تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نیپا وژونکی وېروس څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
چارواکي هڅه کوي چې د هند د لوېدیځ بنګال ایالت کې د نیپا وېروس د ځایي خپرېدو مخه ونیسي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۱۰ کسان وروسته له هغه قرنطین ته ولېږدول شول، چې د روانې میاشتې په پیل کې دوه روغتیايي کارکوونکي په روغتون کې د دې وېروس له امله بستر شول.
یاد روغتیايي کارکوونکي له تأیید شویو ناروغانو سره په تماس کې وو، خو وروسته یې ازموینې منفي راووتلې.
نیپا وېروس، چې ډېر ځله وژونکی وي، له حیواناتو انسانانو ته لېږدېدلی شي او دا مهال د درملنې لپاره نه واکسین لري او نه هم کوم ځانګړي درمل.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دا وېروس، د اېبولا، زیکا او کووېډ-۱۹ سربېره، په هغو ناروغیو کې بولي چې د نړیوالې وبا د رامنځته کولو د احتمال له امله باید له لومړیتوب ډکې څېړنې پرې وشي.
نو، دا وېروس څومره خطرناک دی او نښې یې څه دي؟
نیپا وېروس څنګه خپرېږي؟
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، د نیپا وېروس انتان یوه "له حیواناتو انسانانو ته لېږدېدونکې ناروغۍ" ده چې له خوګانو او مېوه خوړونکو اسمان څکالو (خفاشانو) انسانانو ته انتقالېږي.
دا وېروس همدارنګه د ککړو خوړو له لارې او له ناروغ کس سره د مستقیم تماس له امله هم خپرېدای شي.
د نیپا وېروس پېښې نژدې هر کال د اسیا په ځینو برخو کې ثبتېږي، چې تر ټولو ډېرې یې په بنګلهدېش او هند کې وي.
په تېرو کې د خپرېدو لامل تر ډېره دا بلل شوی چې خلک هغه مېوې یا د مېوو محصولات لکه د خورما خام شربت استعمال کړي چې د اخته مېوهخوړونکو خفاشانو په بولو یا لاړو ککړ شوي وي.
نښې څه دي؟
په انسانانو کې د نیپا وېروس انتان له بې نښو حالت (هېڅ نښې نه لري) څخه تر شدیدو تنفسي ناروغیو او ان تر وژونکي دماغي پړسوب (انسېفلايټس) پورې رسېدای شي.
په اخته کسانو کې ډېری وخت په پیل کې د تبې، سر درد، د غړو درد، کانګې او د ستوني درد نښې ښيي.
وروسته کېدای شي دا نښې د سر ګرځېدو، زیات خوب، د هوښ بدلون او عصبي نښو ته واوړي، چې دا د شدید انسېفلايټس نښه ګڼل کېږي.
ځینې ناروغان همدارنګه د غیرمعمولي نمونیا او جدي تنفسي ستونزو سره مخامخ کېږي، چې پکې د حاد تنفسي ناورین حالت هم شامل دی.
په شدیدو مواردو کې انسېفلايټس چې د دماغ التهاب رامنځته کوي او تشنجونه پېښېږي او ناروغ د ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو په موده کې کوما ته تللی شي.
د نیپا وېروس د پټ پاتېدو موده (له اخته کېدو د نښو تر څرګندېدو پورې وخت) عموماً له څلورو تر ۱۴ ورځو پورې اټکل کېږي، خو په ځینو مواردو کې دا موده تر ۴۵ ورځو پورې هم ثبت شوې ده.
نیپا وېروس تر ۷۵ سلنه پورې د اخته کسانو د مړینې لامل ګرځي.
ایا واکسین شته؟
د نیپا وېروس پر ضد تر اوسه نه واکسین شته او نه هم کومه ځانګړې درملنه.
درملنه یوازې د نښو کنټرول او د ناروغ ملاتړ او له رواني روغتیا سره یې مرسته کول دي.
په تېر کې د نیپا وېروس کوم ځایونو کې خپور شوی و؟
د نیپا ناروغۍ لومړۍ خپرېدو په مالیزیا کې له ۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل او د وېروس د کنټرول لپاره یې د یو میلیون خنځیرانو د وژلو لامل شو.
دا وېروس د هغه کلي په نوم نومول شوی چې په ۱۹۹۹ کال کې پکې لومړی ځل کشف شو.
وروسته دا وېروس سنګاپور ته هم ولېږدېد، چې هلته ۱۱ پېښې ثبت شوې او یو کس، چې د قصابۍ په یوه مرکز کې یې کار کاوه او له مالیزیا راوړل شویو خوګانو سره یې تماس درلود، مړ شو.
په وروستیو کلونو کې بنګلهدېش تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی؛ له ۲۰۰۱ کال راهیسې هلته د نیپا وېروس له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
دا ناروغۍ وخت ناوخت په هند کې هم تشخیص شوې ده.
د هند په سوېلي ایالت کېرالا کې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو کې د نیپا وېروس پېښې ثبت شوې.
یاد ایالت وتوانېد چې د پراخو ازموینو او له ناروغانو سره د تماس لرونکو کسانو د سختې جلا ساتنې له لارې پخوانۍ خپرېدنې په څو اونیوو کې مهار کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، نور هغه هېوادونه چې د نیپا وېروس د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي، کمبودیا، ګانا، اندونیزیا، مداګاسکر، فلیپین او تایلنډ دي، ځکه په دغو هېوادونو کې په اسمان څکالو یا (خفاشانو) کې د دې وېروس شواهد موندل شوي دي.