په افغانستان کې د واورې ښکلا او ستونزې

یو سړی په سړک پوقانې خرڅوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کابل ښار

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان ګڼ ولایتونه د سختو واورو شاهدان وو. دې واورو له یوې خوا بزګران او خلک خوشحاله کړي، خو له بلې خوا یې ګڼې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

نوي خپاره شوي انځورونه ښيي چې واورو د ډېرو ولایتونو ځمکه او ونې سپینې کړې او یوه ښکلې ژمنۍ منظره یې رامنځته کړې ده.

خو سره له دې، دغې سختې واورې د تګ راتګ جدي ستونزې پیدا کړې دي.

یخنۍ او واورې، په ځانګړي ډول په کابل کې، د ترانسپورتي وسایلو کمښت او د ښاریانو د تګ راتګ د محدودیت لامل شوي دي.

همدارنګه، د واورې د ورېدو له پیله له ۵۰ ساعتونو زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د سالنګ د لویې لارې په ګډون ځینې مهمې مواصلاتي لارې تړلې پاتې دي او په دې لاره کې د ایسارو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

یو سړی د مزار شریف په یوه څنده کې لمونځ کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو سړی د مزار شریف په یوه څنده کې لمونځ کوي - د جنورۍ ۲۲مه

یوه موټرچلوونکي بي‌بي‌سي ته ویلي که څه هم یو شمېر کسان ژغورل شوي، خو لا هم سلګونه مسافر، د ځینو مړو کسانو جسدونه هم پکې شامل دي، د سالنګ په لاره کې بند پاتې دي.

خو چارواکو اعلان کړی چې د کابل–هرات لویه لار، چې د افغانستان جنوب لوېدیځ کابل سره نښلوي، نن بېرته د ترافیک پر مخ پرانیستل شوې ده.

پنجشیر ولایت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پنجشیر ولایت - د جنورۍ ۲۳مه

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، تر اوسه د واورې ورېدو او له هغې سره د تړلو ستونزو له امله له ۶۱ کسان مړه شوي دي او امکان شته چې دا شمېر لا زیات شي.

په پای کې، تاسو د افغانستان په څو ولایتونو کې د وروستیو واورو د ورېدو ځینې انځورونه لیدلی شئ.

کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کابل د یوې سړک غاړې ونې چې په واورې پوښل شوې دي او د ژمي یوه ښکلې منظره پکې ښکاري. سلواغه درېیمه
ماشومان په کابل کې له رنګه باډيوي سره د ژمي له ښکلا خوند اخلي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ماشومان په کابل کې له رنګه باډيويو سره د ژمي له ښکلا خوند اخلي
د کابل سېند ته پر سر یوه پله یو ناست ماشومان- سلواغه درېیمه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کابل سېند ته پر سر پر یوه پله یو ناست ماشومان- سلواغه درېیمه
له وېلچیر سره دغه کسان د کابل واورین سړک کې روان دي- سلواغه ۳

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په وېلچیر کې دغه کسان د کابل واورین سړک کې روان دي- سلواغه ۳
کابل کې یو سړی پر بایسکل د وچې ډوډۍ ډکې خلتې لېږدوي- سلواغه دویمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل کې یو سړی پر بایسکل د وچې ډوډۍ ډکې خلتې لېږدوي- سلواغه دویمه
بامیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بامیان
د بامیان شیبر ولسوالۍ کې موټر چلوونکي پر ټایرونو پورې ځنځیر تړي، چې افغانستان کې چاین ورته ویل کېږي- سلواغه دویمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بامیان شیبر ولسوالۍ کې موټر چلوونکي پر ټایرونو پورې ځنځیر تړي، چې افغانستان کې چاین ورته ویل کېږي- سلواغه دویمه
چمن ته څېرمه له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو کېږدۍ- سلواغه درېیمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چمن ته څېرمه له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو کېږدۍ- سلواغه درېیمه
یو سړی مزار شریف کې په واوره کې لمونځ کوي - سلواغه دویمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو سړی مزار شریف کې په واوره کې لمونځ کوي - سلواغه دویمه