افغانستان
کې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د بندیز له دوام سره
لسګونو افغان نجونو د یوه پروګرام له مخې روانډا کې زدکړو ته مخه کړې ده.
دا
پورګرام له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د افغانستان مشرتابه ښوونځي (سوله) او د
کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) لخوا په شریکه پر مخ وړل کېږي.
دوی تېر
کال د یوې لاسلیک کړې هوکړې له مخې له هغو افغان نجونو سره چې په دغه ښوونځي کې یې
د شاملېدو غوښتنه منل کېږي، مرسته کوي چې ثانوي زدکړو لپاره له درېیمو هېوادونو
روانډا ته ولاړې شي.
ایاواېم
نن جمعه (د جون ۱۴مه) افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونوښوونځیو د تړل کېدو
د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې
له ۴۰ ډېرو افغان نجونو په روانډا کې زدکړو ته دوام ورکړی دی.
په دغه
هېواد کې د ایاواېم مشرې اش کارل ویلي "د دغو نجونو سفر د هیلو داسې څرک دی
چې ښيي، که سم ملاتړ وشي، نو د ځوانانو زدکړه په ډېرو ننګونو شرایطو کې هم وده کولی
شي."
د افغانستان
د مشرتابه ښوونځي یوه بنسټګره شبانه بسیج راسخ بیا وايي چې دغه ښوونځي "په
افغانستان کې نجونو لپاره د ناخوالو او له زدکړو د محرومیت پر وړاندې د هیلو او زده
کولو یو مرکز دی."
هغه پر
افغان نجونو او مېرمنو د پانګونې پر اهمیت له ټینګار سره زیاتوي "موږ یوازې د
ظلم د روایت مقابله نه کوو، [بلکې] له هرې نجونې سره یې چې زدکړه کوي، مشري کوي او
د یوه سوله ییز افغانستان خوب ویني، له سره لیکو."
د زدکړو
لپاره دا سفر او له کورنیو بېلتون ښايي ځینو ته له رواني او عاطفي اړخه ډېر اسان
هم نه وي.
د افغانستان
د مشرتابه ښوونځي (سوله) واک ته د طالبانو له راګرځېدو مخکې په افغانستان کې
پرانیستی و.
په
افغانستان کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو د بندیزو له دوام سره په دغه ښوونځي
کې د شمولیت غوښتنې هم په ډېرېدو دي.
د ایاواېم
اعلامیه وايي چې تر اوسه له ۲۰۰۰ ډېرو نجونو ورسره د ۲۰۲۴ کال ټولګي لپاره نوم
لیکنه کړې ده.
دغه
سازمان همدا راز کډوالۍ لپاره د منظمو لارو د ملاتړ ژمنتیا ښودلې او ویلي یې دي چې
سوله سره په ګډه افغان نجونو لپاره د ښوونیزو فرصتونو رامنځته کولو ته هم ژمن دی.