د خیبر پښتونخوا او بلوچستان تودو سیمو کې له کلونو وروسته "ناڅاپي" واوره شوې

د پاکستان په لوړو سیمو کې د باران او واورې د ورېدو له راپورونو سره هم‌مهاله، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو تودو او مرطوبو سیمو کې هم سپکه واوره ورېدلې ده. دا هغه سیمې دي چې عموماً د ژمي په موسم کې پکې واوره نه ورېږي او یا هم دا پدیده له اوږدې مودې وروسته پکې لیدل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په تیرا کې د احتمالي پوځي عملیاتو له امله بې ځایه کېدونکي سلګونه کسان د سختې واورې ورېدو له کبله په لارو کې ایسار پاتې شوي، چې د خوندي ایستلو لپاره یې د ژغورنې عملیات روان دي.

دا وروستیو کې پاکستاني پوځ په تیرا کې ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د جنورۍ تر ۲۵ دې له هغو سیمو ووځي چې پوځي عملیات په کې کېدونکي دي.

دې سره ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو بې کوره شوي او لا هم خلک د وتلو په حال کې وو، چې په سیمه کې درنه واوره ورېدلې.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د مرستندویه 'ریسکیو ۱۱۲۲' مسوولینو له قوله وايي، له تېرو ۳۶ ساعتونو راهیسې د واورې ورېدو لړۍ په وقفې-وقفې سره روانه ده، سخته یخنۍ او ستونزمنې غرنۍ لارې د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

د ژغورنې ډلې مسوولین وایي، مرستندویانو تر اوسه پورې له ۱۱۰۰ څخه ډېر کسان خوندي ځایونو ته رسولي او له ۱۲۰ زیات ایسار موټرونه ایستل شوي دي.

د چارواکو په وینا په دې پراخو عملیاتو کې د خیبر ضلعې تر څنګ د پېښور، مردان، صوابۍ او نوښار سیمو له ۱۰۰ ډېر مرستندویان برخه لري.

له دې مخکې د خیبر پښتونخوا له کوز چتراله ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي و، دې سیمه کې پر یوه کور د واورې راښویېدنې له امله د یوې کورنۍ غړي تر نړېدلو چتونو او دېوالونو لاندې شوي، چې له امله یې ۹ کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

دا پېښه د چترال دروش ارندو سیمه کې رامنځته شوې ده. د کوز چترال مرستیال کمېشنر راو هاشم بي‌بي‌سي اردو څانګې ته ویلي: ''د جمعې پر ورځ له غرمې وروسته د سختې واورې ورېدو له امله د ځايي اوسېدونکي باچا ګل پر کور خورا ډېره واوره راوښویېده''.

د هغه په وینا، ''په دغه کور کې د یوې کورنۍ لس غړي وو، چې د چتونو او دېوالونو غورځېدو له امله نهه کسان مړه شوي، مړي یې رایستل شوي او یوه نجلۍ ژوندۍ ژغورل شوې ده''.

د ناورین پر مهال د مرستو او ژغورنې چارو مدیریت ادارې 'ریسکیو ۱۱۲۲' ویاند بي‌بي‌سي ته ویلي، د سختې واورې ورېدو له امله د ژغورنې په عملیاتو کې له جدي ستونزو سره مخ وو.

پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (این ډي اېم اې) د غرنیو او لوړو سیمو لپاره د واورې ښویېدنې د خطر خبرداری خپور کړی.

د اړوند چارواکو له لوري ویل شوي په لوړو او شمالي سیمو کې ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې لا نورې واورې واوري.

اړوند ادارې وايي، د ګلګت بلتستان او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په غرنیو سیمو کې د سختې واورې ورېدو احتمال شته او دغه راز د خیبر پښتونخوا په غرنیو او شمالي سیمو کې هم د واورې ورېدو له امله د یخنۍ شدت نور هم زیاتېدلای شي.