ولسمشر غني: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام مو لومړیتوب دی"

د ویډیو تشریح، ولسمشر غني: افغانستان د بې‌ثباتۍ له جدي خطر سره مخ دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د روان وضعیت په اړه ولس ته خپل پیغام کې دا ومنله چې افغانستان د ده په ټکو "د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی".

ښاغلی غني وايي په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د دوی لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاس لاندې دي.

نوموړي وویل پر دې پوهېږي چې د افغانستان خلک خپل حال او راتلونکې ته اندېښمن دي، خو ډاډ ورکوي چې د دوی د ولسمشر په توګه یې تمرکز پر دې دی چې "د تاوتریخوالي، بې ثباتۍ او د خلکو د بې ځایه کېدو د لا ډېرې پراختیا" مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: "زموږ هڅه دا ده چې د دغه وضعیت له کبله بې ځایه شویو هېوادوالو ته لازمه رسیدګي وکړو."

خو ولسمشر غني په دې اړه جزئیات ورنکړل چې د تاوتریخوالي، بې ثباتۍ او د لا ډېرو خلکو د بې ځای کېدو مخنیوي لپاره حکومت څه کوي.

ښاغلی غني وايي: "د یوه تاریخي رسالت په توګه هڅه کوم پرې نږدم چې دغه تحمیل شوې جګړه تر دې ډېره افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژل کېدو، ستاسې د تېرو شل کلنو لاس ته راوړنو د لاسه وتلو، د عامه تاسیساتو د تخریب او دوامداره بې ثباتۍ لامل شي."

هغه وویل د همدې لپاره یې په خپل دولت کې دننه، له سیاسي مشرانو، د افغانستان د خلکو د بېلابېلو اقشارو له استازو او بهرنیو همکارانو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

ولسمشر غني د دغو سلا مشورو په اړه هم ډېر څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دا مشورې په چټکۍ روانې دي او پایلې به یې ژر له خلکو سره شریکې شي.

د او ای سي لخوا د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه

او ای سي

د عکس سرچینه، OIC

د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د افغانستان د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د روان تاوتریخوالي په پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.

د دغه سازمان عمومي سکرتریت په یوه اعلامیه کې له ټولو افغان خواو غوښتي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، دایمي اوربند پلی او د مذاکراتو پروسه چټکه کړي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې ټولې خواوې دې د افغانستان د خلکو د ښېګڼې لپاره روغې جوړې او دوامداره سولې ته د رسېدو په هدف کار وکړي.

دغه سازمان همدا راز د افغان سولې پروسه کې همکاریو ته لیوالتیا او چمتووالی هم ښودلی دی.

او ای سي ویلي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د یوې جامع پروسې ملاتړ ته ژمن دی.

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د جګړې د درېدو او د مذاکراتو د دوام غوښتنه داسې مهال مطرح کړې چې دغه هېواد کې وروستۍ جنګ جګړې د تېرو شلو کلونو بې سارې کچې ته رسېدلې.

تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرېش هم همدغو ناامنیو ته په کتو ویلي چې د افغانستان وضعیت له کنټرول وتونکی دی.

هغه په سملاسي توګه د طالبانو د بریدونو د درېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي:

''هغو ته چې د جګړې له لارې واک غواړي، باید څرګنده وي: د پوځي زور له لارې واک ترلاسه کول به بایلود وي. دا به یوازې د اوږدې کورنۍ جګړې پر لور تګ وي او یا به په بشپړه توګه د افغانستان منزوي کول وي. ''

ملګري ملتونه وايي یوازې تېره یوه میاشت افغانستان کې تر زرو ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.

طالبان

د عکس سرچینه، EPA

دغه سازمان همدا راز ویلي چې د وروستیو تاوتریخواليو له کبله له ۲۵۰ زرو ډېر افغانان د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي او اټکل دا دی چې که جګړه دوام مومي، نو سلګونه زره نور به هم بې ځای شي.

افغانستان کې جګړو تر هغې وروسته زور واخیست چې امریکا او متحدانو یې طالبانو سره د دوحې هوکړې له مخې د راتلونکې سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.

د روانو ناامنیو په دوام طالبانو د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې د کابل ګاونډ کې یې د لوګر ولایتي مرکز 'پل علم' ښار هم لاندې کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي سکرتریت دې اعلامیه کې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د دغه سازمان د مخکنۍ سرمشریزې، د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې او همدا راز د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۱۱مه د علماو د نړیوال کنفرانس لخوا د مکې ښار اعلامیې ته هم اشاره شوې ده.