تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ نړيواله شورا وايي د بنګله دېش پر ځای به سکاټلنډ د شل اوريز نړيوال جام برخه شي
د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) اعلان کړی چې سکاټلنډ به په راتلونکي شل نړيوال اوريز جام کې د بنګله دېش پر ځای وروسته له هغه ګډون کوي چې د بنګله دېش کرېکټ بورډ په هند کې له لوبو انکار وکړ.
بنګله دېش غوښتنه کړې وه چې د دوی لوبې دې د امنيتي اندېښنو له کبله د هند پر ځای په شري لنکا کې چې د دې سياليو ګډ کوربه دی ترسره شي.
خو د کرېکټ نړيوالې شورا د بنګله دېش غوښتنه رد کړې او وايي، د "پاموړ امنيتي ګواښ نشته" خو د دغه هېواد کرېکټ بورډ په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی.
د کرېکټ نړيوالې شورا د شنبې په ورځ په يوه خبرپانه کې وويل دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې په هند کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته د امنيتي ګواښ په اړه شواهد ترلاسه نه شول.
په اعلاميه کې ویل شوي، "د پراخو اغېزو له کره ارزونې وروسته ای سي سي دې پايلې ته ورسېده چې د خپاره شوي مهالوېش بدلول مناسب نه دي."
د کرېکټ نړيوالې زياته کړې، سکاټلنډ د هغو لوبډلو په منځه کې تر ټولو ډېرې نومرې لري چې دې نړيوال جام ته یې لاره نه وه موندلې او له دې کبله به د بنګله دېش پر ځای د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام برخه شي.
ای سي سی وايي، بنګله دېش ته د چهارشنبې په ورځ له غونډې وروسته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی و خو د وخت له بشپړېدو سره یې له بنګله دېش څخه کوم ځواب ترلاسه نه کړ.
د سکاټلنډ کرېکټ چارواکو په تېرو څو اوونيو کې وروستي پرمختګونه له نژدې څارل او ویل کېږي د داسې حالت لپاره یې يو لړ ګامونه هم پورته کړي دي.
د سکاټلنډ لوبغاړو له وړاندې تمرينونو پيل کړي، دوی په مارچ کې له نميبيا او عمان سره د يو ورځنيو لوبو دری اړخيزه لوبلړۍ لري.
د سکاټلنډ کرېکټ بورډ اجرائیه مشرې، ټروډي لېنډبلېډ ويلي، "موږ د کرېکټ نړيوالې شورا له دې بلنې منندوی يوو. دا د سکاټلنډ د لوبغاړو لپاره يو په زړه پورې فرصت دی چې د میليونو مينوالو پر وړاندې په نړيوال سټېج سيالۍ وکړي".
"موږ دا هم منو چې دا فرصت د ننګونو او بې سارو شرايطو له کبله رامنځته شوی دی".
"زموږ لوبډله له څو اوونيو راهيسې د راتلونکو سياليو لپاره تمرينونه کوي او اوس د دې لپاره چمتووالي نیسي چې هند ته ولاړ شي او له ځايي شرايطو سره ځان برابر کړي."
د پاکستان کرېکټ بورډ: بنګله دېش ته بايد اجازه ورکړل شي؛ د پاکستان د ګډون په اړه به حکومت پرېکړه وکړي
د کرېکټ نړيوالې شورا له اعلان لږ وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ويلي وو چې پاکستان په دې مسئله کې له بنګله دېش سره ولاړ دی او په نړيوال جام کې د پاکستانۍ لوبډلې د ګډون پرېکړه به حکومت کوي.
د شنبې په ورځ د لاهور قذافي لوبغالي کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، "موږ به هغه څه وکړو چې د پاکستان حکومت راته ووایئ. لومړی وزير شهباز شريف اوسمهال له پاکستانه بهر دی، کله چې بېرته راشي، موږ به د وروستۍ پرېکړې په اړه معلومات درکړو".
"موږ د ای سی سی پرتله د پاکستان حکومت ډېر تابع يوو. موږ به هغه څه کوو چې حکومت يې وايي".
محسن نقوي وويل، بنګله دېش باید په هر حال په نړيوال جام کې ولوبېږي، "هغه يو ستر ګډونوال دی او بايد دغه زیاتی ورسره ونشي".
نوموړي زیاته کړه، که چېرې د پاکستان او هند سيالۍ په درېيم هېواد کې کېدلی شي نو ولې د بنګله دېش لپاره داسې نشي کېدلی.
هغه تېر کال د پاکستان په کوربتوب اسيا جام ته اشاره کوله چې د هند له انکار وروسته یې ټولې لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شوې.
د چهارشنبې په ورځ، د کرېکټ نړیوالې شورا د بورډ په غونډه کې بنګله دېش ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی و چې په هند کې د نړیوال جام د ګډون په اړه پرېکړه وکړي، خو د بنګله دېش کرېکټ بورډ لا دمخه خپله پرېکړه اعلان کړې وه.
د بنګله دېش د سپورټ وزارت چارسمبالي اصف نذرال د پنجشنبې په ورځ خبريالاتو ته وويل چې د حکومت پرېکړه روښانه ده، د بنګله دېش لوبډله په هند کې لوبې نه کوي.
نوموړي وويل، د لوبغاړو خونديتوب ته د ګواښ په اړه باید په جدي توګه پام وشي او زياته کړې یې وه چې په دې اړه یې له لوبغاړو سره هم خبرې کړې دي.
په همدې مهال د بنګله دېش کرېکټ بورډ مشر امين الاسلام بلبل وويل، چې يو ځل بيا به د کرېکټ له نړيوالې شورا سره اړيکه ونیسي چې لوبې د هند پر ځای په شری لنکا کې ترسره شي.