طالبانو د بلخ مرکز مزار شریف ښار نیولی

د عکس سرچینه، EPA
وسله وال طالبان ادعا کوي چې د بلخ مرکز مزارشریف، د فاریاب مرکز میمنه او د لغمان مرکز مهترلام ښارونه یې نیولي دی.
که تایید شي، دا به د کونړ، پکتیا او پکتیکا په ګډون شپږ ولایتونه شي، چې مرکزونه یې په یوه ورځ کې وسله والو طالبانو نیولي دي.
په بلخ کې ځايي چارواکو وویل چې له ځايي وخت سره سم مازدیګر مهال کود برق ښارګوټی او دهدادي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو دفاعي کرښه ماته شوه او طالبانو وکولی شول چې په دهدادي ولسوالۍ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو او په قلعه جنګي کې د اردو پر کنډک بریدونه پیل کړي.
وروسته امنیتي ټول ځواکونه له دې سیمو او د بلخ له ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ودانیو څخه د مزارشریف ختیځ لوري هوايي ډګر ته څېرمه مارمل کمپ ته لاړل.
د سرچینې په وینا ځينې یې چې د مارشال عبدالرشید دوستم ګارد هم په کې شامل دی له ځينو چارواکو سره د حیرتانو بندر پر لور لاړل.

د عکس سرچینه، Gen.noor/facebook
وروسته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ماښام ناوخته پر ټویټر یوه پیغام کې ادعا وکړه چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف دولتي تاسیسات او دغه راز په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرکز کنټرول وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي.
طالبان دغه راز وايي، همدا نن یې قلعه جنګي او د دهدادي ولسوالۍ مرکز هم نیولی دی.
افغان دولتي چارواکو په دې هکله تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي.
ناتایید شوي رپوټونو کې ویل شوي، چې مارشال دوستم او عطا محمد نور له یو شمېر ځواکونو سره د حیراتانو بندر پر لور تللي دي.
طالبانو دغه راز د لغمان مرکزي ښار مهترلام او فاریاب مرکز میمنه ښار نیولو ادعا هم کړې.
طالبانو د پکتیا ، پکتیکا او کونړ ولایتونو مرکزونه نیولي

د عکس سرچینه، Getty Images
مخکې طالبانو ادعا وکړه چې د پکتیا ، پکتیکا او کونړ ولایتونو مرکزونه یې نیولي دي. له دې مخکې پلازمېنې کابل ته ۴۰ کیلومترۍ کې د وردګو ولایت له مرکز میدان ښاره د سختې جګړې رپوټونه ورکړل شوي.
پر خواله رسنیو ناتایید شوي ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېدل چې وسله وال طالبان د د دې ولایتونو د دولتي مرکزونو په ودانیو کې لیدل کېږي.
نن ګهیځ د هېواد په شمال بلخ کې ځایي چارواکو وویل، طالبانو د مزارشریف پر ښار له څلورو خواو بریدونه پیل کړي دي.
راپورونو کې ویل شوي و چې د ښار دننه دولتي دفترونه د مراجعینو په مخ د ورځې له پیله تړل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې ده.
همدارنګه دې سازمان د سیاسي حل لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې له پروسې خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ.









