په افغانستان کې د واورې ښکلا او ستونزې

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو واورو شاهدان وو. دې واورو له یوې خوا بزګران او خلک خوشحاله کړي، خو له بلې خوا یې ګڼې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

نوي خپاره شوي انځورونه ښيي چې واورو د ډېرو ولایتونو ځمکه او ونې سپینې کړې او یوه ښکلې ژمنۍ منظره یې رامنځته کړې ده.

خو سره له دې، دغې سختې واورې د تګ راتګ جدي ستونزې پیدا کړې دي.

یخنۍ او واورې، په ځانګړي ډول په کابل کې، د ترانسپورتي وسایلو کمښت او د ښاریانو د تګ راتګ د محدودیت لامل شوي دي.

همدارنګه، د واورې د ورېدو له پیله له ۵۰ ساعتونو زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د سالنګ د لویې لارې په ګډون ځینې مهمې مواصلاتي لارې تړلې پاتې دي او په دې لاره کې د ایسارو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

یوه موټرچلوونکي بي‌بي‌سي ته ویلي که څه هم یو شمېر کسان ژغورل شوي، خو لا هم سلګونه مسافر، د ځینو مړو کسانو جسدونه هم پکې شامل دي، د سالنګ په لاره کې بند پاتې دي.

خو چارواکو اعلان کړی چې د کابل–هرات لویه لار، چې د افغانستان جنوب لوېدیځ کابل سره نښلوي، نن بېرته د ترافیک پر مخ پرانیستل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، تر اوسه د واورې ورېدو او له هغې سره د تړلو ستونزو له امله له ۶۱ کسان مړه شوي دي او امکان شته چې دا شمېر لا زیات شي.

په پای کې، تاسو د افغانستان په څو ولایتونو کې د وروستیو واورو د ورېدو ځینې انځورونه لیدلی شئ.