خیبر پښتونخوا؛ د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید له کبله پنځه کسان وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي دي

د خیبر پښتونخوا سویلي ديره اسماعيل خان سیمه کې د واده مراسمو پر مهال په يوه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي. په دې بريد کې د 'امن کمېټې' مشر وحيد الله چې د جګري مسېد په نامه هم مشهور و، وژل شوی دی.

د جګري مسېد په هکله ويل کېږي چې هغه پخوا د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړی پاتې شوی و او د ټي ټي پي د پخواني مشر حکيم الله مسېد له نږدې ملګرو یو شمېرل کېده، خو وروسته حکومت ته تسليم شوی و.

په دې مراسمو کې د امن کمېټې ځینو نورو غړو نور عالم، نور حسن او مصباح هم ګډون کړی و او وحيد مسېد د همدې کسانو نږدې ملګری و. نور عالم په دې بريد کې ټپي شوی دی.

واده د یوه ځايي ټیکېدار د وراره و، چې ګڼ شمېر مېلمانه وربلل شوي وو. ویل کېږي، د واده مراسمو کې ګډونوالو نڅا او اتڼونه کول، چې زوروره چاودنه وشوه.

د ځايي پوليسو په وينا دا يو ځانمرګی بريد و او د بريدګر سر هم ترلاسه شوی دی. د ضلعې پوليس افسر سجاد احمد صاحبزاده ويلي، چې په دې بريد کې درې کسان وژل شوي او اووه ټپيان شوي، چې ټول ځايي ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چاودنه د امن کمېټې د مشرانو په کور کې شوې ده.

د پوليسو يو افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، نن د 'قريشي موړ' سيمه کې د يو ټيکيدار د وراره د واده مراسم روانه وو، چې پکې ګڼ شمېر خلک موجود وو او د ده په وينا، وحيدالله مسېد، چې په جګري مسېد هم یادېده، په دې مراسیمو کې ګډون کړی و، ځانمرګی بريدګر همالته خونې ته ورننوت او په ځان پورې تړلیو باروتو ته یې چاودنه ورکړه.

د مرستندویانو رېسکيو ۱۱۲۲ نومې ادارې وياند بلال احمد فيضي وايي، د دوی ټيمونه سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل او ټپيان او مړي يې روغتون ته ولېږدول. د رېسکيو مسوولینو په وينا د وژل شویو کسانو شمېر پنځه تنه دي.

پوليس وايي چې د ويجاړې شوې خونې له خاورو، خځلو د نورو کسانو موندلو هڅې روانې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي د ډيره اسماعيل خان دا پېښه غندلې او د پوليسو له مشر (ای جي) يې راپور غوښتی دی.

اعلی وزیر ټپيانو ته د غوره طبي اسانتياوو برابرولو لارښوونه کړې او امنيتي ادارو ته يې د پېښې د سملاسي پلټنو او د مسوولينو معلومولو امر کړی دی.

د خیبر پښتونخوا ګورنر یا والي فيصل کريم کنډي هم د واده په مراسیمو کې د ځانمرګي بريد راپور غوښتی او چارواکو ته يې امر کړی چې ټپيانو ته هر ډول ممکنې طبي مرستې برابرې کړي.

نوموړي د پېښې په هکله خواشيني ښودلې او د وژل شویو کسانو له کورنيو سره يې د خواخوږۍ څرګندونه کړې.