د هند او پاکستان جګړې په اړه د بالیووډ نوي فلم غبرګونونه پارولي دي

په بالیووډ کې د جګړې او جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلمونه نوې خبره نه‌ ده خو په وروستیو میاشتو کې د دې ډول فلمونو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. د ۱۹۷۱ کال د هند‌ او پاکستان جګړې په اړه جوړ شوی فلم "اکیس" چې د نامتو لوبغاړي درمېندر وروستی فلم هم بلل کېږي، خپور شوی و.

د همدې جګړې پر موضوع بل نوی فلم "بارډر۲" هم جوړ شوی چې د جنورۍ په میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي.

تر دې وړاندې، د جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلم "دورندر" د هند او پاکستان د اړیکو د انځورولو له امله، له ستاینې سره سره یو ډول اندېښنه هم راپارولې وه.

د "بارډر۲" فلم له هغه مشهور پخواني فلم "بارډر" ۲۹ کاله وروسته خپرېږي چې په ۱۹۹۷ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و.

په لومړي فلم کې اکشی کنا د هندي پوځ د افسر دھرم ویر سېنګ رول لوبولی و.

همدا اکشی کنا په "دورندر" فلم کې د رحمان ډکېټ د رول له امله د خلکو پام یې خپل کړی دی.

اکشی کنا له دې فلم وروسته بیخي ډېر مینوال پیدا کړل.

په دغه فلم کې مرکزي رول د رنیویر سېنګ دی.

د "رازي" پیغام: ملت تر هر څه لومړی دی، ان له خپل ځانه هم

په جګړه‌ییزو فلمونو کې د جګړې په ډګر کې د مېړانې انځورول یو مهم عنصر بلل کېږي چې لیدونکي سینماګانو ته راکاږي.

د مخکښ فلمي خبریال پنکج شکلا په وینا، ښه فلم هغه دی چې نوې او ځانګړې کیسه ولري او د انسانیت پیغام هم ورسوي. د "رازي" او "اکیس" په څېر فلمونه وطنپالنه د احساساتي ژورتیا او د جګړې له انساني بیې سره تړي.

"اکیس" د ۲۱ کلن هندي پوځي افسر ارون کېترپال ریښتینې کیسه بیانوي چې د ۱۹۷۱ کال جګړې وروسته ورته د هند تر ټولو ستر پوځي ویاړ "پرم ویر چکر" د مړینې وروسته ورکړل شو.

په فلم کې د ارون کېترپال د ۸۱ کلن پلار کیسه هم رانغاړل شوې ده چې له کلونو وروسته پاکستان ته د سفر پر مهال له متقاعد بریګېډیر خواجه محمد ناصر سره ګوري.

په دې لیدنه کې ناصر ورته وايي" ارون کېترپال د ده د ټانک د ګولۍ له امله وژل شوی و.

دا صحنه په فلم کې د یوې ژورې احساساتي مقابلې په توګه ښودل شوې ده.

په هند او پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د جګړه‌ییزو فلمونو په تړاو بېلابېل نظرونه مخې ته راغلي دي.

متقاعد ډګروال انوراګ اوستي پر "ایکس" (پخوانی ټویټر) لیکلي چې په فلم اکیس کې له اړتیا پرته "د سولې لپاره خوندي تدابیرو" ته تر ټولو ډېر ارزښت ورکړل شوی او دا کار د ارون کېترپال پر مېړانې او میراث برلاسی ګرځول شوی دی.

له بلې خوا مخکښ خبریال اجی برهمتماج وايي "اکیس" په څېر جګړه‌ییز فلم یوازې د ارون کېترپال د قربانۍ کیسه نه‌ ده، بلکې دا د انسانیت، د جګړې د ویرونکو انځورونو ترمنځ د بخښنې پیغام لري او په پای کې یو د جګړې ضد فلم بلل کېږي.

په همدې لړ کې یوه پاکستاني صایم علي پر انسټاګرام د فلم اکیس په اړه خپل غبرګون شریک کړی او ویلي یې دي:

"تاسې د هېوادونو ټاپې لېرې کړئ؛ د یو انسان له خوا پر بل انسان ظلم کول، بس ظلم دی. زه د بالیووډ مینه‌وال یم. دا فلم مې په رښتیا ډېر خوښ شو."

'جګړه‌ییز فلم په اصل کې د جګړې ضد فلم وي'

د فلم لارښود سري رام راګوان له خبریال بردواج رنګن سره په خبرو کې ویلي دي:

"هر ښه جګړه‌ییز فلم په اصل کې د جګړې ضد فلم وي. خو ورسره زړه هم لړزوي او پوښتنې راپورته کوي."

همدارنګه د ۱۹۹۷ کال فلم "بارډر" لارښود "جي‌ پي دته" هم د هند او پاکستان د جګړې شدت او پراخوالی ښودلی و خو له دې سره یې مهمې پوښتنې هم راپیدا کړې وې.

د فلم په یوه صحنه کې لوبغاړی سنیل شيټي پوښتي:

"تا ولې په پوځ کې دنده واخېسته؟"

اکشې کنا ځواب ورکوي:

"پلار مې رانه ژمنه اخیستې وه چې پوځ ته به ځم. هغه زما په لاس کې ټوپک راکړ او راته ویې ویل: د مقابل لوري پر سرتېري ډز وکړه."

هغه زیاتوي:

"هغه سرتېری هم زما په څېر د یوې مور زوی دی چې ما هېڅکله نه‌ دی لیدلی، ما ته یې هېڅ زیان نه‌ دی رسولی، نوم یې هم نه پېژنم. نو ولې؟ د څه لپاره؟"

سنیل شيټي ورته وايي:

"ځکه که ته هغه ونه وژنې نو هغه به تا ووژني."

په فلم کې د اکشی کنا کرکټر د همدې ذهني پوښتنو تر څنګ، په جګړه کې زړورتیا او مېړانه هم ښيي.

'کله چې د دواړو هېوادونو په کوڅو کې وږي ماشومان ژاړي…'

په "بارډر" فلم کې د هندي او پاکستاني پوځونو ترمنځ د جګړې اوږدې صحنې ښودل شوې وې.

کله چې دا فلم په ۱۹۹۷ کال کې نندارې ته وړاندې شو، د سینما په تالارونو کې د فلم د ډېرو مکالمو پر مهال خلکو په زوره چکچکې وهلې.

د بېلګې په توګه، هغه مهال چې د سني‌دېول کرکټر مېجر کلديپ جګړې ته د تللو او یا د خپل ماشوم ترڅنګ د پاتې کېدو ترمنځ یو ټاکي نو د خپلې مېرمنې له مخالفت سره سره اعلان کوي:

"ستاسو کلديپ خپل ماشوم د قوم لپاره هر وخت قربانولی شي."

یا هغه صحنه چې دھرم ویر سېنګ (اکشې کنا) د جګړې په ډګر کې د فلم په ټکو شهید کېږي او خپله ړنده مور ویني چې د زوی لپاره د واده تاج جوړوي؛ په دې شېبه کې د نندارچیانو سترګې له اوښکو ډکېږي.

د "بارډر" په پای کې کله چې سندره "زما دښمن، زما ورور، زما ګاونډی" غږول کېږي، د سینما په تالار کې ډېرې سترګې لمدېږي.

دا سندره پوښتنه راپورته کوي:

"موږ ولې په خپلو کروندو کې د غنمو او وريجو پر ځای ټوپکونه کرو، حال دا چې د دواړو هېوادونو په کوڅو کې وږي ماشومان ژاړي؟ راځئ لوړه وکړو چې نور به جګړه نه‌ وي."

دلجیت دوسانج د نرمل جیت سېنګ په رول کې

په همدې شالید کې هغه فلم "بارډر۲" چې ډېر ژر به نندارې ته وړاندې شي، د ۱۹۷۱ کال د هند ـ پاکستان جګړې پر بنسټ جوړ شوی دی.

په دې فلم کې د هندي هوايي ځواک د افسر نرمل جیت سېنګ سېکو کیسه ښودل کېږي چې د هند تر ټولو لوړ پوځي ویاړ "پرم ویر چکر" ورکړل شوی و.

دا رول سندرغاړی او لوبغاړی دلجیت دوسانج لوبوي.

په لومړي فلم "بارډر" کې د اکشی کنا او سنیل شيټي کرکټرونه هغه سرتېري ښودل شوي وو چې په جګړه کې وژل شوي وو.

د جګړې د رښتینې پېښو او فلمي ازادیو له امله دا فلم د باکس افېس ستره بریا وګرځوله.

خو په حقیقت کې دھرم ویر سېنګ هغه کرکټر چې اکشی کنا لوبولی و، له جګړې ژوندی پاتې شوی و او تر کرنل رتبې هم رسېدلی و.

دھرم ویر سېنګ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې مړ شو.

په یوه پخوانۍ مرکه کې یې یادونه کړې وه چې د ۱۹۹۷ کال د فلم له خپرېدو مخکې یې سانسور بورډ ته اعتراض کړی و چې د ده کرکټر دې د وژل شوي سرتېري په توګه وښودل شي.

د فلم لارښود "جي پي دته" ورته ویلي و، یو لیک واستوي او پکې ولیکي چې ده ته کوم اعتراض نه‌ شته.

دھرم ویر سېنګ ویلي و:

"زه خو په دې هم نه پوهېدم چې فېکس څه شی دی. زما مېرمنې راته وویل چې باید دا ولیږو، دا د هېواد خبره ده. ډېرو کسانو مشوره راکړه چې قانوني اقدام وکړم خو ما وویل دا به د شرافت خلاف وي."

'هېواد له هر څه وړاندې، ان له خپل ځان هم'

کله چې د جګړې او جاسوسۍ پر موضوع جوړ فلمونه یادېږي نو "رازي" هم یوه مهمه بېلګه ده.

په دې فلم کې عالیه بټ د سمت رول لوبوي چې په پاکستان کې د هندي پټ جاسوس په توګه ژوند کوي، له یوه پاکستاني سرتېري سره واده کوي او د هند لپاره جاسوسي کوي.

سمت وايي:

"ملت تر هر څه مخکې دی… ان له خپل ځانه هم."

دا فلم د "کالنګ سمت" ناول پر بنسټ جوړ شوی چې د یوې رښتینې هندي ښځینه جاسوسې کیسه بیانوي.

د فلم په یوه صحنه کې سمت د نړۍ په اړه پوښتنه راپورته کوي چېرته چې نه د اړیکو ارزښت شته او نه د ژوند. هغه هیله لري چې ټول څه پرېږدي او خپل کور ته بیرته ستنه شي.

'پوله او د سرتېرو ژوند'

په "بارډر" فلم کې هم د سرتېرو ژوند ته کتنه شوې وه.

د دوی خوبونه، ملګرتیاوې او نیمګړې هیلې ښودل شوې وې.

کله چې په صحرايي سیمو کې مېشتو سرتېرو ته له اوږد انتظار وروسته لیکونه رسیږي نو د نهو دقیقو مشهوره سندره "سندیسی آتے ہیں"، (پیغامونه راځي) د هر سرتېري کیسه له یو بل سره نښلوي.

په همدې حال کې، په ټولنیزو رسنیو کې د جګړه‌ییزو فلمونو په اړه بحث روان دی.

ډېرو بالیووډي شخصیتونو لکه اکشې کمار، وویک اگني هوتري او کرن جوهر د فلم "دورندر" ستاینه کړې ده.

اکشې کمار پر "اېکس" لیکلي:

"زه حیران یم… موږ باید خپلې کیسې په جدي ډول خلکو ته وړاندې کړو."

خو پاکستاني لیکوال او خبریال محمد حنیف د فلم ځینې صحنې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. هغه لیکلي:

"ما خپل نیمايي ژوند په کراچۍ کې کړی. زه ادعا نه کوم چې ټول خلک پېژنم خو ما هېڅکله نه‌ دي اوریدلي چې په کراچۍ کې خلک د ممبۍ پېښو پر مهال جشن لمانځي، لکه څنګه چې په فلم "دورندر" کې ښودل شوي."

مخکښ خبریال پنکج شکلا د دې بحثونو په اړه ویلي:

"دورندر فلم، جیو سټوډیو جوړ کړی و او "اکیس" هم جیو سټوډیو په هندي بازار کې خپور کړی.

په پای کې د دواړو فلمونو ګټه او تاوان همدې کمپنۍ ته ځي نو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو شخړه بې‌ معنی ده.