د هندي سینما نوموتی ستوری درمیندر د ۸۹ کلنو په عمر مړ شو

که څه هم په فلمي نړۍ کې درمیندر د اکشن یا جنګي فلمي ستوري په توګه پېژندل کېده، خو که ځیر شو، نو ده نور ډېر صفتونه هم لرل. بشپړ نوم یې درمیندر کېول کرېشنا دېول دی، خو په درمیندر مشهور دی.

په هندي فلم (انوپما) کې هغه د یوه حساس لیکوال په توګه را څرګند شو؛ په (ستیاکام) فلم کې یې د هغه مثالي ځوان رول ادا کړ، چې د ټولنې په اړه اندېښمن دی؛ په (چوپکي، چوپکي) فلم کې هغه سړی چې خلک خندوي...

په عادي یا واقعي ژوند کې درمیندر شاعر و، میین و، د اولادونو پلار و او د نړۍ د ښکلیو سړیو په کتار کې شمېرل کېده. هغه په الکولو یا شرابو هم روږدی شو، خو وروسته یې پرېښودل. سیاست ته یې هم د یو څه وخت لپاره مخه کړه، خو خوند یې ور نه کړ.

نواز شریف هم د هغه مینه‌وال و

درمیندر په ۱۹۳۵م کال کې د هند په پنجاب کې وزېږېد، خو له خپل پلرني کلي نصرالي ممبۍ ته ولاړ او خپل خوبونه یې په حقیقت بدل کړل.

درمیندر نه یوازې په هند کې، بلکې په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې یې هم ډېر مینه‌وال درلودل. د بېلګې په توګه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د هغه د هنر مینه‌وال و.

درمیندر دا کیسه پخپله کوي: "یو وخت نواز شریف هند ته راغلی و او ما ورسره ولیدل. نواز شریف هغه مهال ما ته ویلي وو: کله چې له کورنۍ سره په هند کې و، نو یوه ورځ یې موټر زما د کور مخته ودراوه او مېرمنې او ماشومانو ته وویل – وګورئ! دا د درمیندر کور دی."

کله چې درمیندر له لارۍ چلوونکي جامې پور کړې

درمیندر نه یوازې د اداکارۍ له امله مشهور و، بلکې د خاکسارۍ له وجهې یې هم د خلکو په زړونو کې ځای موندلی و.

د درمیندر په اړه کتاب (Dharmendra)، چې راجیو ویجیکر لیکلی دی، د دغه فلمي ستوري د خاکسارۍ له کیسو مالامال دی.

په یاد کتاب کې د فلمونو ډایرکټر یا فلم جوړوونکي مهیش بهټ له قوله لیکل شوي دي: "د دو چور په فلم کې ما د مرستیال ډایرکټر دنده لرله. یوه ورځ زما د بې‌پروایۍ له امله هغه جامې چې درمیندر باید په فلم کې اغوستې وای، په هوټل کې پاتې شوې وې. د فلم دا صحنه باید سهار وختي ثبت شوې وای، که نه ډېر زیان به مو کړې وای. نو بله چاره نه وه، درمیندر ته مې د خپلې غلطۍ کیسه وکړه."

"درمیندر زما خبرې په غور سره واورېدې. هلته موږ ته نژدې د لارۍ یو چلوونکی ولاړ و، درمیندر هغه ته ورغی او د هغه د تن د خیرنو جامو غوښتنه یې ځینې وکړه. لارۍ چلوونکې خپل کالي ور وایستل او موږ د فلم هماغه صحنه د وخت له ضایع کېدو پرته ثبت کړه. نو درمیندر د خپلې خاکسارۍ او مهربانه زړه له امله زما غلطۍ را پټه کړه."

دلیپ کمار په هغه کې د اداکارۍ څرک راژوندی کړ

د درمیندر پلار لودیانا ته نژدې د سانیوال په کلي کې د ریاضي ښوونکی و، نو سینما ته تګ او پر فلم لیدلو پیسې ورکول د هغه د وس خبره نه وه.

کله چې درمیندر ماشوم و، نو یوه ورځ یې له پلاره په پټه د (شهید) په نوم د دلیپ کمار فلم ولید. دا فلم په ۱۹۴۸م کال کې خپور شوی و.

درمیندر وايي، هماغه فلم او دلیپ کمار د ده په زړه او روح کې د هنر سپرغۍ تازه کړې. نوموړی زیاتوي چې د فلم له لیدو وروسته یې داسې احساس کاوه، چې د برخلیک پرېکړه یې شوې ده.

شاید بخت هم له درمیندر سره یاري کوله، ځکه په ۱۹۵۸م کال کې د فلم فیر مجلې Film fare magazine د استعداد موندني اعلان وکړ. د استعداد لټون په دې بهیر کې د فلمونو تکړه جوړوونکي بمل روی او ګورو دت هم شامل وو.

هغه مهال درمیندر د مالیرکوټلا په ښار کې کار کاوه. دی د جان محمد په نوم عکس خانې یا سټوډیو ته ولاړ او ورته ویې ویل: "هر څه چې کوئ، ویې کړئ، خو زما څېره باید د دلیپ کمار په شان جوړه کړئ چې استعداد پلټوونکي ما فلمونو ته غوره کړي.

هغوی خپله هڅه وکړه او استعداد موندونکو هم درمیندر وټاکه. اوس نو د کلي هلک د بمبۍ پر لوري د سفر موزې پر پښو کړې.

فلمي نړۍ ته د درمېندرد د راتګ کیسه له همدې ځایه پیل شوه. په همدې سفر کې له هغه سره احساسات او تراژېدي هم ملګرې وه.

"دارمندو" او "بانديني" فلم

مشهور فلم جوړونکی بمل روی، به درمیندر "دهرمیندو" باله او د بندني په نوم فلم کې یې هغه ته لومړنی رول ورکړ.

خو د دغه فلم جوړېدو ډېر وخت ونیوه، نو ځکه د ارجن هېنګوراني په نوم بل فلم جوړونکي درمیندر ته په خپل فلم (دل بهی تیرا هم بهی تیرے) کې رول ورکړ.

په ۱۹۶۶م کال کې د (پول اور پتهر) په نوم فلم درمیندر ډېر مشهور کړ. په دغه فلم کې یوه صحنه داسې ده چې درمیندر د شرابي رول لوبوي، خپل کمیس وباسي او یوې بېوزلې او کونډې ته یې ورکوي. د فلم دغې صحنې د خلکو زړونو ته لاره پیدا کړه او درمیندر یې محبوب کړ. بل هغه مهال د فلمونو لوبغاړو د درمیندر په څېر پیاوړي بدني جوړښتونه نه لرل، نو ځکه نوموړي د خلکو پام ځانته ورجلب کړ.

په همدې فلم کې خلکو درمیندر "هې مېن" وباله او همدا د هغه لومړی فلم و، چې د فلم‌فېیر جایزې ته نوماند شو.

له امیتاب بچن او راجېش کهنه مخکې کېدل

د ۶۰ مې‌ لسیزې د پای کلونه د درمېندر د بریالیتوب وختونه وو، خو د هغه لپاره سیالي سخته وه.

کله چې درمیندر په۶۰ مه لسیزه کې د بریالیتوب لومړني ګامونه اخیستل، فلمي ستوری شمي کپور د خپل بریالیتوب په اوج کې و. که څه هم په ۱۹۷۰م کال کې د راجیش کهنه او امیتاب بچن نومونه د خلکو پر ژبو ښکته - پورته کېدل، خو درمیندر هم د خپل بریالیتوب لوړو پړاونو ته د رسېدو په حال کې و.

د شهرت په دغو لوړو او ژورو کې شاید درمیندر یو له هغوو لوبغاړو و چې د ۶۰ مو او ۸۰ مو لسیزو تر منځ یې له لویو فلمي ستورو سره اوږه، په اوږه مزل کاوه.

درمیندر او "هي ‌مېن"

د درميندر د (حقیقت)، (دل نی فیر یاد کیا)، (ممتا)، (زما همدم، زما دوست) فلمونه تکړه فلم جوړوونکو بمل رای، هریشکیش مکھرجی او چیتن انند ډایرکټ یا جوړ کړي دي.

په ۷۰مه لسیزه کې درمیندر په بېلابېلو رولونو کې را څرګند شو. د بېلګې په ډول اکشن یا جنګي رول کې، په مینه ناک رول کې، په کامېډي یا خندونکي رول کې او همدا رنګه په سوداګریزه سینما کې یې هم کار وکړ.

خو کله چې په ۱۹۷۵م کال کې د (شعلې) په نوم د هغه فلم نندارې ته وړاندې شو، نو د درمیندر شهرت یې د اوج وروستۍ نقطې ته ورساوه.

په شعلې فلم کې هغه صحنه چې درمیندر د اوبو ټانک یا زیرمې ته خېژي او بله هغه صحنه چې د فلم له نجلۍ هېما میالني سره مینه ناک چلند کوي، د مینوالو ډېرې خوښې شوې او درمیندر یې د شهرت لوړو پوړو ته ورساوه.

درمیندر د تر ټولو ښکليو کسانو په ډله کې یو و

هغه وخت چې درمېندر ځوان و او د شهرت اوج یې و، نو د نړۍ تر ټولو ښکليو سړیو په نوملړ کې هم شامل شو.

د هغه د خوښي لوبغاړی دلیپ کمار یو ځل په مراسمو کې ویلي وو: که له خدای سره وویني، نو پوښتنه به ترې وکړي چې ولې یې دی د درمیندر په څېر ښکلی نه دی پیدا کړی؟

درمیندر د خپل ښایست په اړه بي‌بي‌سي ته ویلې و: "فکر کوم خلک سمه خبره کوي. خلکو ما ته د "هي ‌مېن" لقب را کړی، ان ځینې خو د یونان خدای را ته وايي. کله چې داسې ستاینې واورم، نو په خپلو ځانګړتیاوو کې د نیمګړتیاوو په لټه شوم. وېره را ته پیدا شي، چې د مینه‌والو په زړونو کې دا ځای له لاسه ورکړم."

د هېما او درمیندر د مینې کیسه

درمیندر د شهرت د اوج پر مهال، د ده د مینې کیسه هم د نوموړي د فلمي ملګرې او اداکارې هېما میالني سره کېدله، خو درمیندر لا دمخه د پرکاش کور په نوم ښځې سره واده کړی و.

کله چې درمیندر په ۱۹۸۰م کال کې د ډریم ګرل یا افسانوي ښایسته لرونکې نجلۍ هېما میالني سره واده وکړ، نو د هغه لپاره یې ډېر جنجالونه هم راپورته کړل.

د هېما میالني په ژوندلیک نومي کتاب کې لیکوال رام کمال مکهرجي د هېما په هکله لیکلي: "د هېما میالني مور او پلار په ۱۹۷۴م کې د هغې د واده پرېکړه وکړه، خو د دغې افسانوي ښایسته نجلۍ په زړه کې درمیندر له دمخه ځای موندلی و."

کله چې درمیندر د هېما د واده له پرېکړې خبر شو، نو مخامخ مدراس ته ولاړ، چېرې چې واده باید شوی وای. درمیندر هلته له هېما سره یوازې خبرې وکړې، خو د هغې د واده مخه یې ونیوله."

دا مهال نو درمیندر په خپل مسلک کې خورا مشهور و، خو په الکولو یا شرابو روږدتیا د هغه شهرت ته زیان رساوه او همدا خبره ده وروسته پخپله منلې وه.

د بي ګرېد (کمې درجې) فلمونو کې د درميندر لوبدل

درميندر، چې د (سيتاکام) او (چپکې چپکې) په شان مشهورو فلمونو کې کار کړی و، له ۱۹۹۰م کال وروسته د ټېټې درجې فلمونو کې راښکاره شو. د بېلګې په ډ‌ول (پاپي ديونتا)، (ويرو دادا)، (داکو بهيراو سنګ) او (مها شکتيشالي) په نوم فلمونه یادولای شو. په دغو فلمونو کې د درميندر لوبېدل د هغه د ډېرو مینه‌والو زړونه ماته کړل. ځکه نه یې غوښتل چې د هغوی د خوښې لوبغاړی دې په یاده کتګورۍ فلمونو کې را څرګند شي.

'درميندر يوازې يو هي- مېن نه' کتاب ليکوال راجيو وجکر ليکي: له ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۳مو کلونو ترمنځ د درمیندر د مسلکي ژوند تر ټولو کمزوری پړاو ته ولاړ. له کانتي شاه سره د ۱۹۹۹م کال کې (موني‌بای) په نوم فلم کې را څرګند شو چې په بشپړه ډول د بي ګريد فلم معیار وبلل شو.

په همدې کتاب کې، د فلم جوړوونکي راجکمار سنتوشي له قوله ليکلي دي: "زه د دهرم جي د یوه مينه‌وال په توګه ويلای شم، که څه هم هغه خپلې مجبورۍ درلودلې، خو د سي ګريد (ډېرې کمې درجې) فلمونو کې د هغه په را څرګندېدلو سره يې خپل شان او شوکت ته زیان ورساوه او د مينه والو زړونه یې مات کړل. په ۲۵ کلنۍ کې چې کوم دروند نوم درمیندر ګټلی و، هغه یې پخپله زيانمن کړ او دا ډېره خواشينوونکې خبره ده."

اداکاري زما مینه ده، کله - کله رانه خپه کېږي

درمیندر شاید داسې فکر کاوه، چې د عمر له ډېرېدو سره سره بيا هم په فلمي نړۍ کې خپل پخوانی شان او شوکت ساتلای شي، خو له بده مرغه دغه تمه یې بېځایه وه.

درمیندر په لندن کې ما ته په یوه مرکه کې ویلي و: "اداکاري زما مینه ده او زه يې میین يم. لکه څنګه چې د میین له خپلې معشوقې سره کله ناکله جګړه راځي، همداسې موږ په خپل منځ کله سره وران شو، کله هغه خپه شي، زه يې پخلا کوم او کله زه خپه شم، هغه مې خوشحاله کوي، خو هېڅکله به له خپلې مینې جلا نشم."

ریښتیا هم درمیندر هېڅکله اداکاري نه پرېښوده او وخت نا وخته به په فلمو کې را څرګند شو. که به یې رول ښه و، نو هغه پخوانی جادو به یې بیا نندارې ته وړاندې کړی و او د مینوالو زړونه به یې باغ، باغ کړل.

کله چې د "جاني ګددار" نومي فلم ثبتولو پر مهال د هغه کاري ډله دې باور ته ورسېده، چې درمیندر نور زوړ شوی دی، نو هغه یې په ځواب کې وویل: "دا عمر نه دی، دا تجربه ده." يانې د عمر پر ځای مې د وړتيا کچه وګورئ.

په فلم "لايف ان ا مېټرو" کې مستر امول (درمیندر) د ژوند په وروستيو ورځو کې له خپلې مېرمنې نفيسه علي سره څو خوږې شېبې تېروي.

په "راکي او راني کي پريم کهاني" فلم کې درمېندر د داسې سړي رول ادا کړی دی، چې حافظه له لاسه ورکړې. که څه هم دغه فلمي صحنې لنډي دي، خو دې تجربه کار اداکار یو ځل بیا د خپل هنر خواږه پر خپلو مینه والو وڅکل.

د فلمونو تر څنګ درمیندر په سياست کې هم خپل بخت وازمویه. د هند پخواني لومړي وزیر اتل بيهاري واجپای هغه وهڅاوه، چې د پارلمان ټاکنو ته ودرېږي. درمیندرا ټاکنې وګټلې، خو وروسته يې وويل چې سياست ته یې تګ د هغه تر ټولو لويه تېروتنه وه.

د اداکارۍ ترڅنګ، درمیندر تل د اردو له ژبې او اردو شاعرۍ سره مینه لرله.

یو ځل مې ترې پوښتلي چې ولې یې اردو ډېره خوښه ده؟ ځواب یې دا و:

"احسانمند يم زبانِ اردو تيره، تيري زبان مې بيانِ احساسِ دل آ ګيا."

ژباړه: (د اردو ژبې منندوی يم، ځکه د زړه احساس مې پکې بیانېږي.)

درمېندر نرم خویه انسان و، مینه ناک سړی و، د عمل د ډګر لوبغاړی و او شاعرانه زړه یې درلود.

په یوه مرکه کې مې د شهرت او نوم په اړه پوښتلی وه، جالبه خبره یې راته وکړه:

«هوتې هي تعريف اهميت کي، انسانيت کي مګركدر هوتي هي، ترجيح نه ده اوهدې کو انسانيت پے، بندې پر خدا کي تب نظر هوتي هي…»

ژباړه: (خلک د مقام او نوم تعريف کوي، خو درناوی د انسانيت کېږي. خدای هغه وخت پر بنده مهربان وي، چې بنده انسانيت ته له مقامه ډېر ارزښت ورکړي.)

د درمیندر په اداکارۍ کې ساده ګي او خوږوالی ګډ و. کله چې به پر پرده را ښکاره شو، ځان به یې د "هي مېن" په بڼه پټ کړ، خو هېڅکله یې د ځان له لټونه لاس واخیست.

د هغه د يوه فلم مشهور مکالمه دا ده:

«کچ پانے کي چاه، کچ اور بهتر کي تلاش…

اس چکر مېن انسان اپنا سب کچ کهو بيتا هي جو اسکه پاس هوتا هي.

تلاش کبهي ختم نه هوتي، وقت ختم هو جاتا هي…»

ژباړه: (د لا ښه شي د لټون په تمه، انسان هغه څه له لاسه ورکوي چې له ده سره وي. لټون پای ته نه رسېږي، خو وخت پای ته رسېږي.)

دا هم يوه زړه‌ راښکونکی تصادف دی، چې د درمېندر مينه‌وال به نوموړی وروستی ځل د هغه په وروستی فلم 'اکېس' کې، په ډېسمبر میاشت کې وویني.