ولې د یوه سړي سپرم په لسګونو ماشومانو کې د سرطان د پیدا کېدو لامل وګرځېد؟

د اروپا په لر او بر کې د یوه سپرم ورکوونکي ( ډونر) په جین کې داسې څه دي‌ چې په نورو کې د سرطان خطر لوړوي او یا په نورو کې سرطان پیدا کوي. دغه سړی خپله هم نه پوهېده چې جین کې یې داسې څه دي خو د نوموړي‌ له سپرمه نږدې ۲۰۰ ماشومان زېږېدلي چې اوس یو لوی څېړنیز راپور ښيي چې دغه ماشومان د سرطان له خطر سره مخامخ دي.

د څېړنې له مخې ځینې ماشومان وار له مخه مړه شوي او له هغو ماشومانو چې دغه بدلون یې وینې ته ننوتلی، یوازې لږ شمېر به یې د ژوند تر پایه له سرطانه خوندي پاتې شي.

دغه سپرم پر بریتانوي کلینیکونو نه‌ دی پلورل شوی خو بي‌بي‌سي یې د هغو ډېرو کم شمېر بریتانیوي کورنیو له قوله تاییدوي چې په ډنمارک کې یې همدا سپرم د زیږون لپاره کارولی دی.

د ډنمارک "اروپايي سپرم بانک" چې دغه سپرم یې پلورلی، ویلي: "له اغېزمنو کورنیو سره زموږ ژوره خواخوږي ده" او منلې یې ده چې په ځینو هېوادونو کې د همدې یوه سړي له سپرمه "له اړینې کچې د زیاتو ماشومانو لپاره کار اخېستل شوی دی."

اټکل کېږي د دغه سړي جین کې داسې څه دي‌ چې د سرطان د رامنځته کېدو امکان "ډېر" لوړوي. او دا د نوموړي د سپرم له لارې نورو ته لېږدول شوی دی.

دا څېړنه د اروپايي نشراتي اتحادیې د څېړنېز ژورنالیزم څانګې او د بي‌بي‌سي په ګډون د ۱۴عامه خدمتونو خپرونکو لخوا ترسره شوې ده.

دغه سپرم د یوه نامعلوم سړي له لورې ورکول کېدل چې په ۲۰۰۵ کال کې لا محصل و.

د سپرم د ورکولو په بدل کې یې پیسې اخیستې.

ښځو د هغه سپرم نږدې ۱۷ کاله وکاروه.

دغه س‍پرم ورکوونکی رک روغ دی او هېڅ ناروغي نه‌ لري او د بسپنه‌ ورکوونکو د معاینې ټولې مرحلې یې بریالۍ تېرې کړې دي.

خو د هغه د بدن د ځېنو حجرو DNA د هغه له زیږون مخکې بدلون موندلی و.

دغه بدلون د TP53 جین زیانمن کړی، هغه مهم جین چې د بدن د حجرو د سرطاني کېدو مخه نیسي.

د هغه د بدن ډېری برخې دا خطرناک جین نه‌ لري، خو دا جین د هغه په نطفه کې تر ۲۰ سلنې پورې شته.

په هر ماشوم کې چې له همدې نطفې جوړ شي، دا بدلون د بدن په هره حجره کې موجود وي.

دغه حالت Li-Fraumeni Syndrome نومېږي او د سرطان تر ۹۰سلنې پورې خطر لري، په ځانګړي ډول د ماشومتوب پر مهال او همدارنګه د ژوند په وروستیو کې د سینې سرطان لامل ګرځي.

د لندن د "انسټیټیوټ اف کنسر ریسېرچ" له سرطان-جنیټیک متخصص پروفېسر کلېر ټرنبل سره پرې وغږېدو او هغې بي‌بي‌سي ته وویل:

"دا یو ډېر دردونکی تشخیص دی. دا د یوې کورنۍ لپاره ډېر دروند خبر وي، ځکه ټول عمر له دې خطر سره ژوند کول ډېره سخته خبره ده. دا بالکل ویجاړونکی حالت دی."

د دې سنډروم لرونکي کسان باید هر کال د بدن او دماغ MRI سکینونه او همدارنګه د خېټې الټراساونډ معاینات وکړي، څو د تومورونو د پیدا کېدو نښې په وخت وموندل شي.

ډېری ښځې د خپل سرطان خطر کمولو لپاره د سینو پرېکولو (ماسټېکټومي) پرېکړه کوي.

اروپايي سپرم بانک وویل "پخپله بسپنه‌ ورکوونکی او د هغه د کورنۍ غړي ناروغان نه دي" او دا ډول بدلون "د جنیټیک سکریننګ په مخنیوي ازموینو کې نه‌ ښکاري". هغوی وویل چې کله د هغه په سپرم کې ستونزه معلومه شوه، "سمدستي یې د دغه بسپنه‌ ورکوونکي سپرم بند کړ".

ماشومان مړه شوي

هغه ډاکټران چې د نطفې له لارې د جیني سرطان په خطر د اخته ماشومانو درملنه کوي، سږکال یې د "اروپايي انساني جنیټیک ټولنې" په غونډه کې اندېښنې راپورته کړې.

هغوی راپور ورکړ چې د ۶۷ پېژندل شویو ماشومانو له ډلې ۲۳ د همدې بدلون لرونکي وو او ۱۰ یې له مخکې په سرطان اخته شوي وو.

بي‌بي‌سي د معلوماتو د ترلاسه کولو قانون (FOI) له لارې او له ډاکټرانو او کورنیو سره په خبرو کې وموندله چې د هغه نطفه‌ ورکوونکي څخه د زیږېدلو ماشومانو شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

شاوخوا شمېر یې لږ تر لږه ۱۹۷ ماشومان اټکل شوی، خو وروستی شمېر نه‌ دی معلوم، ځکه له ټولو هېوادونو معلومات نه‌ دي راټول شوي.

دا هم نه‌ ده روښانه چې له دې ماشومانو څو تنو دغه خطرناک جین په میراث اخیستی دی.

ډاکټره "اېډویج کاسپر" د فرانسې د روان پوهنتون د روغتون د سرطان جین متخصصه چې لومړنۍ شمېرې یې وړاندې کړې وې، وايي:

"موږ ډېر داسې ماشومان لرو چې له مخکې په سرطان اخته شوي دي. ځینو ماشومانو دوه ډوله سرطانونه لرلي او ځینې په ډېر ځوان عمر کې مړه شوي دي."

"سلین" (اصلي نوم یې نه دی)، په فرانسه کې یوه مور ده چې ۱۴ کاله مخکې یې د همدغې نطفې له لارې ماشوم زېږولی او ماشوم دا جیني بدلون لري.

هغې ته د بلجیم له هغه کلینیکه زنګ ورغی چې نطفه یې ترلاسه کړې وه او ورته و ویل شول چې د خپلې لور جیني ازموینې وکړي.

هغې وویل، له نطفه‌ورکوونکي "هیڅ کرکه" نه لري، خو دا خبره یې "نه منل‌کېدونکې" وبلله چې ورته داسې نطفه ورکړل شوې وه چې "پاکه نه وه، خوندي نه وه او خطر یې درلود."

هغې وویل، پوهېږي سرطان به د دوی د ټول ژوند پر سر سیوری وي:

"موږ نه پوهېږو، هېڅ نه پوهېږو. زه پوهېږم چانس یې ډېر لوړ دی. چې هر وخت راشي، مبارزه به کوو، که څو وارې وي، بیا به هم څو وارې مبارزه کوو."

د دغه سپرم کارول په ۱۴ هېوادونو او د زیږون په ۶۷ کلینیکونو کې ثبت شوي دي.

دغه سپرم په بریتانوي کلینیکونو کې نه وه پلورل شوې.

خو د دې څېړنې له اعلان وروسته، د ډنمارک چارواکو د بریتانیا د زیږون او جیني خدماتو ادارې (HFEA) ته خبر ورکړ چې ځینې بریتانوي ښځې ډنمارک ته ورغلې وې او د همدې سړي سپرم یې کارولی دی.

هغو ښځو ته هم خبر ورکړل شوی دی.

د HFEA مشر "پیټر تامسن" وویل چې "ډېرې لږ شمېر" ښځې اغېزمنې شوې دي او د هغوی علاج‌کوونکي ډنمارکي کلینیکونه یې خبر کړي دي.

دا هم لا نه‌ ده معلومه چې ایا کومې بریتانوي ښځې په نورو هغو هېوادونو کې درملنه شوې وې چې د دغه سړي سپرم هلته هم وو.

اغېزمنو والدینو ته سپارښتنه شوې چې له خپل کلینیک او د هغه هېواد له زیږون ادارې سره اړیکه ونیسي.

بي‌بي‌سي د سپرم ورکوونکي د پېژندنې شمېره نه خپروي، ځکه یاد سړي په نېک نیت سپرم ورکړی و او هغه کورنۍ چې په بریتانیا کې پیژندل شوې وې، ورسره اړیکه نیول شوې ده.

په نړیواله کچه داسې کوم قانون نه‌شته چې وښيي د یوه بسپنه‌ورکوونکي سپرم باید څو ځلې وکارول شي. خو هر هېواد په خپل سر ځانګړي حدونه ټاکي.

اروپايي سپرم بانک ومنله چې دغه حدونه په ځینو هېوادونو کې، له بده‌مرغه، مات شوي او دوی د ډنمارک او بلجیم له چارواکو سره خبرې کوي.

په بلجیم کې د یوه بسپنه‌ ورکوونکي سپرم باید یوازې د شپږو کورنیو لخوا وکارول شي.

خو په عمل کې ۳۸ بېلابېلو ښځو د همدې بسپنه‌ورکوونکي له سپرم څخه ۵۳ ماشومان پیدا کړي دي.

په بریتانیا کې اندازه دا ده چې د یو بسپنه‌ورکوونکي سپرم یوازې ۱۰ کورنیو ته کارول کېدای شي.

"د هر څه سکرین کول ناشونی دی"

پروفیسور "الین پېسي" چې پخوا یې د شیفیلډ د سپرم بانک مشري کړې او اوس د مانچسټر پوهنتون د بیولوژي، طب او روغتیا د پوهنځي مرستیال دی، وایي هېوادونه اوس د سترو نړیوالو سپرم بانکونو پر نطفه ډېر تکیه کوي او بریتانیا ډېر بسپنه سپرم له بهر واردوي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل:

"موږ اړ یوو چې له سترو نړیوالو سپرم بانکونو واردات وکړو. همدا بانکونه نطفه نورو هېوادونو ته هم پلوري، ځکه کاروبار یې دی او ستونزه همدلته پیلېږي. ځکه نړیوال قانون نشته چې نطفه څو ځلې کارېدای شي."

هغه وویل، دا پېښه د ټولو اړخونو لپاره "ډېره بده" ده، خو په بشپړه توګه خوندي نطفه برابرول ناشونی دی.

"د هر څه سکرین کول امکان نه‌لري. اوسمهال یوازې له یو تر دوه سلنه نارینه چې د نطفې ورکولو غوښتنه کوي، منل کېږي. که سکرین نور هم سخت شي، نو هېڅ نطفه‌ورکوونکی به پاتې نه‌شي. همدلته د اړتیا او امکاناتو توازن دی."

دغه پېښه، له هغه بلې قضیې سره چې یو سړي یې د ۵۵۰ ماشومانو د زېږون وروسته له نطفې ورکولو منع کړل شو، بیا پوښتنې راپورته کړې چې باید محدودیتونه سخت شي یا نه.

د "اروپايي ټولنې د انساني تولید او جنینپوهنې" وروستۍ وړاندیز دا دی چې د یو نطفه‌ورکوونکي له لارې دې اعظمي ۵۰ کورنیو ته اجازه وي."

د "پروګرېس ایجوکېشنل ټرسټ" مشره سارا نورکراس چې د زېږون او جیني ستونزو له امله اغېزمنو خلکو سره کار کوي، وایي:

"نور کار ته هم اړتیا ده څو په نړۍ کې د یوه نطفه‌ورکوونکي له لارې د پیدا کېدونکو کورنیو شمېر کم شي."

اروپايي سپرم بانک وویل:

"له دې قضیې سره سره، باید هېر نه کړو چې زرګونه ښځې او جوړې بې د نطفه‌ورکوونکو له مرستې د ماشوم د لرلو امکان نه لري."

او زیاته یې کړه:

"د طبي لارښونو سره سم د سکرین شویو نطفه‌ ورکوونکو له لارې ماشوم لرل په عمومي ډول ډېر خوندي دي."

تاسو د سپرم (نطفې) کارولو فکر لرئ؟

سارا نورکراس وایي، داسې پېښې په هغو شمېرو کې چې له نطفې ورکوونکو څخه پیدا شوي ماشومان لري، "ډېرې کمې او نادرې دي."

د ټولو کارپوهانو خبره دا وه چې د جواز لرونکي کلینیک کارول دا تضمینوي چې نطفه د ډېرو ناروغیو لپاره سکرېن کېږي، ان له هغو ناروغیو هم ډېر چې ډېری راتلونکي پلرونه یې ازموینه نه‌ کوي.

پروفیسور پېسي وايي، که څوک نطفه کاروي، ښه پوښتنې دا دي:

"دا یو بریتانوی نطفه‌ورکوونکی دی او که له کوم بل هېواده دی؟

که د بل هېواده وي، دا پوښتنه په حقه ده چې: ایا دا نطفه مخکې کارول شوې؟ څو ځله به کارول کېږي؟"