تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړیوال جام دویم پړاو: افغانستان شريلنکا ته ۱۹۴ منډې هدف وټاکه
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام په دویم پړاو کې نن د افغانستان او شريلنکا ترمنځ لوبه روانه ده.
افغان ځوانانو لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۹۳ منډې وکړای شوې او خپلو شريلنکايي همزولو ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ښي لاسي پیلیز توپوهونکي عثمان سادات ۶۱ او عزیز میاخېل ۴۳ منډې وکړې.
د شريلنکا له اړخه توپ اچونه کې ویران چامودیتا او کوګاتاس ماتولان دوه – دوه افغان لوبغاړي وسوځول او درې نور لوبغاړي د منډې جوړولو پر مهال وسوځېدل.
پچه یا ټاس د شريلنکا لوبډلمشر ګټلی او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه کړې وه. دا سیالي د نامیبیا د پلازمېنې وېنډهوک لوبغالي کې کېږي.
د افغانستان لپاره نن د محبوب خان په مشرۍ لوبډله کې فیصل شینوزاده، عثمان خان سادات، خالد احمدزی، عزیر خان، عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، روحالله عرب، خاطر ستانکزی او نصرت نورستاني لوبه کوي.
افغان زلمیانو د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې په خپل ګروپ کې له سویليافریقا، وېسټ اېنډیز او تانزنیا درې واړو لوبې وګټلې.
د دوی شريلنکايي همزولو بیا په خپل ګروپ کې یوه لوبه پر اسټرالیا بایللې وه خو له جاپان او ایرلنډه یې سیالۍ ګټلې وې.
د نړیوال جام دویم پړاو کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلې بله سیالي د راتلونکې جمعې پر ورځ له ایرلنډ سره ده.
افغان لوبډله څنګه نیمه پایلوبو ته رسېدای شي؟
د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام د نورو پرتله بېل جوړښت لري. دلته د لومړي پړاو ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې ځای شوي چې د پیل درې لوبډلې یې نیمه پایلوبو ته د رسېدو لپاره په دویم پړاو کې په نورو ګروپونو کې بخت ازمویي.
په تېرو نړیوالو جامونو کې به د منځلوبو له پړاوه لوبډلې تېرېدې.
په اوسني سیستم کې د لومړي پړاو بریالۍ لوبډلې له ځان سره د بریو پواینټونه او د منډو اوسط وړي چې په دې بڼه په دویم پړاو کې وار دمخه پواینټونو سره دي.
د سارې په توګه افغانستان په دویم پړاو کې له څلورو پواینټونو او د منډو له ښه اوسط سره ځای موندلی.
د افغانستان درېیم بری له تنزانیا سره و چې هغوی له نهمه د کښته دریځونو لپاره غوره شوي، نو د هغه بري پواینټونه افغانستان ورسره نه وړي.