له شپږم پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز؛ ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له راګرځېدو راهیسې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې. دوی وايي دا پرېکړه دایمي نه ده،‌ خو د ۱۰۰۰ ورځو له تېرېدو سره سره په دې برخه کې د پرمختګ هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.‌

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د نجونو پر ثانوي تعلیم د بندیز تر شا منطق او دلایل څه دي؟, د نجونو پر ثانوي تعلیم د بندیز تر شا منطق او دلایل څه دي؟

    طالبان وايي افغان ولس دې د منځني ښوونځیو بېرته پرانیستو لپاره تر ثاني امر صبر وکړي خو زر ورځې وشوې او د ثاني امر درک نه شته. خو ولې؟ د نجونو پر ثانوي تعلیم د بندیز تر شا منطق او دلایل څه دي؟ امان الله عطا له افغان طالبانو، او افغان کلتور سره اشنا شنونکو سره خبرې کړې دي:

    د ویډیو تشریح، د نجونو پر ثانوي تعلیم د بندیز تر شا منطق او دلایل څه دي؟
  2. وروستی, د نجونو پر زدکړو د دیني عالمانو نظرونه, د نجونو پر زدکړو د دیني عالمانو نظرونه

    د ویډیو تشریح، د نجونو پر زدکړو بندیز په اړه د دیني عالمانو نظرونه

    د طالبانو حکومت چې ادعا لري هر څه یې د اسلامي شریعت پر بنسټ روان دي، د نجونو د زدکړو ځنډول یې هم په لومړیو کې د شرعي چاپیریال د جوړولو لپاره یادول. خو د طالب مفتیان په ګډون اکثریت افغانان پر دې باور دي چې اسلام كې هیڅ ځای پر تعلیم د بندیز حکم نشته او دا چې چاپیریال جوړول د واکمنو دنده ده.

    سید عبدالله نظامي پرې له دیني عالمانو سره خبرې کړي.

  3. مصور: ۱۰۰۰ ورځې کېږي‌ چې افغانې نجونې له خپل انساني او شرعي حق محرومې دي

    مصور بنسټ چې په افغانستان کې د ماشومانو زدکړې او ادب برخه کې فعالیت کوي، د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځو له پوره کېدو سره د دغو ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنې لپاره د "اقراء" په نوم کمپاین پیل کړی دی.‌

    دغه بنسټ پر خپله اېکس خواله رسنۍ لیکلي "زر ورځې پوره کېږي چې افغانې نجونې له خپلې انساني او شرعي حق چې تعلیم دی محرومې دي."

    مصور یو غیرانتفاعي بنسټ دی او له ۲۰۰۷ کال راهیسې فعالیت کوي.

    دغه بنسټ مسوولانو له خلکو غوښتي چې د نجونو د زدکړو حق لپاره د دوی غږ بدرګه کړي.‌

    اقراء

    د عکس سرچینه، ShafiqaKhplwak

  4. کرېسټینا لام: شرمېږم چې افغان نجونې پر کور کینول شوې او نړۍ تماشه کوي

    لام

    د عکس سرچینه، Getty Images

    لیکوالې، ژورنالیستې او د ملګرو ملتونو د زدکړو کمپاینرې کرېسټیان لام ویلي،‌ داسې یو هېواد شته چې سړي یې له قلموالو ښځو دومره ډارېږي چې له ۱۰۰۰ ډېرې ورځې یې ښوونځیو ته له تګ راګرځولې دي.

    نوموړې ویلي، "تصور وکړئ که چېرې ستاسې لور یا خور ۱۰۰۰ ورځې ښوونځي ته له تګ راوګرځول شي."

    هغې زیاته کړې، پر دې شرمېږي چې افغان نجونې پر کور کینول شوې او نړۍ یې تماشه کوي.‌

    اغلې لام وایي په ګډه باید د نجونو زدکړو لپاره غږ پورته کړو.

  5. ریچارډ‌ بېنېټ: ټول باید د افغان نجونو د زدکړو حق لپاره په ګډه کار وکړو

    ریچارډ بېنېټ

    د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    د عکس تشریح، ریچارډ بېنېټ

    افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ وايي، ټول باید په ګډه د افغان نجونو د زدکړو د حق دفاع وکړي.

    هغه د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په مناسبت ویلي، "موږ ټول باید په ګډه افغانستان کې د هرې یوې نجلې د زدکړو د حق پلویتوب وکړو.‌"

    ښاغلې بېنېټ زیاته کړې "زدکړې یوازې داسې بشري حق نه دی چې انتظار ورته نشي کولی، بلکې د یوې غوره،‌ لا عادلانه او سوکاله نړۍ لپاره ځواکمن کتلست دی."

  6. د افغان نجونو د روباټیک ټیم مخکینۍ مشره: نړۍ باید د افغان نجونو غږ واوري

    سیمه

    د عکس سرچینه، BBC Sport

    د عکس تشریح، سمیه فاروقي - د افغان نجونو د روباټیک ټیم مخکینۍ مشره

    د افغان نجونو د روباټیک ټیم مخکېنۍ مشره سمیه فاروقي وايي "د افغانستان نجونې هوډمنې دي او خپلو هېلو ته د رسېدو له هڅو نه شا ته کېږي."

    نوموړې ویلي،‌ زدکړو ته له لاسرسي پرته ۱۰۰۰ورځې له افغان نجونو سره چې هوډ یې باید له خنډونو سره نه، بلکې له فرصتونو سره مخ شي، ستره بې‌عدالتي ده.

    اغلې فاروقي زیاته کړې، "د هرې ورځې په تېرېدو سره، لا ډیرې نجونې راتلونکې لپاره د لرلید د نشتوالي له کبله ودېدو ته اړوځي. دا باید ودرېږي."

    هغې ټینګار کړی چې "نړۍ باید د هغو نجونو غږ واوري، چې یوازې یو شی غواړي: د زدکړې تر ټولو اساسي حق یې باید پر ځای شي."

  7. وروستی, زدکړې انتظار نشي کولی: د نجونو زدکړې د افغانستان بیارغوونې لپاره اړینې دي

    تصویر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، یاسمین شریف - د 'زدکړې انتظار نشي کولی' پروګرام اجرائیوي مشره

    د 'زدکړې انتظار نشي کولی' پروګرام افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زدکړو د بندیزو د ۱۰۰۰ ورځو په پوره کېدو خواشینې ښودلې.

    د دغه نړیوال بنسټ مسوولان وايي، ۸۰ سلنه افغان نجونې له ښوونځی بهر پاتې دي.

    د "زدکړې انتظار نشي کولی" اجرائیوي مشره یاسمین شریف وايي،‌ "موږ باید د یوې نړیوالې ټولنې په توګه، خپلې هڅې بیا پیل کړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې هره پېغله د زدکړو له حق برخمنېږي."

    هغې زیاته کړې"جنسیتي تبعیض د منلو نه دی او زیان یې یوازې جګړه ځپلي افغانستان او له اوږدې مودې د هغه کړېدلو خلکو ته رسېږي."

    "د زدکړې حق لکه څنګه چې د بشري حقونو په نړیوال قانون کې ویل شوي، د نجونو یو بنسټیز حق دی.

    د افغانستان د خلکو لخوا د خپل هېواد بیارغونې لپاره د نجونو زدکړې اړینې دي.‌"

  8. ملاله یوسفزۍ: د نړۍ اسلامي عالمان دې طالبان وهڅوي چې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي

    د سولې نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو ۱۰۰۰ ورځنی بندیز "تیاره ورځ" بللې. اغلې یوسفزۍ له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، "د اسلام په نامه د نجونو تعلیم بندول د اسلام بدنامي ده." نوموړې د نړۍ له اسلامي عالمانو غوښتنه وکړه چې د طالبانو حکومت وهڅوي د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.حفیظ الله معروف په همدې له ملالې یوسفزۍ سره خبرې کړې دي.

    د ویډیو تشریح، ملاله یوسفزۍ: د نړۍ اسلامي عالمان دې طالبان وهڅوي چې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي
  9. د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ په ادبي او هنري پنځونو کې د نجونو پر زدکړو محدودیت څنګه رانغاړل شوی؟

    عکس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلو موضوع د افغانستان پر ادبیاتو او شعر و شاعرۍ هم اغېز کړی او په بېلا بېلو هنري پنځونو کې رانغاړل شوې ده. هنرمندانو سندریزې نیوکې پرې کړې، شاعرانو د زدکړو له حقه د ښځو دغه محرومیت ته د شعر جامې وراغوستې دي او انځورګرانو او نقاشانو د طالبانو له لوري پر مېرمنو لګول شوي محدودیتونه د رنګونو په ژبه بیان او نندارې ته وړاندې کړي دي.

    د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بندښت زرو ورځو پوره کېدو په مناسبت نورګل شفق په دغه رپوټ کې لنډه کتنه ورته کړې ده.

  10. وروستی, افغان نجونې چې په روانډا کې ښوونځي ته ځي, د هیلو څرک؛ افغان نجونې چې په رونډا کې ښوونځي ته ځي

    افغانستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د بندیز له دوام سره لسګونو افغان نجونو د یوه پروګرام له مخې روانډا کې زدکړو ته مخه کړې ده.

    دا پورګرام له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د افغانستان مشرتابه ښوونځي (سوله) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) لخوا په شریکه پر مخ وړل کېږي.‌

    دوی تېر کال د یوې لاسلیک کړې هوکړې له مخې له هغو افغان نجونو سره چې په دغه ښوونځي کې یې د شاملېدو غوښتنه منل کېږي، مرسته کوي چې ثانوي زدکړو لپاره له درېیمو هېوادونو روانډا ته ولاړې شي.

    ای‌او‌اېم نن جمعه (د جون ۱۴مه) افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونوښوونځیو د تړل کېدو د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې له ۴۰ ډېرو افغان نجونو په روانډا کې زدکړو ته دوام ورکړی دی.

    په دغه هېواد کې د ای‌او‌اېم مشرې اش کارل ویلي "د دغو نجونو سفر د هیلو داسې څرک دی چې ښيي، که سم ملاتړ وشي، نو د ځوانانو زدکړه په ډېرو ننګونو شرایطو کې هم وده کولی شي."

    د افغانستان د مشرتابه ښوونځي یوه بنسټګره شبانه بسیج راسخ بیا وايي چې دغه ښوونځي "په افغانستان کې نجونو لپاره د ناخوالو او له زدکړو د محرومیت پر وړاندې د هیلو او زده کولو یو مرکز دی."

    هغه پر افغان نجونو او مېرمنو د پانګونې پر اهمیت له ټینګار سره زیاتوي "موږ یوازې د ظلم د روایت مقابله نه کوو، [بلکې] له هرې نجونې سره یې چې زدکړه کوي، مشري کوي او د یوه سوله ییز افغانستان خوب ویني، له سره لیکو."

    د زدکړو لپاره دا سفر او له کورنیو بېلتون ښايي ځینو ته له رواني او عاطفي اړخه ډېر اسان هم نه وي.

    girl

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان د مشرتابه ښوونځي (سوله) واک ته د طالبانو له راګرځېدو مخکې په افغانستان کې پرانیستی و.

    په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو د بندیزو له دوام سره په دغه ښوونځي کې د شمولیت غوښتنې هم په ډېرېدو دي.

    د ای‌او‌اېم اعلامیه وايي چې تر اوسه له ۲۰۰۰ ډېرو نجونو ورسره د ۲۰۲۴ کال ټولګي لپاره نوم‌ لیکنه کړې ده.‌

    دغه سازمان همدا راز کډوالۍ لپاره د منظمو لارو د ملاتړ ژمنتیا ښودلې او ویلي یې دي چې سوله سره په ګډه افغان نجونو لپاره د ښوونیزو فرصتونو رامنځته کولو ته هم ژمن دی.

  11. رینا امیري: د هېواد راتلونکی ضایع شوی

    د افغانستان د بشر حقونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د نجونو پر متوسطه زدکړو د طالبانو حکومت له بندیزونو د ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په مناسبت په یوه اېکس پیغام کې ویلي،'' زر ورځې وشوې چې ځوان ارمانونه ځپل شوي، د هېواد راتلونکی ضایع شوی او افغانستان د ځمکې پر مخ یوازینی داسې منزوي هېواد دی، چې پکې داسې سخت دریځه پالیسۍ عملي کېږي.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. یونسیف: د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د "غم او اندېښنې" موده بللې ده.

    د یونسیف اجرائیوي مشرې 'کاترین رسل' نن (پنجشنبه د جون ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې زر ورځې له زدکړو محرومېدل په دې مانا دي، چې د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي دي.‌

    په اعلامیه کې راغلي چې د زدکړو له بهیره د یو نیم میلیون نجونو "سیستماتیک" ایستل نه یوازې د دوی د زدکړو له حقه څرګنده سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو له لاسه وتلو او رواني روغتیا خرابېدو لامل هم ګرځي.

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي "د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه، سیاست لپاره نشي یرغمل کېدای. د دوی ژوند، راتلونکی، هیلې، او خوبونه په انډول کې نغښتي دي."

    د یونسیف مشرې خبرداری ورکړی، چې دغه بندیزونه یوازې نجونې هم نه اغېزمنوي، بلکې روان بشري کړکېچ لاپسې سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ مسیر ته جدي ناوړه پایلې لري.

  13. ګورډن براون: نړۍ باید د افغان نجونو حقونو غوښتنې لپاره یو موټی شي

    د تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو استازی او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ګورډن براون وايي، له طالبانو د افغان نجونو د حق غوښتنې لپاره باید نړیواله ټولنه یو موټی شي.

    د طالبانو حکومت له لوري په افغانستان کې د نجونو پر متوسطه زدکړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو په مناسبت ښاغلی براون په یوه اېکس پیغام کې وايي، ''افغان نجونو د تعلیم په برخه کې ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې، چې نه بېرته راګرځي او نه یې تلافي کېږي. اوس وخت رارسېدلی، چې ټوله نړۍ یو موټی شي او له طالبانو وغواړي چې هرې نجلۍ ته د هغې بنسټیز بشري حقونه ورکړي.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. د طالبانو مشر اختریز پیغام؛ "د ټولو شرعي حقونه" خوندي دي خو د نجونو زدکړو یادونه نه ده شوې

    په افغانستان کې د طالبانو مشر د لوی اختر په تړاو خپاره کړي پیغام کې د ګڼو کورنیو او ځینو نړیوالو مسایلو یادونه کړې خو د افغان نجونو او ښځو د زدکړو، کار او نورو حقونو یادونه پکې نه ده شوې.

    د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده داسې مهال اختريز پیغام خپروي چې په دغه هېواد کې د نجونو پر زدکړو بندیز زر ورځنی شو او لا هم افغان نجونې په دې اړه د نوموړي بل امر ته په تمه دي.

    ښاغلي اخوندزاده په خپل اختریزې پیغام کې ویلي، د "د اسلامي امارات [د طالبانو حکومت] په حاکمیت" سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین او محفوظ دي او زیاتوي "هېڅ څوک پر چا ظلم او تېری نه شي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي."

    خو افغان نجونو او ښځې وایي چې د دوی لومړني شرعي حقونه، چې زدکړې، کار او نور پکې شامل دي، له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا په کمساري ډول محدود شوي دي.

  15. ملاله یوسفزۍ وايي، افغان ښځې او نجونۍ تر جنسیتي اپارتاید لاندې ژوند کوي

    په افغانستان کې د نجونو پر متوسطه زدکړو د طالبانو بندیز ۱۰۰۰ ورځو پوره کېدو سره هممهالهدسولې نوبل جایزې ګټونکېملالې یوسفزۍ پر خواله رسنۍ یوه خپاره کړي ویډیويي پیغام کې ویلي، ۱۰۰۰ ورځې کېږي، چې طالبان د متوسطه ښوونځیو افغان ښځینه زدکوونکې ښوونځیو ته نه پرېږدي، ''افغان ښځې او نجونۍ تر جنسیتي اپارتاید لاندې ژوند کوي، چې سیستماتیک ظلم دی'' خو په وینا یې ''د دوی مبارزه روانه ده'' او په خبره یې ځکه ''ملاله فنډ له هغو ادارو سره مالي مالي ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د نجونو په زدکړو کې مرسته کوي.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای