افغانستان کې اېچ‌ای‌وي-اېډز: 'ځینې خلک ان روغبړ راسره نه کوي'

    • Author, راصد ځواک او پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

نن د ډسمبر لومړۍ د اېچ‌ای‌وي-ایډز په تړاو د عامه پوهاوي نړیواله ورځ ده.

افغانستان کې هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر هر کال د ایډز نوې مثبتې پېښې ثبتېږي او د راپورونو له مخې دا شمېر په لوړېدو دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د اېچ ای وي-اېډز نږدې درې سوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا شمېر په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوړ دی. په ۲۰۲۴ کال افغانستان کې د اېچ‌ای‌وي شاوخوا دوه سوه او اوړم کال کې ټولټال ۱۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د نړۍ والو مرستو کمېدو افغانستان کې هم له ایډز سره د مبارزې چارې ټکنۍ کړي او له امله یې لسګونه هغه ټولنیز سازمانونه له فعالیته لویدلي چې د ایډز په اړه عامه پوهاوي لپاره یې کار کاوه.

افغانستان کې د ایډز ، جنسي ناروغیو او زیړي د ملي پروګرام مشر ډاکتر عبد الرحمن شیریندل بي‌بي‌سي ته وویل افغانستان کې د ایډز ناروغۍ تشخیص کې د ټولنیزو ستونزو او امکاناتو د کموالي له امله لویه تشه موجوده ده.

هغه زیاتوي، اټکل دا دی چې په افغانستان کې ښايي شاوخوا ۱۳۵۰۰ کسان پر اېچ‌ای‌وي اخته وي.

خو رسمآ ثبت شوي یوازې څه باندې څلور زره کسان دي. په دوی کې څه باندې درې زره نارینه او یوولس سوه ښځینه دي.

د عمر له مخې تر ټولو ډېر اخته کسان پرې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي.

په افغانستان کې د هغو کسانو کره شمېر نشته، چې هر کال د اېډز او یا ورسره د تړلو ناروغیو له کبله مړه کېږي.

په هر حال د نړیوالو مرستو کمېدو افغانستان کې د اېچ‌ای‌وي په تړاو د عامه اګاهۍ او مبارزې چارې ټکنۍ کړې.

له دې کبله هغه لسګونه ټولنیز سازمانونه له فعالیته لوېدلي، چې د اېچ‌ای‌وي- اېډز په تړاو د عامه پوهاوي برخه کې یې کار کاوه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو مرستندویو سازمانونو غوښتي چې د اېډز ناروغۍ په مخنیوي کې ورسره مرستې ډېرې کړي.

د دوی حکومت کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان کې د ایډز د درملنې شپږ او د تشخیص شاوخوا شپیته مرکزونه فعال دي.

هممهاله د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې استازې ډینا فټېل وايي، دوی طالبانو له حکومت سره دې برخو کې د مرستو دوام ته ژمن دي.

هغه پر دې خوښي هم څرګندوي، چې په افغانستان کې لږ کسان پر دې لېږدېدونکې ناروغۍ اخته دي.

د عامه‌ پوهاوي کمښت کړاو لا زیات کړی

په افغانستان کې د اېچ‌ای‌وي لومړۍ پېښه شاوخوا ۳۶ کاله وړاندې ثبت شوه. خو ډاکتران او اېډز سره د مبارزې برخې فعالان وايي دغه هېواد کې لا هم د دې ناروغۍ په تړاو عامه پوهاوی کم او دا یې د تشخیص او درملنې پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

ګڼ شمېر خلک داسې انګېرې چې ګوندې اېچ‌ای‌وي ایډز یوازې د نامشروع جنسي اړیکو له لارې نورو ته لېږدي، خو په افغانستان کې یې لوی لاملونه نور ښودل کېږي.

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت یې بې وزلي، پرانیستې پولې، کډوالي، د پوهاوي کموالی او د ستنو له لارې د نشه یي توکو کارول، لوی لاملونه په ګوته کوي.

افغانستان کې د اېچ‌ای‌وي په تړاو د عامه پوهاوي کمښت د دې لامل شوی چې ناروغان تر ډېره خپله ناروغي پټه وساتي.

پر اخته کسان شکایت کوي، چې په ټولنه ورسره توپيري چلند کېږي او خلک ترې کرکه کوي، چې دې یې کړاو لا ډېر کړی.

یوه ناروغه په دې اړه بي بي سي ته وویل: "خلک پر اېډز اخته کسانو ته په سپک نظر ګوري. دا ځکه چې خلک د دې ناروغۍ په اړه معلومات نه لري. څوک کار نه ورکوي آن روغتونونو کې هم سم پام ورته نه کیږي."

دی زیاتوي، چې "آن په ځینو ځایونو کې خلک په لاس روغبړ ورسره نه کوي، په کار ده چې خلک پوه شي چې دا یوازې یوه ناروغي ده."

خو ډاکترې راحلې اڅکزۍ بي‌بي‌سي ته وویل، چې د ایډز ناروغۍ کلتوري اړخ خورا مهم دی، ځکه د دې ناروغۍ شرم ګڼل او ترې کرکه د اېډز لمن لا پراخوي.

همماله د رواني ناروغیو متخصص شرف الدین عظیمي وايي، پر اېچ‌ای‌وي اخته کسان د شرم احساس او ټولنه کې د دې ناروغۍ عیب ګڼل کېدو له کبله ګوښیتوب او ژور خفګان سره مخامخیږي چې دا یې ښايي درملنه هم اغېزمنه کړي.

'د اېډز ناروغانو د ملاتړ ورځ'

ملګري ملتونه وايي پر دې ورځ په ټوله نړۍ کې خلک سره یوځای کیږي چې په اېچ ای وي اخته خلکو سره ملاتړ څرګند کړي او د هغو کسانو یادونه وکړي چې دې ناروغۍ پورې اړوندو لاملونو مړه شوي دي.

تر تېر (۲۰۲۴) کاله اټکل دا و چې په ټوله نړۍ کې به څلوېښت اعشاریه اته میلیونه کسان پر اېچ‌ای‌وي اخته وي.

همدا تېر کال شاوخوا ۱ اعشاریه ۳ میلیونه نور کسان پرې اخته او نژدې ۶۳۰ زره کسان له دې ناروغۍ او اړوندو لاملونو مړه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د بودیجې د تمویل تاریخي کمښت او کړکېچ د اېډز پر وړاندې د مبارزې د لسیزو پرمختګونو ټکني کوي، ځکه د بودېجې کمښت سره د دوی خدمات په جدي ډول ګډوډ شوي دي.

ملګري ملتونه او د روغتیا نړیوال سازمان دې هدف ته د رسېدو هڅه کوي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ټوله نړۍ کې پر اېچ‌ای‌وي د اخته کېدو تازه پېښې او له اېډز مړینې د ۲۰۱۰ کال پرتله تر ۹۰ سلنې راکمې کړي.

دغه سازمان وايي په داسې حال کې چې د همجنس خوښو د اړیکو، د جنسیتي هویت او د مخدره توکو کارولو پر وړاندې د مجازاتو د قوانینو سختېدلو د اېچ ای وي د مخنیوي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

اېچ ای وي-اېډز څنګه لېږدي او نښې یې څه دي؟

د اېچ او وي او اېډز ترمنځ باید توپیر وشي.

اېچ ای وي داسې ویروس دی چې د جنسي‌اړیکو، وینې، شیدو ورکړې، ککړې ستنې او نورو لارو لېږدي او که پر وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي، نو ښايي پر اېډز ناروغۍ واوړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دا ناروغي د ښکلولو، لاس یا غېږ ورکولو او خوړو یا اوبو شریکولو په څېر د عادي ورځنیو اړیکو یا د شخصي شیانو له لارې نه انتقالېږي.

ډېر کسان چې پر اېچ ای وي اخته کېږي، له دوو تر شپږو اونیو پورې والګي یا انفلونزا ته ورته نښې لري.

نژدې ۸۰ سلنه کسان چې اېچ ای وي لري، د څو اونیو لپاره ښايي لاندې نښې ولري.

  • تبه
  • ستوني درد
  • د بدن خارښ

نورې نښې هم شته چې ښايي ډېرې خپرېدونکې نه وی او په ټولو کسانو کې ښکاره نه شي.

  • ستړیا
  • د جوړو یا بندونو درد
  • د عضلو درد
  • د غدو تورم یا پړسوب

دا ډول نښې له نورو ناروغیو هم پیدا کېدلی شي او که کوم کس یې ولري، نو یو مخ دا مانا نه لري چې خامخا اېچ ای وي ویروس ورسېدلی دی.

ډاکتران وايي، دې ته باید وکتل شي چې ناروغ کس خو به د دغو نښو له ښکارېدلو مخکې خو داسې څه نه وي کړي، چې پر اېچ‌ای‌وي لامل ګرځېدای شي.

اخته کس باید څه وکړي؟

که یو کس وپوهېږي چې پر اېچ ای وي نیولی یا پر اخته دی، باید د وینې پرلپسې ازمېښتونه یا معاینې وکړي، چې له درملنې پیلولو مخکې د اېچ ای وي پرمختګ وارزول شي.

دا ازمېښتونه د ناروغ په وینه کې د ویروس اندازه او د بدن پر خوندیتوب یا دفاعي سیستم د اېچ ای وي ویروس اغېزې ارزوي.

هغه کسان چې جنسي اړیکه لري، باید کانډوم یا پوکڼۍ وکاروي.

د شا له لارې جنسي اړیکې سره هم اېچ ای وي لېږدېدلی شی، ان ویل کېږي، چې له دې لارې پر دې ناورغۍ د اخته کېدلو امکان لا ډېر دی.