د یوه اټکل له مخې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه کسان لیک او لوست نه شي کولای

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

ملګري ملتونه او د حقونو نورې ملاتړې ټولنې وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره له لویېدونکي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخامخوي.

د بشري حقونو نړیوالې ټولنې وايي، دغه بندیز افغانې نجونې او مېرمنې له لوی رواني کړاو سره هم مخامخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو په خبره د دغه بندیز له کبله په میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې کړل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهالي او تر امر ثاني پورې دي.

نن د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ ده. رسمي شمېرې ښيي چې اوس په افغانستان کې یوازې څه باندې دوه نیم میلیونه نجونې تر شپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي.

خو د راپورونو له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ښوونځیو ته د نجونو نوملیکنه نژدې اووه میلیونه وه او دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې شپږ میلیونو ته ټېته شوې وه.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نجونو پر ثانوي او ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې د هغوی پر لوړو زدکړو تر امر ثاني پورې بندیز ولګاوه او تر دې دمه دا بندیز روان دی.

ځینې کورنۍ د خپلو لوڼو، خویندو او نورو ښځینه غړو د زده کړو لپاره ګاونډیو او ان نورو هېوادونو ته لاړې.

د ۱۶ کلنې رومان پلار محمد اجمل هم وايي که د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو لګېدلی بندیز دوام وکړي نو ښايي دی هم ورته اقدام وکړي.

۱۶ کلنه رومان وایي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت لخوا له بندیز وروسته خپلې راتلونکې ته ناهیلې شوې ده.

په افغانستان کې د رومان په څېر د هغو نجونو شمېر میلیونونو ته رسېږي چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له ثانوي او لوړو زدکړو بې برخې شوې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دغه بندیز له دوو میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي او څه باندې یو لک نورې له لوړو زدکړو پاتې کړې دي.

په داسې حال کې چې نړیوالو ادارو له دې امله د نجونو او ښځو د رواني روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې له زدکړو بې برخې شوې یو شمېر نجونې وايي وار له مخه په رواني ستونزو اخته شوې دي.

هر کال څلور سوه زره نجونې

Skip content and continue reading

End of content

په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر ثانوي او لوړ زدکړو محدودیتونه په داسې حال کې لا هم روان دي، چې د رپوټونو له مخې هر کال څه باندې څلور لکه نورې نجونې ښوونځیو کې د داخلیدو عمر ته رسېږي.

څارونکي وايي افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو د بندیزونو اغېز وار له مخه څرګند شوی او د ډېرو سیمو خلک د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، ښوونکو او نورو ښځینه کارکوونکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې پکې د نجونو او ښځو پر ثانوي او لوړو زدکړو رسمي بندیز لګول شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي هڅه کوي چې په شرعي چوکاټ کې د نجونو ثانوي او لوړو زدکړو ته زمینه برابره کړي ځکه یې تر امر ثاني پورې پرې محدودیت لګولی دی.

په همدې حال کې نړیوالې ټولنې خبرداری ورکوي چې که دا محدودیتونه روان پاتې شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به په افغانستان کې د هغو نجونو شمېر څلور میلیونو ته ورسېږي چې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو بې برخې کېږي.

نجونو ته انلاین زدکړې

په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو له بندیز وروسته یو شمېر نجونو چې کورنۍ یې وس او امکانات لري انلاین زدکړو ته مخه کړې.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د دې ترڅنګ چې انلاین زدکړې ډېرې شوې د بي‌بي‌سي په ګډون ځینو رسنیو هم پوهنیزې خپرونې پیل کړې چې تر یوه بریده ترې زدکړه کېدای شي.

په افغانستان کې د انلاین زدکړو پروګرامونه پخوا هم وو، خو کله چې د طالبانو حکومت لومړی د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او وروسته د هغوی پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه، یو شمېر نورو نجونو او ښځو هم انلاین زدکړو ته مخه وکړه. خو خلک وایي، په افغانستان کې انټرنټ دومره ښه نه دی او هر څوک نه شي کولای چې خپلو ماشومانو ته د انلاین زده کړو امکانات برابر کړي.

ځیني د انټرنیټ لوړه بیه، کمزوری انټرنیټ، د زده کړو فیس، د برېښنا او تخنیکي وسایلو نشتوالی په دې برخه کې لویې ستونزې بولي.

د زده کړو برخې فعالان وایي، انلاین زده کړې او مدرسې هېڅ کله هم د ښوونځي ځای نه شي نیولی.

په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو له محدودیتونو لګېدو وروسته بېلا بېلو نړیوالو ادارو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سواد زدکړې پروګرامونه پیل کړل.

د ملګرو ملتونو علمي کلتوري او پوهنیزه اداره یونيسکو وايي په څه باندې ۲۶۰۰ کلیو کې یې کسان روزلي چې نژدي ۶۰ زره تنکیو ځوانانو ته چې ډېره برخه یې نجونې دي لیک لوست ورزده کړي.

د ملګرو ملتونو علمي کلتوري او پوهنیزه اداره یونيسکو ځینو هغو رسنیو سره هم مالي او د روزنې برخه کې همکاري کوي چې ښوونیز پروګرامونه خپروي.

په دې لړ کې بي بي سي هم د "درس" په نامه ښوونیزه خپرونه پیل کړې چې په ویډیويي او غږیزه بڼه خپرېږي او پکې د ریاضي، انګلیسې ژبې، او نورو مضامینو ترڅنګ معلوماتي خبرونه او الهام بخښوونکي رپوټونه خپرېږي. اوس د درس خپرونې شپږم فصل پیل شوی.

ملګري ملتونه او ځینې نورې ادارې ټینګار کوي چې انلان او د رسنیو له لارې زدکړې د حضوري زدکړو بدیل نه شي کېدای، ځکه یې پرلپسې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده کړو دروازې پرانیزي.

په پکتیا کې یوه پخوانۍ ښوونکې اسما وايي اوس وخت کې انلاین زدکړې ښې دي، خو زدکوونکو ته د حضوري زدکړو هومره ګټه نه رسوي.

په افغانستان کې ۱۲ میلیونه کسان لیک او لوست نه شي کولای

اټکل دی چې په افغانستان کې دولس میلیونه وګړي چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته دي، لیک لوست نه شي کولای چې په دې کې څه باندې ۷ میلیونه ښځې دي. د افغانستان د ټولو وګړو ۳۷ سلنه لیک لوست کولای شي چې ۵۲ سلنه یې نارینه او ۲۷ سلنه یې ښځینه دي.

د یونېسکو د رپوټ له مخې، ۹۰ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر لسو کلونو دي، لوست نه شي کولای.

په ورته مهال، د هغو ماشومانو شمېر له څلورو میلیونو پورته ښودل کېږي چې اوس مهال په افغانستان کې ښوونځیو ته نه ځي او د بېلا بېلو لاملونو له امله د ښوونځیو د بدیل په توګه انلاین زدکړې هم نه شي کولی.

غبرګونونه

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د پوهنې وزارت وايي اوس مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۱۲ میلیونه هلکان او نجونې په دیني او عمومي زده کړو بوخت دي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو پوهنیز، کلتوري او علمي ادارې یونیسکو او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف په افغانستان کې د ټولو نجونو او هلکانو لپاره په بیړني ډول د زده کړو د حق خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

دې ادارو د زدکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي د افغانستان راتلونکې دې پورې اړه لري چې هېڅ جلکۍ او هلک په هېڅ پړاو کې له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

د دې ادارو په وینا، زدکړې د هر انسان بنسټیز حق دی.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي د هغو افغانانو ملاتړ کوي چې د نجونو زدکړې حتمي بولي.

نوموړي زیاته کړې ده چې بریتانیا د طالبانو له حکومته غواړي چې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي ځکه لوستي نجونې د افغانستان په ګټه دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپورتر ریچارډ بینټ هم ویلي چې طالبانو میلیونونه ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړي، چې دې کار نه یوازې د دې نجونو او ښځو پر ژوند اغېزه کړې بلکې د افغانستان پر راتلونکې هم تأثیر لري.