د افغانستان جګړه؛ طالبان وايي جلال اباد، خوست، نیلي او میدان ښار یې نیولي

د عکس سرچینه، Social Media
طالبان وايي د افغانستان ختیځ کې تر ټولو ستر او مهم ښار جلال اباد، د خوست مرکزي ښار او همدا راز د دایکندي مرکز نیلي ته ننوتي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې "مجاهدین په جلال اباد ښار کې د ولایت مقام ته هم ننوتل او هلته یې خپله ولکه ټینګه کړه."
راپورونه دا دي چې جلال اباد ښار نن ګهیځ وختي له جنګ جګړې او مقاومت پرته طالبانو ته سپارل شوی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل خپل دفتر کې له طالبانو سره ناست دی.
د طالبانو ویاند وايي د جلال اباد ښار د تصفیه کېدو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او دوی مهمو نقاطو کې پر استحکاماتو بوخت دي.
هغه په دې لړ کې تازه د تورخم بندري ښارګوټي د نیولو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو له دې سره هممهاله د خوست ولایت مرکز کې دولتي ودانیو، د پلازمېنې کابل د بل ګاونډي ولایت میدان وردګ د مرکز میدان ښار او همدا راز د دایکندي د مرکز نیلي د نیولو خبر هم ورکړی.
د طالبانو ویاند وايي چې د دغو ولایتونو ټول ملحقات په بشپړه توګه د دوی لاس ته ورغلي.
د یادونې ده چې طالبانو پرون شنبه د هېواد شمال کې د بلخ او فاریاب، ختیځ کې د لغمان او کونړ او سویل ختیځ کې د پکتیا او پکتیا ولایتونو مرکزونه هم نیولي وو.
طالبانو د فاریاب ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ اړوند د اقینه تجارتي بندر د نیولو ادعا هم کړې ده.
له دې سره طالبانو په یوه اعلامیه کې د ملکي خدمتونو د ادارو له کارکوونکو غوښتي چې تازه د دوی تر واک په لاندې راغلو سیمو کې خپلې دندې په عادي ډول مخته یوسي.
دوی همدا راز یوه جلا اعلامیه کې د تحصیلي مؤسسو مسؤلینو، استادانو او محصلینو ته ویلي چې "د هېواد د روان جګړه ییز او بحراني وضعیت په اړه کومه اندېښنه او تشویش ونه لري او یا هم په دې باب د کوم منفي بدلون احساس ونه کړي".
د جګړو له کبله د زرګونو کورنیو بې ځایه کېدل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي د وروستیو جګړو او نا امنیو له امله په ټول هېواد کې کابو لس زره کورنیو خپلې مېنې پرېښي دي.
دغه وزارت وايي له دې ډلې نږدې دوه زره کورنۍ یوازې کابل ته کډه شوي چې زیاته برخه یې د کندوز، تخار، غزني او کاپیسا ولایتونو خلک دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي تر اوسه له دې ډلې کابو یولس سوه اصلي کډوال له پېژندنې وروسته امن سیمو ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا دغو بېځایه شویو ته خوراکي توکي، کېږدۍ او ځیني نور اړتیا وړ توکي ورکړل شوي دي. خو زیات شمېر نورې کورنۍ هم شته چې له هم له مرستو بې برخې دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.









