"امريکايي ډرون کابل کې د داعش ډلی بريدګر وژلی دی"

د عکس سرچینه، EPA
امریکایي چارواکي وایي، د یکشنبې پر ورځ یې افغان پلازمېنه کابل کې د داعش-خراسان ډلې پر یوه هدف هوایي برید کړی دی.
ویل کېږي چې په دې هوایي برید کې د داعش ډلې څو غړي په نښه شوي دي.
د امریکایي چارواکو په وینا برید کې هغه مشکوک کس په نښه شوی چې پر کابل هوایي ډګر یې د ځانمرګي برید پلان درلود.
طالبانو هم اسوشیټډ پرېس ته ویلي، د امریکا هوایي برید کې د داعش ډلې یو غړی په موټر کې په نښه شوی.
د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي سي بي اېس تلویزیون ته ویلي، ډاډه دی چې برید کې اصلي هدف په نښه شوی دی.
دې چارواکي ویلي، لومړني رپوټونه ښیي چې برید کې هېڅ ولسي مرګژوبله نه ده اوښتې.
چارواکی زیاتوي چې له برید وروسته یوه بله چاودنه هم شوې، او مالومېږي چې موټر کې په لویه اندازه چاودېدونکي توکي بار وو.
له دې برید سره هم مهاله یکشنبه کابل کې هوایي ډګر ته نږدې د یوه راکټي برید رپوټونه هم ترلاسه شول.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا هماغه د امریکا ډرون برید و که جلا پېښه وه.
یاده دې وي چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر کابل هوایي ډګر کې د لسګونو عامو افغانانو، دیارلس امریکایي پوځیانو او دوو بریتانوي وګړو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ کسان ووژل.
له هغه برید وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې مسؤلین به یې پیدا کوي او غچ به ځینې اخلي.
د تېرې جمعې پر ورځ د امریکا دفاع وزارت ومنله چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش ډلې یو 'پلان جوړوونکی' په ډرون برید کې وژلی دی.












