د هند فلمي ستوري امیتاب بچن د زوکړې اتیایمه کلیزه

د هند سینما وتلی ستوری امیتاب بچن تېره ورځ اتیا کلن شو. د بالیووډ دغه ستوري مینه والو د هند په بېلابېلو سیمو کې د هغه کلیزه ولمانځله. یو شمېر خو ان نیمه شپه په ممبۍ کې د دغه ستوري کور بهر راټول شوي وو او لمانځنې یې کولې.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم د هند له نورو مشهورو څېرو سره د امیتاب بچن کلیزې په لمانځلو کې یو ځای شوی او د ټویټر له لارې یې په یوه پیغام کې ویلي'' امیتاب د هند له مهمو فلمي شخصیتونو دی، چې له نسلونو یې لیدونکي ورجلب کړي او د هغوی ته یې خوښي ورکړې''

د هند په ۱۷ ښارونو ۲۲ سینماګانو کې د امیتاب بچن تاریخي لومړنیو فلمونو یو فیسټوال هم د څلورو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

د ښاغلي بچن د فلمونو او عکسونو نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

اسوجا د یو شمېر کتابونو لیکوال دی چې په خوا کې یې له دریو لسیزو راهیسې فلمي یادګارونه راټولوي. هغه ځینې لږ لیدل شوي عکسونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

د ښاغلي بچن او مېرمن یې جیا بهادري دا عکس د ابیمان (پریډ) د شوټنګ پر مهال اخیستل شوی چې د مشهور ډایریکټر هریشیکیش موکرجي یوه فلم پر مهال اخیستل شوی. ښاغلي بچن په دغه فلم کې د هغه نا امنه انسان رول لوبولی چې نه شي کولای د خپلې مېرمنې له بریا سره مقابله وکړي. دا فلم په ۱۹۷۳ کال کې خپور شو چې تر خپرېدو یوازې یوه میاشت وروسته یې امیتاب بچن او جیا بهادري واده سره وکړ.

د بالیووډ فلمونو مشهور ډایرکټر سبهاش ګای په دیوا فلم کې امیتاب بچن په فلم کې د لوبېدو لپاره غوره کړی وو، خو هغه فلم بیا وځنډول شو او هېڅکله یې لاملونه هم روښانه نه شول. خو د راپورونو له مخې بچن په فلم کې په ښکاره ډول د یوه غیر قانوني رول لوبولی وو.

بچن په یوه بل فلم کې هم د غله په توګه دوه ګونی رول تکرار کړ، چې هغه هم ښه نه وو بلل شوی.

خو وروسته بیا ډېر وځلېد او د هند په یوه افسانوي فلمي لوبغاړی بدل شو. لومړی ځل یې په ۱۹۷۰ لسیزې کې د زنجیر، دیوار او شعلې فلمونو کې شهرت ترلاسه کړ. هغه په پراخه کچه د هندي سینما او همدارنګه د نړۍ سینما په تاریخ کې یو له سترو او خورا اغیزمنو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي. بچن په خپل مسلک کې ګڼې جایزې او ستاینلیکونه ګټلي دي.