د طالبانو مشر اختریز پیغام؛ "د ټولو شرعي حقونه" خوندي دي خو د نجونو زدکړو یادونه نه ده شوې

په افغانستان کې د طالبانو مشر د لوی اختر په تړاو خپاره کړي پیغام کې د ګڼو کورنیو او ځینو نړیوالو مسایلو یادونه کړې خو د افغان نجونو او ښځو د زدکړو، کار او نورو حقونو یادونه پکې نه ده شوې.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده داسې مهال اختريز پیغام خپروي چې په دغه هېواد کې د نجونو پر زدکړو بندیز زر ورځنی شو او لا هم افغان نجونې په دې اړه د نوموړي بل امر ته په تمه دي.

ښاغلي اخوندزاده په خپل اختریزې پیغام کې ویلي، د "د اسلامي امارات [د طالبانو حکومت] په حاکمیت" سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین او محفوظ دي او زیاتوي "هېڅ څوک پر چا ظلم او تېری نه شي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي."

خو افغان نجونو او ښځې وایي چې د دوی لومړني شرعي حقونه، چې زدکړې، کار او نور پکې شامل دي، له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا په کمساري ډول محدود شوي دي.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې له شپږ ټولګې د پورته افغان نجونو د زدکړې درې میلیارده ساعتونه ضایع شوي دي. سره له دې چې د نړۍ مهم بشري بنسټونه اندېښنه په ډاګه کوي، خو د طالبانو مشر په خپل پیغام دې موضوع ته هېڅ ډول نغوته/اشاره نه ده کړې.

نوموړي په خپل پیغام کې دارنګه پر فلسطیني "ښځو، ماشومانو او عامو وګړو" د اسرائیلو بریدونه غندلي او له نورو هېوادونو یې یې غوښتي چې د هغه په وینا" د دغه ستر جنایت په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي."

هبت الله اخوندزاده، یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره د " شریعت" په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې ده.

په یاد اختریز پیغام کې له شتمنو خلکو غوښتنه شوې چې له اړو خلکو سره مرستې وکړي. نوموړی دا راز وایي چې د اقتصادي ستونزو د حل، بیارغونې، کرنې، اوبو، سړک جوړولو، کانونو استخراج او نورو برخو کې یې حکومت ډېرې هڅې کړې او دا کار به دوام مومي.

د طالبانو حکومت مشر نوی اختریز پیغام کې داسې مهال د شته ستونزو پر حل ټینګار شوی، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته، د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې چې یو لامل یې هم د کار نشت والی بلل کېږي.

د مالومات پر بنسټ په دې برخه کې ډېر زیان هغو کورنیو ته رسېدلی چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه ده او ګڼې یې له درېیو کلونو را په دېخوا په کور کېنول شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وایي، په کور کینول شویو ښځو ته تنخوا ورکوي، هغه تنخوا چې د ځینو افغان ښځو په وینا په له تېرې میاشتې راهیسې یې کچه نږدې پنځو زره افغانیو ته را ښکته شوې ده.