تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو د غوسې د سړولو خونه
ډینا د غوسې د سړولو خونې ته تللې وه. دا وایي، په پیل کې یې خامخا د نا ارامۍ یو ډول احساس لاره.
یادونه: د غوسې د سړولو خونې د رواني درملنې یوه برخه ده چې ځورول شوي یا غوسه لرونکي کسان ورځي او هلته خپله غوسه د بې ساه شیانو په وهلو یا ماتولو سړوي.
ډینا وایي، د غوسې د سړولو په خونه کې د شیانو د ماتولو چاره ګډه وډه نه وه او نه هم دا چاره داسې وه لکه برید، بلکې په خبره یې دا کار منظم او په یوه روښانه هدف سره ترسره کېده.
هغې بيبيسي ته وویل: "کله چې زه ورسره عادت شوم، نو دا د احساساتي چاودنې پر ځای د یو ډول رواني ازادۍ احساس و."
ډینا د هغو ښځو له مخ پر زیاتېدونکي شمېر څخه یوه ده، چې پیسې ورکوي څو زاړه شیان لکه تلویزیونونه، فرنیچر او لوښي مات کړي، هغه هم د ځانګړو محافظتي وسایلو په اغوستلو سره.
داسې انګېرل کېږي چې د غوسې د خونو د جوړولو مفکوره د ۲۰۰۰م زیږدیز کال په وروستیو کې په جاپان کې پیل شوې وه.
د ډونا الکساندر په نوم یوه مېرمنه وایي، هماغه وخت یې ټکساس کې په خپل ګراج کې د "غوسې خونه" جوړه کړې وه.
خلکو ته یې اجازه ورکوله، هغه شیان مات کړي، چې په کار یې نه وي او ایسته یې غورځوي.
تر اوسه په بریتانیا کې یوازې لږ شمېر داسې ځایونه شته، چې خلکو ته بېسبال بېټ ورکول کېږي او پرېښودل کېږي، چې شیان مات کړي.
دا ځایونه د ذهني فشار د کمولو او د زېرمه شوي غوسې د سړولو یوه لاره بلل کېږي.
خو د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چې ډېری مراجعین ښځې دي او دا د دې ځایونو د څېښتنانو خبره ده.
د ډینا په خبره، هغې په لومړي ځل دا تجربه "یوازې د تجسس له مخې" وکړه.
"زه غوسه ناکه یا بې ثباته انسانه نه یم، زه عموماً ډېره ارامه او منظمه ښکارم، نو په پیل کې دا راته عجیبه ښکارېده او څه نا څه دا کار مې سم نه ګاڼه."
خو له تجربه کولو وروسته هغې وویل، "زړه یې ډېر سپک شو او ډېر د ارامۍ" احساس یې کاوه او دا تجربه یې "ښه حالت ته ورګرځېدل" یا د "ډېر ښه مساج" سره پرتله کړ.
ډینا زیاتوي، د هغې دنده ډېره چټکه ده او "ډېر مسوولیتونه او پرله پسې پرېکړې کول" پکې شامل دي او اوس فکر کوي چې د غوسې خونه ورسره مرسته کولی شي.
دا وایي، که ډېره تر فشار لاندې شي، نو بیا به هم هلته ځي.
"د دښتې په څېر خلاص او هوسا زړه"
شوکا وایي، هغه غوسه نه وه خو غوښتل یې وګوري چې "له کنترول پرته ځان خوشې کول" څه احساس لري.
هغې ته یو موټر ورکړل شو، چې مات یې کړي او په همدې حال کې یې د خپلې خوښې سندرې هم اورېدلې.
نوموړې وویل: "دا تر هغه ډېر خوندور و، چې ما یې تمه لرله. د شیانو ماتول او دا چې محتاط باید ووسې یعنی له هر څه سره ډېر پام باید وکړې، داسې څه په کې نه و. عجیب ازادي بخښونکی حالت و."
هغې زیاته کړه: "وروسته مې داسې احساس کاوه، لکه د بدن ترڅنګ مې ذهن هم تمرین کړی وي."
کېټ کټلر چې په ختیځ سسکس کې د یوې غوسې خونې بنسټګره او شریکه څښتنه ده، وایي، د ښځینه مراجعینو شمېر"ورځ تر بلې زیاتېږي"
هغې دا کاروبار د خپلې لور له مړینې وروسته پیل کړ.
لور یې مغزو کې سرطان لاره او د غوسې خونې ته تلل د هغې د هیلو په لېست کې و.
کېټ وویل، ځینې ښځې ځکه راځي، چې ورسره خیانت شوی وي یا یې سخته جدایي تجربه کړې وي او ځینې وختونه یوازې د دې لپاره راځي چې یو څه نه یو څه په غوسه کړې وي.
لیکواله او روان پوهه جېنیفر کاکس وایي، د هغې په اند ښځې "داسې روزل شوي، چې د نارضایتۍ، غوسې، تهاجم او قهر احساسات باید پټ کړي."
د دې په خبره، ډېر وخت ښځې په ځانګړي ډول د کار، والدینو او کوچنیو ماشومانو د غوښتنو ترمنځ "اېسارې" پاتې کېږي او بالاخره "سخت په غوسه کېږي."
د هغې په وینا، دا احساسات باید رابهر شي او داسې ځایونه، چې ښځو ته د خپلې غوسې د ایستلو اجازه ورکوي، ډېر ګټور کېدای شي.
هغې وړاندیز وکړ، چې په کور کې "کوچنۍ غوسې خونه" جوړه شي، لکه د بالښتونو او توشکو راټولول او "په پوره زور پرې ورټوپ وهل" چې یو څه غوسه او فشار له انسانه ورک کوي.
نوموړې زیاته کړه: "کله چې موږ [غوسه] پټه کړو، نو دا زموږ په بدن کې په بېلابېلو لارو راڅرګندېږي. اضطراب، خپګان، وسواسي اختلال، میګرین، د معدې ستونزې"
"غوسه سالمه ده"
ارواپوهه شېلي دار له دې خبرې سره موافقه ده.
هغې راډیو ۵ لایو ته وویل، چې د غوسې خونې کولی شي "سمدستي خلکو ته ارامتیا" ورکړي او وروسته انسان ځان ارام او هوسا احساسوي.
هغې وویل، غوسه احساسول سالم کار دی خو نوم یې ځکه بد شوی چې موږ یوازې د غوسې چاودنه یا شور وینو خو د هغې ورو ورو راټولېدنه نه وینو.
نوموړې وویل: "زموږ ژوند ډېر مصروف دی، نو د ګډ وډ احساساتو د څرګندولو لپاره خوندي ځای نه لرو."
د د دې په وینا، دا ډول ځایونه د ښځو لپاره یوه لاره ده، چې خپل احساسات په خوندي ډول اظهار کړي.
شېلي دار زیاته کړه: "د نن ورځې د ښځو یوه لویه ستونزه دا ده، چې نه غواړي څوک د دوی په اړه قضاوت وکړي یعنی خبرې ورپسې ونه کړي. نو ټول احساسات په ځان کې پټ ساتي. موږ (ښځې) د ښې نجلۍ رول لوبوو، د یوې ارامه مور په شان چلند کوو، ځان ارامه او فکر کوونکې او لرونکې مور ښیوو او موږ په ټولنه کې همداسې روزل شوي یوو چې هر حالت کې باید ځان ښه وښیو."