تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

هرات کې د ښځو لاریون؛ "زدکړې زموږ حق دی"

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې لسګونه ښځو د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو پر ضد لاریون کړی. طالبانو د اوبشیندو په وسیلې دغه لاریونونه تیت او پرک کړل. لاریون والو شعارونه ورکول "قران ته وګورئ، له ښځو د زده کړو حق مه اخلئ" د هرات پوهنتون یوې استادې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "ښار پوځي بڼه غوره کړې او هر ځای نظامي کسان لېدل کېږي." په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ښار زیاتره واټونه تش او د هرات پوهنتون ته غځېدلې لارې تړل شوي دي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې مخکېنۍ مشره د فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي

    د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې مخکېنۍ کپتانه خالده پوپل وايي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي. د اغلې پوپل په وینا، فیفا د فوټبال ښځينه افغان لوبغاړو په اړه بې پروايي کوي او د دوی غږ نه اوري.

    خالدې پوپل تازه له بي بي سي سره په مرکه کې دا څرګندونې کړې دي او له افغان نجونو یې غوښتي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره سره یو موټی شي.

    د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې دا مخکېنۍ مشره وايي، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل او دا لوبډله له هېواده ووتله نو هڅه یې وکړه چې تر فیفا خپل غږ او غوښتنې ورسوي.

    خو په خبره یې، دغه بنسټ بې پروايي وکړه او د دوی لپاره یې هېڅ کار ونه کړ.

    دې دغه نړیوال فدراسیون تورن کړی چې ګواکې افغانستان کې طالبان واکمن دي خو دوی لا هم هلته د فوټبال فدراسیون ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

    د خالدې پوپل په ټکو، "فیفا د بشري حقونو ضد ګام اخیستی" ځکه چې د نجونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه اوس پر افغان نارینه لوبغاړو لګېږي.

    اغلې پوپل زیاتوي چې د فیفا د دې "بې پروایۍ" په مقابل کې یې د افغان ښځينه فوټبال ملي لوبډلې لپاره کمپاین پيل کړی دی او د نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم ورسره ملګرې شوې ده.

    ملالې یوسفزۍ د خالدې پوپل او د هغې د خورلڼو لوبغاړو دا ګام ستایلی او له فیفا یې غوښتي چې د افغان نجونو لوبډله په رسمیت وپېژني.

    ملالې یوسفزۍ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "طالبان لګیا دي افغان ښځې له عام ژونده بې برخې کوي. اوس د فیفا لپاره ښه وخت دی چې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډله په رسيمت وپېژني"

    ملالې یوسفزۍ همدا راز ویلي چې له دې سره دې فیفا نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې ښځې باید کار وکړي، ټولګیو ته لاړې شي او د فوټبال لوبغالي کې ولوبېږي.

    هغه حقونه چې د طالبانو حکومت افغان ښځې ترې بې برخې کړې دي.

  2. وروستی, خلیل الرحمان حقاني: د پاکستان سېند ایالت کې د افغان زندانیانو جریمه پرې کوو

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، که د پاکستان په سېند ایالت کې افغانان د جریمې له کبله بندیان وي نو د دوی حکومت به یې جریمه پرې کړي.

    د افغانستان ملي راډيو تلویون د رپوټ له مخې، خلیل الرحمان حقاني په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اتشې ته سپارښتنه کړې چې سېند ایالت کې د افغان زندانیانو وضعیت و ارزوي او "که هلته افغان زندانیان د نغدي جریمې له کبله بندیان وي نو جریمه دې یې ادا او د خلاصون زمینه دې ورته برابره کړای شي."

    ښاغلی حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې لا هم ګڼ افغانان په کراچۍ کې بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

    د رپوټونو له مخې،هلتهد نیول شویو۳۲۵افغان ماشومانو له ډلې اوس یوازې۶۹ماشومانو د خوشې کېدو امر شوی دی.

    په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار په وينا، "ټول۴۰۵کسان خوشي کېږي چې په هغو کې۶۹ماشومان،۶۳ښځې او پاتې نور نارينه دي."

    داسې رپوټونه هم وو چې له بندیانو په بېلا بېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي.

    خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځان خلاصون لپاره چا ته پیسې ورنه کړي.

    اسلام اباد کې د طالبانو سفارتویلی، د پاکستان په کراچۍ کې د بندي افغانانو هېواد ته د بېرته لېږد ټول لګښتونه دوی پرغاړه اخیستي دي.

  3. وروستی, د ۱۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه؛ د طالبانو پرېکړې د میلیونونو افغانانو ژوند خطر سره مخ کړی, د ۱۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه؛ د طالبانو پرېکړې د میلیونونو افغانانو ژوند خطر سره مخ کړی

    د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویتزلنډ، نیدرلنډز، بریتانیا او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو او همدا راز د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په کورنیو او نړیوالو نادولتي ادارو کې د ښځو د کار پر بندېدو 'ژوره اندېښنه' ښودلې ده.

    دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي‌ چې د طالبانو دا "بې پروا او خطرناک" امر هغه میلیونونه افغانان له ګواښ سره مخامخوي چې د ژوند د دوام لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.

    د دوی په خبرپاڼه کې راغلي‌ چې "ښځې د بشردوستانهمرستو رسولواو بنسټیزو عملیاتو کېد پام وړ او مهمرول لري، نو که دوی په افغانستان کې د مرستوپهرسولو کې برخهوا نه خلي، نادولتي موسسې به ونه شي کړای چې د هېواد تر ټولو زیان منونکو خلکو ته خوراکي توکي، درمل، ژمني او هغه نوروسایل ورسوياوخدمات وړاندې کړي چې د ژوندددوام لپاره اړتیا ورته لري."

    له افغانستان سره بشردوستانه مرستو کې د دغو۱۲ښکېلو هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو له لوري پر ښځينه کارکوونکو د بندیز دغه اقدام به "د نړیوالو سازمانونو لخوا چمتو شوې بشردوستانه مرستې هم اغېزمنې کړي، ځکه چې نړیوال سازمانونه د دغو توکو او خدماتو وړاندې کولو لپارهغیردولتي موسسې کاروي."

    "د ښځو حقونو ته درناوی وکړئ"

    په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې طالبانو همدا راز "د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د خیر ښېګڼې، حقونو او ازادیو ته سپکاوي، او نړیوالې ټولنې سره عادي‌ اړیکو ته د لیوالتیا نه ښودلو ته دوام ورکړی دی."

    دوی ویلي "موږ کار،‌ ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د ورګرځېدو او د بشردوستانه مرستو او بنسټیزو اړتیاو تامین کې د ښځو د نقش دوام لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ کوو او له طالبانو غواړو چې د افغانستان د ښځو او نجونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی ولري."

    د طالبانو حکومت د روانې میاشتې پر ۲۳مه افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د دوی تر "امر ثاني" دې د خپلو ټولوښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي.

    د طالبانو حکومت څو ورځې وړاندې افغانستان کې د نجونو لوړې زدکړې هم تر خپل بل امره وځنډولې. واک د رسېدو له پیل راهیسې یې په زیاتره دولتي ادارو کې هم کارکوونکې مېرمنې په کور کېنولې دي او د کار اجازه نه ورکوي.

    همدا راز، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا د روان ښوونیز کال له پیله تړلي دي.

    دا پرېکړې د دې لامل شوې چې د طالبانو پر حکومت په کور دننه او له بهره نیوکې ډېرې شي.

    خو طالبان وايي د "شریعت او افغاني‌ دود" په چوکاټ کې د ښځو له کار او د نجونو له زدکړو سره ستونزه نه لري‌ او ګواکې د یوه "مناسب چاپېریال" جوړېدو لپاره یې کار کوي.‌

    د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو،‌ د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو ادارو او هېوادونو هم د ښځو په تړاو د طالبانو پر وروستیو اقداماتو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي.‌

    په دې لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به بشردوستانه فعالیتونه اغېزمن کړي.‌

  4. وروستی, د ۱۲ هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه؛ د طالبانو پرېکړې د میلیونونو افغانانو ژوند خطر سره مخ کړی

    د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویتزلنډ، نیدرلنډز، بریتانیا او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو او همدا راز د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په کورنیو او نړیوالو نادولتي ادارو کې د ښځو د کار پر بندېدو 'ژوره اندېښنه' ښودلې ده.

    دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي‌ چې د طالبانو دا "بې پروا او خطرناک" امر هغه میلیونونه افغانان له ګواښ سره مخامخوي چې د ژوند د دوام لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.

  5. د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي د طالبانو لخوا افغانستان کې پر ښځینه پوهنتونونو بندیز "ډېر خواشینونکی دی" خو د "حیرانۍ خبره " نه ده. ملاله وايي د کلونو په اوږدو کې رامنځته شوی بدلون، د نړۍ او نړیوالو تر سترګو لاندې له منځه ځي او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې ځواب ووايي.

  6. کندهار کې د طالبانو مشر سره د یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني کتنه

    چارسمبالي وزیران کندهار ته رسېدلي چې پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره خبرې وکړي.

    د دغو سرچینو په وینا، دواړو وزیرانو نن "شنبه" په کندهار کې د طالبانو له والي محمد یوسف وفا سره کتلي دي. ښاغلی وفا د طالبانو مشر ته له نژدې کسانو بلل کېږي.

    محمد یوسف وفا ته د یوې نژدې سرچینې په وینا، کله چې له کابل او نورو ولایتونو چارواکي او ولسي خلک د طالبانو له مشر سره د کتنې لپاره کندهار ته ولاړ شي، "ډېری وخت لومړی د کندهار والي سره ګوري او بیا یې مشرتابه سره د کتنې لپاره همغږي کېږي."

    وروسته له هغه چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په پوهنتونونو کې د ښځو زدکړې وځنډولې، د طالبانو په حکومت کې دننه د ځینو لوړ پوړو چارواکو له دغه ګام سره د ناخوښۍ رپوټونه هم شته.

    خو وايي په طالب غورځنګ کې د یوه موټیتوب ساتلو او درز مخنیوي لپاره دغه مخالفتونه نه ډاګیزه کېږي.

    د یوې سرچینې په وینا چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په څېر ځینې مهمې څېرې پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو له بندیز سره مخالف دي، خو په ښکاره له څه ویلو ډډه کوي.

    په کندهار کې یوه بله سرچینه بیا وايي،"دغه دواړه وزیران په مشخص ډول د نجونو په زدکړو د بحث لپاره نه دي راغوښتل شوي، خو پر دغې موضوع به حتما خبرې کېږي."

  7. طالبانو په ټولو کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی

    په افغانستان کې د طالبانو اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو ته په یوه مکتوب کې ویلي چې د ټولو ښځینه کارکوونکو دندې تر "دویم امر" پورې وځنډوي.

    د یاد وزارت وياند عبدالرحمان حبيب بي بي سي ته هم د دغه مکتوب پخلی کړی دی.

    د اقتصاد وزارت په مکتوب کې ليکلي "په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار په تړاو د اسلامي حجاب او نورو قوانینو او مقرراتو د نه پلي کېدو په اړه جدي شکایتونه شوي دي."

    د طالبانو اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې د مکتوب د نه پلي کېدو او د ځنډ په صورت کې به د اقتصاد وزارت له خوا د دغو بنسټونو "جوازونه لغوه شي"

    په افغانستان کې چې اقتصاد یې له لویه سره په بهرنیو مرستو ولاړ دی، اوس ډېرې بهرنۍ مرستې د موسسو او شخصي اېن جیوګانو له لوري لګول کېږي.

    وېره دا ده چې که ښځينه کارکوونکې په موسسو کې د کار اجازه ونه لري، ښايي د مرستو د وېش بهیر ډېر اغېز وکړي.

    ملګرو ملتونو دا څه موده وړاندې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې وه چې "ښځینه کارکوونکې دې نه ځوروي."

    یوناما ویلي وو، دا دې وروستیو کې د طالب چارواکو له خوا د دوی له ښځینه کارکوونکو سره د بد چلن پېښې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه په دې اړه جدي اندېښنه لري.

  8. هرات کې لاريون: له ښځو د زدکړو حق مه اخلئ

    د افغانستان په لوېدیځ هرات کې لسګونه ښځو د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو پر ضد لاریون کړی. په ويډیوګانو کې لېدل کېږي چې طالبان د نجونو خورولو لپاره پر هغوی اوبه شيندي. لاریونیانو شعارونه ورکول "قران ته وګورئ، له ښځو د زدکړو حق مه اخلئ"

  9. حامد کرزی؛ باور لرم د دې خاورې بچیان به د زدکړو مشروع حق تر لاسه کړي

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه د الازهر، اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو هېوادونو له "پرېکنده دریځه مننه" کوي.

    د ګڼو هېوادونو په ګډون دغو بنسټونو د طالبانو پرېکړه غندلې او هغه یې "غیر اسلامي او ناانساني" بللې ده.

    ښاغلي کرزي پر ټوېټر لیکلي، دی ډاډ دی چې "د دغې لرغونې خاورې بچیان به زدکړو ته د لاسرسي مشروع حق ترلاسه کړي."

  10. ملاله یوسفزۍ، د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځینه محصلینو بندیز "ځپونکی دی"

    د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د زدکړو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځینه محصلینو بندیز "ځپونکی دی" خو "حیرانه" نه ده.

    هغې ویلي د نړۍ د سترګو پر وړاندې د کلونو لاس ته راوړنې له منځه ځي او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې په اړه یې غبرګون وښيي.

    نوموړې وايي، له هغې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان د ښځو لپاره "حالت بدتر شوی" او په وینا یې ښځې له ټولنیز ژوند په ورکېدو دي.

    اغلې یوسفزۍ له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې وویل "موږ د نړۍ له مشرانو د غبرګون غوښتنه کوو، دوی باید دا موضوع جدي وګڼي، ځکه موږ تل ویره درلوده چې حالت به نور هم خراب شي او دا هغه څه دي چې اوس د ښځو لپاره حالت بدتره کیږي. دا د دوو لسیزو پرمختګ دی چې په افغانستان کې ښځې د هغې لپاره مبارزه کوي."

  11. هرات کې د ښځو لاریون؛ "زدکړې زموږ حق دی"

    د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې لسګونه ښځو د طالبانو حکومت له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو پر ضد لاریون کړی.

    طالبانو د اوبشیندو په وسیلې دغه لاریونوال تیت او پرک کړل.

    لاریون والو شعارونه ورکول "قران ته وګورئ، له ښځو د زده کړو حق مه اخلئ"

    په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ښار زیاتره واټونه تش او د هرات پوهنتون ته غځېدلې لارې تړل شوي دي.

    د هرات پوهنتون یوې استادې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، "ښار پوځي بڼه غوره کړې او هرځای نظامي کسان لېدل کېږي."

    د دغې استادې په وینا، هرات پوهنتون تړلی او څوک نه ور پرېښودل کېږي.

    د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې "که ځايي چارواکو سره له همغږۍ پرته لاریونه وشي"، مخه یې نیول کېږي، خو ټینګار کوي چې له "زور زیاتي" کار نه اخیستل کېږي.

    خو د هرات په لاریون کې لېدل کېږي چې د مخنیوي لپاره یې پر لاریونیانو اوبه شيندل کېږي.

    وړاندې تر دې په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې هم نجونو د زده کړو حق ترلاسه کولو لپاره لاریونونه کړي وو چې د راپورونو له مخې یو شمېر اعتراض کوونکې نیول شوې هم دي.

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ د هغو کسانو 'سملاسي' خوشي کولو غوښتنه کړې، چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو پر ضد د احتجاج له کبله نیول شوي دي.

  12. د ملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړی رپورټر: په کابل، تخار او ننګرهار کې د احتجاجیانو نیولو او ځورولو رپوټونه خواشینونکي دي

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ د هغو کسانو 'سملاسي' خوشي کولو غوښتنه کړې، چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو پر ضد د احتجاج له کبله نیول شوي دي.

    ښاغلي بېنېټ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي: ''داسې خواشینونکي رپوټونه خپاره شوي، چې په کابل، ننګرهار او تخار کې ښځینه احتجاج کوونکې او خبریالان وهل ټکول شوي او نیول شوي دي.''

    نوموړی زیاتوي: ''د بیان له ازادۍ او غونډو انکار د بشري حقونو کړکېچ د زیاتوالي لامل کېږي. زه د ټولو نیول شویو کسانو خوشي کېدو او د ټولو لپاره د زدکړو بهیر بیا پیلولو غوښتنه کوم.

    د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له هغې پرېکړې وروسته چې تر امر ثاني پورې یې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او تعلیمي موسسو دروازې وتړلې، په کابل، ننګرهار او ځینو نورو افغان ښارونو کې ځینو محصلینو احتجاجي مظاهرې وکړې.

    پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه هم خپاره شوي چې ښيي د طالبانو امنیتي کسان له دې مظاهره کوونکو سره سخت چلن کوي.

  13. د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره شپه وویل چې د ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیز به افغان ښځو ته یو تیاره او پرته له فرصته راتلونکی ورپه برخه کړی.ده وویل طالبان که له دې کړنو لاس په سر نه شي نو له نړۍ او هېوادونو سره به ورته د اړیکو جوړول ناشونې وي.

  14. جرمني کې د ښځو حقونو افغانه فعاله نرګس مومند حسنزۍ په دې خبرې کوي چې افغانستان کې د نجونو او ښځو پرزدکړو بنديز په تړاو بېلابېلو ښارونو او هېوادونو کې احتجاجونه، نیوکې او غوصه به څه اغېز ولري؟

  15. د طالبانو له پرېکړې سره د حکمتیار مخالفت: د هلکانو او نجونو تعلیم هېڅ عقلي او شرعي توپیر نه لري

    افغانستان کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز "پایلې" د هېواد لپاره "ډېرې زیانمنې او نه جبرانېدونکې" دي.

    ښاغلي حکمتیار دغه غبرګون د جمعې د لمانځه په خطبه کې د خپلو پلویانو په منځ کې څرګند کړ او زیاته یې کړه چې "د طالبانو دغه پرېکړه د ځوان نسل او د دې هېواد د راتلونکي وارثانو ضایع کول بولم. یو نسل وکېږي او استعدادونه یې ضایع کېږي."

    ښاغلي حکمتيار چې اوس په کابل کې دی، تر دې مخکې هم د طالبانوپر پرېکړو نیوکې کړې دي.

    نوموړي زیاته کړه، "د هلکانو او نجونو په زدکړه کې هېڅ عقلي او شرعي توپیر نشته او که په ټولنه کې امنیتي او اخلاقي ګواښونه موجود وي، د دواړو لپاره یو شان دی."

    ښاغلي حکمتیار د هلکانو او نجونو لپاره د "خوندي" تعلیمي چاپیریال د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

  16. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند: موږ په افغانستان کې د ښځو د تعلیم ملاتړ کوو

    د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریندام باګچي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په اړه "اندېښنه" ښودلې او وايي "هند تل په افغانستان کې د ښځو د زده کړو ملاتړ کړی دی."

    د هندي رسنیو له مخې ښاغلي باګچي زیاته کړې، "موږ د یوه ټول ګډوني حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کوو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري او د لوړو زدکړو تر څنګ د ښځو او نجونو مساوي حقونه په ټولو برخو کې تضمین کړي."

    باګچي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک تهاشاره کړې چې "د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي او د ښځو د بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون غوښتنه کوي."

  17. د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ګورډن برون: د طالبانو مشر د بدلون لاره تړلې

    د بريتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن برون په ګارډين ورځپاڼه کې خپره شوې يوه مقاله کې ليکلي چې د "طالبانو مشر بدلون ته لاره تړلې ده"او د ده په وينا اسلامي نړۍ بايد نوموړي ته قناعت ورکړي چې د اسلام له پلوه د نجونو تعليم مهم دی.

    ښاغلي برون ليکلي، "موږ پوهېږو چې دغه ګڼ بنديزونه په کندهار کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده پرېکړه ده"چې چارواکو او قوماندانانو يې په وروستۍ غونډه کې پر دغو بنديزونو ټينګار کړی دی.

    ښاغلي برون زياته کړې، "اوس نړۍ نشي کولی په دې هيله چې دا بنديزونه لنډمهالي دي چوپه خوله پاتې شي، د دې وخت رارسېدلی چې طالبان په دې پوه شي چې د نجونو زدکړه په اسلام کې مهمه ده او هغه هېوادونه چې د اسلامي احکامو پيروي کوي په دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي."

    ګورډن براون چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالو زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، په خپله مقاله کې ویلي،اندونیزیا چې تر ټولو زیات نفوس لرونکی اسلامي هېواد دی، په پوهنتونونو کېيېد نجونو د زده کړې کلک هوډ لري.

    ښاغلي براون زیاته کړه چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې د ښځینه زده کوونکو شمېر تر ۳،۵میلیونو او د ښځو د سواد کچه دوه برابره شوې وه.

  18. افغانستان کې له زدکړو د ښځو منع کولو ته غبرګونونه؛ تر اوسه د پوهنتون "شپېتو استادانو" استعفا کړې

    په افغانستان کې د طالبانو له لوري له لوړو زدکړو د ښځينه زدکوونکو د منع کولو پرېکړې په اعتراض کې تر اوس د هېواد بېلا بېلو پوهنتونونو شپېتو استادانو استعفا کړې ده.

    د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ چې له لومړنیو استعفا ورکوونکو دی، تېره ورځ یې په دې اړه ټوېټر کې د ۵۹استادانو نوملړ خپور کړی دی.

    دغو استادانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځينه زدکوونکو ملاتړ وکړي.

    ښاغلي وردګ بي بي سي ته ویل چې د کومې غونډې اجازه نه ورکول کېږي نو ځکه دوی ټولو "د خواله رسنیو له لارې د خپله استعفا اعلان کړې او د ټولو د استعفالیک سکرین شاټ مو له ځانه سره ساتلی دی."

    ځینو دغو استادانو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، له استعفاګانو وروسته د طالب چارواکو له خوا ګواښل شوي دي.

    د پوهنتون یوه استاد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته ادعا وکړه چې "طالب چارواکو ډبولی دی" او پر فیسبوک یې لیکلې استعفا بیرته پرې پاکه کړې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې د پوهنتون ګڼ استادان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتل او له کبله یې د دغه هېواد ډېری پوهنتونونه د علمي کادرونو له کمښت سره مخ شول.

  19. جي اووه سازمان: په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو حکومت چلند ښايي ''بشرضد جنایت'' وګڼل شي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو او ښځو پر لوړو زدکړو وروستي محدودیت ته د غبرګونونو لړۍ لا هم روانه ده.

    تازه د ۷ سترو صنعتي هېوادونو ټولنې"جي اووه" د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، له ښځو سره د طالبانو چال چلند ښايي''بشر ضد جنایت''وګڼل شي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي پوهنتونونو ته د ښځینه وو د نه تګ پرېکړه دې بېرته واخلي.

    د بریتانیا، کاناډا، ایټالیې، فرانسې، جرمني، جاپان او متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون پرلیکه خبرو اترو وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي: " د طالبانو سیاستونه چې له عامه ژوندانه د ښځو د محوه کولو لپاره طرحه شوي، له طالبانو سره به زموږ د هېوادونو د ښکېلتیا پر څرنګوالي اغېز وکړي."

    طالبان چې پر افغانستان یې له واکمنۍ ۱۶ میاشتې اوړي، د دوهم ځل واک تر لاسه کولو پر مهال یې په حکومتي کچه د نرم دریځ ژمنه کړې وه، خو روانه اونۍ یې له پوهنتونونو د ښځو او نجونو د راګرځولو پرېکړې یې په کور دننه او همدارنګه په نړیواله کچه غوسه پارولې ده.

  20. د مصر الازهر پوهنتون شیخ د طالبانو حکومت لخوا د ښځینه وو پر لوړو زدکړو د بندیز پر پرېکړه خواشیني ښوولې

    په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته غبرګونونو په لړ کې د مصر د الازهر پوهنتون شیخ احمد الطیب د طالبانو د حکومت له خوا د ښځینه وو پر لوړو زدکړو د بندیز پرېکړه باندې خواشیني ښودلې او هغه یې له اسلام سره په ټکر ګڼلې ده.

    دغه پوهنتون پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اوږده اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه چې د مسلمانانو او نامسلمانانو ضمیرونو ته یې ټکان ور کړی، باید له هیڅ مسلمان څخه صادره شوې نه وای.

    د الازهر پوهنتون شیخ د نړۍ مسلمانانو او نا مسلمانانو وګړو ته خبرداری ور کړی،دا ګومان ونه کړي چې له لوړو زدکړو څخه د نجونو راګرځول اسلامي لارښوونه ده، بلکې اسلام له دغه ډول کړنو څخه سخت انکار کړی دی.