د پاکستان په کراچۍ کې د "يوې افغانې مېرمنې او د هغې دريو ماشومانو زندۍ شوي" مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو حکومت کونسل وايي په کراچۍ کې د يوې افغان مېرمنې او د هغې دريو ماشومانو "زندۍ" شوي مړي موندل شوي دي.
عبدالجبار تخاري په کابل کې طلوع نيوز ته د دې پېښې پخلی کړی دی خو په دې اړه یې نور جزيات نه دي ور کړي.
د کراچۍ پوليسو پاکستاني رسنيو ته ويلي چې د "یوې ۳۰ کلنې مېرمنې او د هغې د دريو ماشومانو مړي" د کراچۍ ښار د سهراب ګوټ سيمې په يوه کور کې موندل شوي دي.
پوليس وايي، د ټولو قربانيانو په غاړه کې د "رسيو يا زندۍ کېدو" نښې ليدل کېږي.
د پوليسو په وينا، په ماشومانو کې يوه اووه کلنه نجلۍ او دوه هلکان دي چې عمرونه یې دوه او څلور کاله ښودل شوي دي.
پوليس وایي، جسدونه د عدلي طب د معاينې لپاره د "عباسي شهيد روغتون" ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان اې ار وای ټلويزيون سره په مرکه کې د ختيځې کراچۍ د پوليسو مشر زبير نذير دا پېښه "خواشينوونکې" بللې او زياته کړې یې ده چې د عدلي طب له ازموينې وروسته به د پېښې په اړه کره معلوم ترلاسه شي.
نوموړي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته هم ويلي چې په سيمه کې د شخړې نښې نښانې نه ليدل کېږي او کاونډيانو هم د شخړې او تاوتریخوالي څه نه دي اورېدلي. هغه زياته کړې چې تراوسه په دې اړه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوی چې وښيي دا "قتل دی او که څان وژنه".
د سند ایالت د کورنيو چارو وزير ضیا الحسن لنجر د قضيې په اړه د سملاسي او روښانه پلټنو امر کړی او د پېښې د احتمالي عاملينو د پېژندلو او محاکمې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د افغان مېرمنې او د هغې د دریو ماشومانو د مړینې د انګېزې او اصلي لامل په اړه وروستۍ توضیحات نه دي ورکړي.








