د طالبانو حکومت وايي د رسنیو د ځینو ملاتړ بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د خبریالانو د ملاتړ یوازې درېیو بنسټونو جوازونه یې تمدید او نور ټول یې لغوه کړې دي.

دغه وزارت ویلي،‌ دا پرېکړه یې "د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له ارزونې" او "د خبریالانو له شکایتونو" وروسته کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو بنسټونو "کثرت او د ځینو نهادونو د مسوولانو غیر مسلکیتوب د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل پر ځای هغوې ته لا ډېر ستونزې زېږولې وې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان رسولی و."

د طالبانو حکومت د دغې ارزونې بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي او دا یې هم نه دي ویلي، چې خبریالانو له دغو بنسټونو څومره او څنګه شکایتونه ثبت کړي دي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پرځېدو وروسته د تېر جمهوریت پر مهال افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ګڼو بنسټونو فعالیت پیل کړ.

واک ته د طالبانو له ګراځېدو راهیسې د بېلابېلو محدویتونو او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره د خصوصي رسنیو ترڅنګ د دغو بنسټونو شمېر هم کم شو، خو ځینو یې لا په کور دننه او له بهره‌ فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د رسنیو او خبریالانو د ځینو ملاتړو بنسټونو د فعالیت پر څرنګوالي او اغیزمنتیا مخکې هم وخت ناوخت نیوکې شوې دي.

د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ، افغان مطبوعاتي مرکز او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه درې بنسټونه دي د فعالیت جواز یې غځول شوی دی.

غبرګونونه څه دي؟

د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو مسوولان وايي،‌ د طالبانو حکومت دغه اقدام ښايي په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو "ټغر ټول کړي."‌

"په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خبرلانو فدراسیون" مسوول ضیا بومیا بي‌بي‌سي ته ویلي، دا پرېکړه "د طالبانو له حکومت سره د څو هم‌لارو بنسټونو یو ډول توطئه ده، چې دغو دواړه خواو ته ترې ګټه رسېږي او د نورو بنسټونو په زیان ده."

هغه زیاته کړه "فکر کوم داسې ورځ ‌به هم راشي چې د اطلاعاتو او کلتوز وزارت به پرېکړه وکړي چې د رسنیو هېڅ ملاتړي بنسټ ته اړتیا نشته، ځکه [دوی به وايي چې] پخپله د طالبانو حکومت په افغانستان کې د رسنیو ملاتړی دی او د حکومت ترڅنګ د بل بنسټ موجودیت ته اړتیا نشته."

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي هم، چې له هېواده بهر فعالیت کوي، بي‌بي‌سي ته وویل، په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو افغانستان کې پر رسنیو له ۲۵ ډېر ځله محدودیتونه لګولي دي.

نوموړی وايي، "په وروستیو څلورو کلونو کې طالبانو په افغانستان کې د رسنیو د محدودیت په تړاو له ۲۵ ډېر ځله محدودیتونه لګولي دي او د ملاتړو بنسټونو د جواز د لغوه کول هم ددغو محدودیتونو د دوام یوه برخه ده. دې بنسټونو تر ډېره د وینا د خپلواکۍ، د وینا د خپلواکۍ د ارزښتونو، د اطلاعاتو د ازادۍ او په افغانستان کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو کې کار کاوه."

ښاغلي عبیدي زیاته کړه، د طالبانو ملاتړي بنسټونه هڅه کوي چې د فعالیت محدودیتونو سره خپل روایتونه د هغو رسنیو له لارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، خپاره کړي.

بي‌بي‌سي په افغانستان کې دننه هم د رسنیو ملاتړ د یوه فعال سازمان له مسوول سره، چې د فعالیت جواز یې لغوه شوی، غږېدلې ده.

هغه چې نه یې غوښتل د بنسټ نوم یې واخیستل شي، وویل: "د طالبانو حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او ورسره موافق دی."

افغانستان کې پر رسنیزو بنسټونو ډېرېدونکی فشار

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کوي چې دا پرېکړه یې له "رسنیو د ناوړې ګټې اخیستنې د مخنیوي" او "غیر مسلکيتوت" له کبله کړې، خو دا نه ده روښانه شوې چې څه ډول نامسلکیتوب په پام کې نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران وايي، د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه چې د فعالیت جوازونه یې لغوه شوي، له "څه مودې راهیسې غیر فعال و."

تر اوسه روښانه نه ده چې په ټوله کې د رسنیو د څو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي.

د طالبانو حکومت واک ته له راستنېدو راهیسې افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت د خپرونو د محتوا او د ښځینه ویاندویانو د حجاب په ګډون بېلابیل مقررات او محدودیتونه وضع کړي.

په دې موده کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوې او یا یې فعالیت ډېر محدود شوی دی.

د خبریالانو مدافع بنسټونه وايي، دغو مقرراتو پر رسنیو او خبریالانو فشارونه ډېر او د بیان ازادي محدوده کړې ده.

همدا تېره میاشت د افغانستان خبریالانو مرکز وویل، چې ۲۰۲۵ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د رسنیو ازادۍ د تروړلو پېښې د اوړم یا ۲۰۲۴م کال پرتله نږدې درېیمه برخه ډېرې شوې دي.

دغه بنسټ په خپل رپوټ کې زیاته کړې وه، چې د ژوندیو موجوداتو د څېرو پر وېډیوګانو د طالبانو حکومت بندیز هم د ۲۰۲۵ کال ترپایه ۲۳ ولایتونو ته غځېدلی او دا چې یوازې همدا تېر کال لږترلږه ۲۱ تلویزیوني چینلونه یا تړل شوي یا یې خپرونې راډيويي شوي دي.

خبریالانو مرکز په دې موده کې د پېنځو نورو راډيويي او ټلوېزيوني رسنیو د تړل کېدو خبر هم ورکړی و.

د طالبانو حکومت بیا وايي، چې د خپلو اصولو او "شریعت په چوکاټ" د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.

دوی زیاتوي، چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې رسنیو لپاره تګلارې او اصول شته او دا چې دغه اصول د قیوداتو په معنا نه، "بلکې د رسنیز ډګر د لا پیاوړتیا او ښه کولو" لپاره دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، واک ته د دوی له راستنېدو راهیسې تر دوه سوه پورې رسنیزو بنسټونو د فعالیت جوازونه اخیستي چې دا د رسنیز ډګر د پیاوړتیا او له رسنیو سره د دوی د ملاتړ ښودنه کوي.