تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سکاټلنډ د نړیوال جام لوبډلې ته نوی افغان لوبغاړی غوره کړی
سکاټلنډ د هند په کوربتوب د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره تېز توپ اچوونکي زینالله احسان ته د لومړي ځل لپاره بلنه ورکړې ده.
۱۹ کلن احسان په افغانستان کې زېږېدلی او د بې سرپرسته پناغوښتونکي په توګه بریتانیا ته راغلی و. هغه ته په ۲۰۲۲ کال کې د کډوالۍ رسمي حیثیت ورکړل شو.
نوموړي ګلاسګو ته له رسېدو مخکې یوازې د ټېپبال (هغه کرېکټ چې د افغانستان په نژدې هر کلي او کوڅه کې کېږي) کرېکټ تجربه لرله او وروسته له GHK کرېکټ کلب سره یو ځای شو.
احسان تېر کال د سکاټلنډ لپاره د لوبېدو شرایط پوره کړل او د نړیوال جام پر مهال ښايي خپله لومړنۍ بشپړه نړیواله لوبه وکړي.
هغه تر دې وړاندې د سکاټلنډ A لوبډلې استازیتوب کړی دی.
فنلي مککریت اولیور ډېوېډسن او د نیوزیلنډ پخوانی نړیوال لوبغاړی ټام بروس هم په لوبډله کې شامل دي.
کپتان ریچي بېرینګټن د هغو ۱۱ لوبغاړو له ډلې دی چې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې یې هم لوبه کړې وه.
د همپشایر سکاټ کري د انتخاب وړ نه و ځکه چې تېر کال یې د ایرلنډ پر وړاندې د انګلنډ د شل اوریزو سیالیو پر مهال د بدیل فیلډر په توګه لوبه کړې وه.
د سکاټلنډ د اجراییوي چارو مشر سټیو سنېل وویل:
"د روزنیز ټیم او ټاکونکي او زه - ټول د دې ټاکل شوې لوبډلې په اړه ډېر خوښ یوو. موږ فکر کوو چې دا یوه متوازنه لوبډله ده او په هند کې به له بېلابېلو حالاتو او ننګونو سره ښه مقابله وکړي.
"زینالله احسان ته دا یو ستر فرصت دی. هغه هر ځل چې د ځوانانو په کچه یا د A لوبډلې لپاره لوبېدلی، د مهارتونو په زړه راښکونکې رنګارنګۍ او رښتینې تېزۍ سره یې ځان ثابت کړی دی.
"موږ هغه ته ډېر خوشاله یوږ او لېواله یو چې په خپل لومړني نړیوال سفر کې یې ځلېدنه ووینو.
"اولیور ډېوېډسن هم په وروستیو میاشتو کې پر خپلو مهارتونو نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي او د ډېر قوي هوډ او کاري اخلاقو ښکارندوی دی. هغه هم په بشپړه توګه د دې بلنې مستحق دی.
"ټول لوبغاړي د نړۍ له غوره لوبډلو سره د سیالۍ لپاره ډېر په شوق کې دي او غواړي له ورکړل شوې موکې په ښه ډول ګټه واخلي. دا لوبډله له لوړ کیفیت لرونکو کرکټرانو ډکه ده".
سکاټلنډ د غوراوي پړاو کې جرسي او ایټالیا ته تر ماتې وروسته د ټورنمنټ لپاره نه و وړ شوی، خو وروسته له هغې چې بنګلهدېش د سیالیو له بایکاټ پرېکړه وکړه سکاټلنډ ته ناوخته بلنه ورکړل شوه.
سکاټلنډ چې د نړۍ په درجه بندۍ کې ۱۴م ځای لري د بنګلهدېش پر ځای د C ګروپ برخه شوه ځکه چې د ګډون نهلرونکو لوبډلو تر ټولو لوړه درجه یې لرله.
د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام لپاره د سکاټلنډ لوبډله:
ریچي بېرینګټن (Clydesdale)
ټام بروس (Central Districts)
مېتیو کراس (Heriot's)
بریډلي کري (Sussex)
اولیور ډېوېډسن (Carlton)
کريس ګریوز (Whitburn)
زینالله احسان (GHK)
مایکل جونز (Lancashire)
مایکل ليکس (Forfarshire)
فنلي مککریت (Grange)
برانډن مکمولن (RH Corstorphine)
جورج منسي (RH Corstorphine)
سفیان شریف (Perth Doo'cot)
مارک واټ (Heriot's)
بریډلي وېل (Hampshire)
د سکاټلنډ لوبې
(د GMT پر وخت:)
ویسټ انډیز د سکاټلنډ پر وړاندې – شنبه ۷ فبروري، ۰۹:۳۰
سکاټلنډ د ایټالیا پر وړاندې – دوشنبه ۹ فبروري، ۰۵:۳۰
انګلنډ د سکاټلنډ پر وړاندې – شنبه ۱۴ فبروري، ۰۹:۳۰
سکاټلنډ د نیپال پر وړاندې – سهشنبه ۱۷ فبروري، ۱۳:۳۰