تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جي اووه سازمان: په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو حکومت چلند ښايي ''بشرضد جنایت'' وګڼل شي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو او ښځو پر لوړو زدکړو وروستي محدودیت ته د غبرګونونو لړۍ لا هم روانه ده.
تازه د ۷ سترو صنعتي هېوادونو ټولنې"جي اووه" د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، له ښځو سره د طالبانو چال چلند ښايي ''بشر ضد جنایت '' وګڼل شي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي پوهنتونونو ته د ښځینه وو د نه تګ پرېکړه دې بېرته واخلي.
د بریتانیا، کاناډا، ایټالیې، فرانسې، جرمني، جاپان او متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون پرلیکه خبرو اترو وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي: " د طالبانو سیاستونه چې له عامه ژوندانه د ښځو د محوه کولو لپاره طرحه شوي، له طالبانو سره به زموږ د هېوادونو د ښکېلتیا پر څرنګوالي اغېز وکړي."
طالبان چې پر افغانستان یې له واکمنۍ ۱۶ میاشتې اوړي، د دوهم ځل واک تر لاسه کولو پر مهال یې په حکومتي کچه د نرم دریځ ژمنه کړې وه، خو روانه اونۍ یې له پوهنتونونو د ښځو او نجونو د راګرځولو پرېکړې یې په کور دننه او همدارنګه په نړیواله کچه غوسه پارولې ده.
دوی تر دې وړاندې په تېره مارچ میاشت کې هم نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو څخه را وګرځولې.
د جي اووه سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو حکومت څخه په زغرده غوښتي د ښځینه وو د زدکړو په تړاو دې خپلې دواړه پرېکړې سملاسي بېرته واخلي.
جي اووه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پخپله اعلامیه کې زیاته کړې: "د روم د تړون پر بنسټ، چې افغانستان یې هم غړی دی، جنسیتي ځورونه د بشریت ضد جنایت بلل کېږي."
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېرباک، چې هېواد یې د سږنۍ جي اوه دوراني پرلیکه غونډې کوربه و، ویلي، پوهنتون ته د ښځینه وو پر تګ بندیز "د ډبرو زمانې پر لور شاتګ دی."
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په واشنګټن کې د کال وروستي خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال خبرداری ور کړی که طالبان د افغان نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونو د دروازو تړلو پرېکړه لغوه نه کړي، بیه به یې پرې کړي.
له بل لوري په کور دننه افغانستان کې هم ګڼو سیاسي ګوندونو د طالبانو یاده پرېکړه ناسمه بللې او د پوهنتونونو د بېرته پرانیستو غوښتنه یې کړې ده.