وروستی, د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې مخکېنۍ مشره د فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې مخکېنۍ کپتانه خالده پوپل وايي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي. د اغلې پوپل په وینا، فیفا د فوټبال ښځينه افغان لوبغاړو په اړه بې پروايي کوي او د دوی غږ نه اوري.
خالدې پوپل تازه له بي بي سي سره په مرکه کې دا څرګندونې کړې دي او له افغان نجونو یې غوښتي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره سره یو موټی شي.
د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې دا مخکېنۍ مشره وايي، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل او دا لوبډله له هېواده ووتله نو هڅه یې وکړه چې تر فیفا خپل غږ او غوښتنې ورسوي.
خو په خبره یې، دغه بنسټ بې پروايي وکړه او د دوی لپاره یې هېڅ کار ونه کړ.
دې دغه نړیوال فدراسیون تورن کړی چې ګواکې افغانستان کې طالبان واکمن دي خو دوی لا هم هلته د فوټبال فدراسیون ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د خالدې پوپل په ټکو، "فیفا د بشري حقونو ضد ګام اخیستی" ځکه چې د نجونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه اوس پر افغان نارینه لوبغاړو لګېږي.
اغلې پوپل زیاتوي چې د فیفا د دې "بې پروایۍ" په مقابل کې یې د افغان ښځينه فوټبال ملي لوبډلې لپاره کمپاین پيل کړی دی او د نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم ورسره ملګرې شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ملالې یوسفزۍ د خالدې پوپل او د هغې د خورلڼو لوبغاړو دا ګام ستایلی او له فیفا یې غوښتي چې د افغان نجونو لوبډله په رسمیت وپېژني.
ملالې یوسفزۍ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "طالبان لګیا دي افغان ښځې له عام ژونده بې برخې کوي. اوس د فیفا لپاره ښه وخت دی چې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډله په رسيمت وپېژني"
ملالې یوسفزۍ همدا راز ویلي چې له دې سره دې فیفا نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې ښځې باید کار وکړي، ټولګیو ته لاړې شي او د فوټبال لوبغالي کې ولوبېږي.
هغه حقونه چې د طالبانو حکومت افغان ښځې ترې بې برخې کړې دي.














