ژر ترکیه د بهرنیو هېوادونو په شتون کې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه وي.
زاخېلوال وايي، داسې سوله غواړي چې د نظام او امنیتي ځواکونو د له منځه تلو په معنا نه وي، بلکې د دوی د پیاوړتیا په معنا وي.
د دې خوځښت پرانیست غونډه کې د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ وویل، لوی هدف دا دی چې د سولې روان بهیر روانې هڅې د دایمي سولې سبب شي.
هغه زیاته کړه "موږ د سولې روانو هلو ځلو بشپړ ملاتړ کوو او د افغان کشالې د حل لپاره هر تلاش ستایو او دې برخه کې د هیڅ لوري سره د تقابل اړخ نه یو، بلکې د هر هغه چا ملګري یو چې د دې سترې هیلې پوره کولو کې مرسته کوي. "
د سولې پر اوسني مدیریت نیوکې
عمر زاخېلوال د کومې ادارې یا شخص له نوم اخیستو پرته د سولې پروسې اوسنی مدیریت نیمګړی وباله او زیاته یې کړه چې د سولې پر ځای پر امتیازاتو څرخېږي او د سولې مدیریت کې شخصي ګټې مخکې او ملي شاته دي.
عمر زاخېلوال د افغان سولې لپاره روانې هلې ځلې د افغان ولس لپاره ښه چانس وباله او په وینا یې پر دې فرصت لوبې د چا حق نه دی او څوک پر دې چانس لوبو ته نه پرېږدي.

د عکس سرچینه، Pajhwok
د سولې هڅو لپاره دا غورځنګ په داسې مهال دی چې دې وروستیو کې تر بل هر وخت د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې ډېرې شوې دي.
تېره پنجشنبه هم د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره مسکو غونډه جوړه شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو پر استازو سربېره، د پاکستان، امریکا، روسیې، قطر او نورو هېوادونو استازو ګډون درلود.
ټاکلې ده ورته غونډه راتلونکی اپرېل د ترکیې پلازمېنه انقره کې جوړه شي.
د غورځنګ مخکښې څېرې
د افغانستان ژغورنې غورځنګ په نوم دې ډله کې د افغانستان پخوانی مالیې وزیر او پاکستان کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال سربېره د افغانستان پوهنې او پارلماني چارو پخوانی وزیر فاروق وردګ هم شته.
ګلبدین حکمتیار ته نږدې کس فضل هادي وزین او د جمعیت اصلاح مشر صبور فخري هم د دې غورځنګ غړي دي.
د دې غورځنګ غړو بي بي سي ته وویل، دوی ګوندونه، مدني ټولنې او خیریه بنسټونه تر یو چتر لاندې ټولول غواړي.
د دې غورځنګ مشر عمر زاخېلوال دی او د مشرتابه شورا هم لري.
د دې غورځنګ مشر حضرت عمر زاخېلوال وايي، ۹ میاشتې مخکې یې هڅه پیل شوې او د یوه فکر له مخې یې دا غورځنګ پیل کړ.
د دې غورځنګ مشر عمر زاخېلوال وویل، افغانستان نه یوازې نن بلکې له څلوېښتو کاله راهیسې کړکېچ کې دی او له یوه کړکېچ بل کړکېچ ته په ځنځیري ډول ننوځي.
نوموړي وویل، نور هېوادونه هم چې د افغانستان په څېر حالت سره مخ شوي، داسې حرکتونه پکې پیل شوي او دوی هم په دې هیله دا خوځښت پیل کړی دی، چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.









