افغانستان کې د نجونو پر ثانوي تعلیم د طالبانو بندیز: ادب او هنر کې څنګه رانغاړل شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو ډيجيټل
تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلو موضوع د افغانستان پر ادبیاتو او شعر و شاعرۍ هم اغېز کړی او په بېلا بېلو هنري پنځونو کې رانغاړل شوې ده. هنرمندانو سندریزې نیوکې پرې کړې، شاعرانو د زدکړو له حقه د ښځو دغه محرومیت ته د شعر جامې وراغوستې دي او انځورګرانو او نقاشانو د طالبانو له لوري پر مېرمنو لګول شوي محدودیتونه د رنګونو په ژبه بیان او نندارې ته وړاندې کړي دي. د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بندښت زرو ورځو پوره کېدو په مناسبت نورګل شفق په دغه رپوټ کې لنډه کتنه ورته کړې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
"جینۍ مکتب ته په سبايي ده، ښار کې روانه"

د عکس سرچینه، Getty Images
"جینۍ مکتب ته په سبايي ده ښار کې روانه
قاتل خبر کړئ چې زندګي ده ښار کې روانه"
دا د وتلي هنرمند هارون باچا په غږ د هغو وختونو سندره ده چې په افغانستان کې جمهوري نظام و او ډله ډله مکتبۍ نجونې به په سبايي ښوونځيو ته روانې وې. خو جګړې او چاودنو مکتبونه او زدکوونکي ځپل او د زدکړو بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی و.
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره به هغسې جګړه او چاودنې نه وي، خو د زدکوونکو تورکالیو نجونو هغه ډلې هم اوس نه شته.
اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونې له لومړنیو زدکړو پورته مکتب ته نه ورپرېږدي. پلمه یې دا ده چې "چاپېریال ورته برابر نه دی" او دا محدودیت "لنډمهاله" دی، خو دا لنډ مهال دا دی اوس زر ورځنی شو.
تر سیاسي او ګوندي مخالفتونو هاخوا د طالبانو حکومت دې دريځ د زدکړو او بشري حقونو فعالانو تر څنګ ادیبان او شاعران هم ځورولي دي. هماغه ده چې انعکاس یې په ادبیاتو، شعر و شاعرۍ، انځورګرۍ او هنري پنځونو کې وینو.
لکه د شاعر او لیکوال احسان الله درمل دغه شعر چې ښاپېرۍ نغمې سندره کړی دی:
"پرې مې ږدئ چې والوځم زما وزرې مه تړئ
شپو ته پاتې کېږو د رڼا وزرې مه تړئ"
نغمه وايي، دا د افغانستان له اوسنیو حاکمانو نجونو ته د زدکړو د اجازې ورکولو یوه سندریزه غوښتنه ده، "د دې سندرې له ویلو مې موخه دا وه چې اوسني چارواکي باید د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. دوی ته دې د تعلیم اجازه ورکړي. هغه حق چې خدای ورکړی دی، هغه حق باید زموږ له نجونو وانه خیستل شي. دوی ته دې اجازه ورکړي چې مکتبو ته لاړې شي."
"مات کړه ځنځيرونه"

د عکس سرچینه، Javid Amirkhil
شاعران چې نه د خوشحال بابا غوندې تورې ته لاس کوي او نه د ټوپک مبارزه خوښوي؛ خپل غبرګون په هنري او شاعرانه ژبه ښکاروي. سندرغاړي بیا هماغو شعرونو ته د موسیقۍ جامې کوي. یو شمېر هنرمندانو بیا ځينې کلیوالې سندرې بېرته له نوې موسیقۍ سره نوې کړې دي چې د ښځو محرومیتونه پکې په سمبولیکه بڼه وړاندې شوي دي.
لکه د افغانستان د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو سیمې کلیواله سندره "مات کړه ځنځيرونه" چې وايي:
"شنو ونو سرونه، د شنو
مات کړه ځنځيرونه، کلابنده ناسته یمه،
د شنو..."
دا کلیواله سندره جاوید امیرخېل او ګودر ځاځي په ګډه تېر کال د کوچني اختر په مناسبت خپره کړه. ویل یې چې د افغانستان "کلابندو" ښځو او له زدکړو راګرځول شوو نجونو ته یې ډالۍ کوي.

د عکس سرچینه، Socialmedia
په کوزه پښتونخوا کې هم د نجونو زدکړو په ملاتړ ځینو هنرمندانو سندرې بللې دي.
د هارون باچا "جینۍ مکتب ته په سبايي ده ښار کې روانه" که څه هم پخوانۍ ده خو د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي بندیزونه یې هم څو ځله د بېلابېلو شاعرانو په شعرونو کې په خپلو زمزمو کې ژړلي دي.
کرن خان بیا د "تعلیم رڼا ده" په نوم خپله سندره کې له خلکو غوښتي چې که پر نجونو یې تعلیم وکړ نو ټول کور به ورسره باسواده شي.
وايي:
"هم به سپين تعلیمیافته شي، هم به تور تعلیمیافته شي
تعلیم په جینۍ وکه چې ټول کور تعلیمیافته شي"
"وران وي، که ودان وي، موږ ته یو رقم دی تل وطن"
په افغانستان کې دننه او بهر ښځینه شاعرانو او لیکوالانو هم د نجونو زدکړو او د ښځو حقونو په ملاتړ شعرونه او لیکنې کړې دي.
شاعره او لیکواله کامله عزیزي په خپل شعر کې وايي چې نظامونه ډېر بدل رابدل شول خو د ښځو حالت ورسره ښه نه شو او که څوک ښځې ګوښه کوي، نو وطن نه شي ورخپلولی:
"موږ خو هم تر یاره لوړ په زړونو کې ساتل وطن
مخ ته بري مو راته ودرېد اول وطن
موږ په کې کلونه شول بې ځالې مرغۍ پاته یو
وران وي، که ودان وي، موږ ته یو رقم دی تل وطن
ستا دې وي خو وي به په بدي کې در واده نجلۍ
خدای که یې په داسې ناترسیو کړې درخپل وطن"
شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک بیا نجونو ته ډاډ ورکوي چې یوه ورځ به بېرته وزرونه وغوړوي، ځواکمنې به شي او یو ځل بیا به، په لاس کې یې قلم وي او پلو کې کتابونه:
"لمر به وخېږي په غرونه
ته به والوځې تر لوړو اسمانونه
د ورېښمو پارچه نه یې
ته نازکه ټوټه نه یې
ستا وزرې د فولادو
ستا خبرې به کړي ماتې سپینې تورې د جلادو
لمر به وخېږي په غرونه
ته به وکړې غځونې
په لاسو کې قلمونه، په پلو کې کتابونه
او رڼا رڼا خوبونه..."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
همدا راز د وتلې شاعرې پروین ملال شعر "خندا ورکه ده په ښار کې" افغانې هنرمندې اسیا محرابي د زهرا ارکسټر ډلې په مرسته سندره کړی دی.
که څه هم د نجونو پر زدکړو محدودیتونو ته یو څه شعرونه لیکل شوي دي خو په دې برخه کې د نثر برخه خواره ښکاري.
خبریال او شاعر اجمل تورمان دا ډول شعرونه او لیکنې څارلې دي. دی وايي چې څومره چې په کار ده هغسې دې موضوع ته شاعرانو پام نه دی کړی.
ښاغلی تورمان زیاتوي، "په کیسو کې خو نه یم متوجه شوی خو شعرونه چې زه تر ډېره لولم محدود شمېر کسانو دا کار کړی دی. زما په اند دا ډېره مهمه ده، ځکه چې شاعران او لیکوالان د ټولنې هغه قشر دی چې ډېره تمه ترې کېږي او خبره یې هم ډېره زړونو ته لوېږي. اوس هم لا وختي ده چې زموږ شاعران او لیکوالان دې موضوع ته په خپلو اثارو کې انعکاس ورکړي."
د نجونو پر زدکړو محدودیت د رنګونو په ژبه

د عکس سرچینه، Iqbal Tarnak/Getty Images
د ادبیاتو او شعر و شاعرۍ تر څنګ د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر هم له زدکړو د منع شوو نجونو هیلې د رنګونو په ژبه رانغاړلې دي.
انځوګران او نقاشان هم په ټولنه کې له شته ناخوالو اغېزمنېږي او خپل تاثر په رنګونو کې ترسیموي.
د دغو انځورګرانو له ډلې مې اقبال ترنک د خپلې هغې تابلو په اړه وپوښت چې زړهرنګه بکسه پر شا یوه مکتبۍ ماشومه پکې ښکاري چې د خپل مکتب پر دیوال ورنېغه ده خو په پښو کې ډول ډول پړي وراچول شوي او ښوونځي ته نه شي وراوښتلی.
ښاغلی ترنک د دغه انځور په اړه وايي، "دا انځور مې له یوه عکس څخه په الهام جوړ کړی. یوه کوچنۍ نجلۍ ده. هغه غواړي په ډېره سختۍ سره خپل مکتب ته لاړه شي. پښې یې چې تړل شوې دي، واضح خبره ده چې اوس په افغانستان کې یو طرف نظام مکتبونه بند کړي، بل طرف ته زموږ په ټولنه کې هم ځینو برخو کې د نجونو پښې تړي چې مکتب ته مه ځئ. نو په دې سخت خپه یو. ځکه چې زموږ نیم نسل بې سواده پاتې کېږي. "
که دا سندرغاړي دي، که شاعران او لیکوالان یا انځورګران، هیله من دي چې یوه ورځ بیا نجونو ته د زدکړو حق ورکړل شي.
د اجمل تورمان یو غزل چې هارون باچا زمزمه کړی، نجونو ته ډاډ ورکوي چې یوه ورځ به بېرته ښوونځيو ته روانې شي:
ودې مرم په مخ باندې کتاب خورې
اوښکې به دې راوړي، انقلاب خورې
وخت دوښمن که تا نه قلم واخیستو
ما نه یې هم واخیستو رباب خورې
بیا به مو د هیلو پسرلی راشي
مړاوې مه شې زما ګلاب ګلاب خورې












