د طالبانو او حقاني شبکې تر منځ د توپير په هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونو پوښتنې راپورته کړې

ند پرایس

د عکس سرچینه، @StateDept

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغو څرګندونو چې وايي، طالبان او حقاني شبکه دوه جلا ډلې دي، غبرګونونه راپارولي دي.

تېره شپه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکایانو په هکله معلومات د طالبانو او حقاني شبکې لاس ته ورغلي؟ نوموړي ځواب ورکړ: ''نه، داسې نه دي شوي، طالبان او حقاني شبکه دوې ځانګړې ډلې دي. ''

د ښاغلي پرایس پر دې څرګنونو د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو سخت غبرګون څرګند کړی او نیوکې یې پرې کړې دي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پینټاګون مسوولینو ویلي و، د هغو امریکایانو اړوند معلومات چې په پام کې وه، له افغانستانه وایستل شي، کابل هوايي ډګر ته پر لار له طالبانو سره هم شریک شوي دي.

پر حقاني شبکه تور دی، چې څو ځله یې پر افغان حکومت او امریکایايي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي.

که څه هم د دې شبکې په هکله ویل کېږي چې د طالبانو تحریک یوه برخه دي، خو ډېری مهال یې فعالیتونه مستقل او خپلواک بلل شوي.

داسې رپوټونه هم شته چې حقاني شبکه له القاعده سره هم اړیکي لري.

امریکا حکومت ۲۰۱۲ کال کې حقاني شبکه غیرقانوني اعلان کړه او 'یوه ترهګره ' ډله یې وبلله، خو طالبان د امریکا ترهګریزو ډلو په لیست کې نه شته.

خبریالان وايي، پوښتنه اوس هم پر ځای پاتې ده، چې ایا امریکا به د دواړو ډلو پر وړاندې متفاوت سیاست ولري؟ او که ځواب یې هو وي، د دواړو ډلو نژدې جوړښتي او شخصي اړیکو ته په پام سره به دا ډول پالیسي څنګه عملي کېږي؟

امریکا: په رسمیت د طالبانو پېژندلو ته بیړه نه لرو

جین ساکي

د عکس سرچینه، EPA

بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د رسنیزې څانګې سکرتره جین ساکي په نژدې راتلونکي کې په رسمیت د طالبانو واکمني پېژندلو رپوټونه رد کړل.

نوموړې وايي:

''باید په زغرده ووایم، چې نه امریکا او نه هم په نړیواله ټولنه کې کوم متحد هېواد یې چې موږ ورسره خبرې کړې، په نژدې راتلونکي کې په رسمیت د دوی پېژندلو ته هېڅ بیړه نه لري. ''

دا وروستیو کې د امریکايي پوځ او طالبانو تر منځ د همغږي په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې نوموړې وویل: ''دا په نړۍ کې یوازینی ځای نه دی، چې موږ له خپلو مخالفانو سره په شریکه فعالیت کوو. ''