تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډينګي تبه څه ده، او څنګه یې د خپراوي په اړه اندېښنې ډېرې دي؟
په دا وروستیو کې یو ډول میاسې یا غوماشې په یرغلیز ډول، د اروپايي ټولنې په ۱۳ هېوادونو کې پېدا شوې چې د کارپوهانو په وینا د دې ډول میاسو زیاتوالی په اروپا کې د ډينګي تبې د پېښو له زیاتوالي سره نېغ په نېغه اړیکه لري.
د اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز وایي، اقلیمي بدلون په اروپا کې د دې میاسو لپاره شرایط ډېره اسانه کړي دي.
له اروپا ور هاخوا د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو او ایران کې د ورته تبې پېښې زیاتې شوې دي.
د ایران روغتیایي چارواکو ویلي چې د اصفهان او فارس ولایتونو په ګډون په ځينو کې د یادې ناروغۍ پېښې ثبت شوې او یو کس ان ترې مړ شوی هم دی.
د ډينګي تبې نښې
د ډينګي تبې ناروغي، له والګي یا ریزش نه پیل کېږي چې ورو ورو سختیږي او که یې په سر کې درملنه و نه شي ناروغ د مرګ تر کومي رسوي.
د بي بي سي د روغتیايي چارو خبریاله، فیلیپا راکسبي وايي، د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې چې ټاکل شوې د راتلونکې جولای میاشتې په پای کې د المپیک سیالۍ هم پکې پیل شې، دا ډول میاسې لیدل شوې دي.
هلته چارواکو هڅې پيل کړې چې مخه یې ډب کړي. د اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز خبرداری ورکړی، نړیوال سفرونه به د دې ناروغۍ له لېږد او سخت والي سره نور مرسته وکړي.
دغه مرکز له خلکو غوښتي، د کورونو په بڼ او بالکنونو کې ولاړې اوبه تشې کړي، ځکه میاسې له همدې اوبو د هګیو اچولو او د خپل نسل نور تولید لپاره ګټه اخلي.
یاد مرکز دا هم وایي، خلک باید د میاسو وژونکي مواد وکاروي او د خپلو کورونو دروازو او کړکیو ته د جالیو پردې ولګوي.
له افغانستان سره په ګاونډي ایران کې هم روغتیاي چارواکو ورته لارښوونې کړې دي. میاسې یا غوماشې په وروستیو دوو لسیزو کې مخ پر ودې جدي ګواښ بدلې شوې دي.
ګواښمنې هغه یې هم پرانګ رنګه اسیایي میاسې دي، چې بل نوم یې هم ایډس البوپیکټوس دی.
یادې میاسې په نړۍ کې د یرغلیزو میاسو جدي بڼه ده، دوی چې د اروپا په سویل کې دېره وې، اوس په ټوله اروپا کې تیت شوې دي.
د اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز په وینا، یادې میاسې، د اتریش، بلغاریا، کرواسي، فرانسې، جرمني، یونان، لهستان، ایټالیا، مالټا، پرتګال، رومانیا، سلوانیا او اسپانیا په هېوادونو کې ځای پر ځای شوې دي.
په بلجیم، قبرس، هالنډ او سلواکیا کې هم لیدل شوې دي.
پړانګ رنګه میاسې، د ډنيګي تبې په ګډون د ځینو نورو ویروسونو د لېږد اصلي لامل بلل کېږي.
د بي بي سي روغتیایي چارو خبریاله کاږي، په اروپا کې ډېرې لیدل شوې پېښې هغه دی چې له بهره ورته را واردې شوې دي، او لامل یې هم سفرونه دي.
د مالوماتو پر بنسټ ځينې نورې ویروسي ناروغۍ چې دا مهال په اروپا کې لېدل کېږي، لامل یې هم میاسې دي.
د اروپا د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز مدیره اندریا امون وایي:" اروپا اوس ددې شاهده ده چې څنګه اقلیمي بدلون د یرغلیزو میاسو لپاره لاره هواره کړې څو مختلفو سیمو ته ناروغۍ ورسوي او خلکو په ډول ډول ناروغیو لکه ډینګي تبه اخته کړي."
مېرمن امون سپارښتنه کوي چې خلک باید له میاسو د ځان ژغورلو لپاره جدي لارې چارې په پام کې ونیسي، او زیاتوي، پر وخت د ناروغیو تشخیص، جدي څار، د عامه پوهاوي زیاتول او نور اړین فعالیتونه په هغو سیمو کې چې له ګواښ سره مخ دي، ډېر مهم دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، ډنګي تبه، په محلي کچه نږدې په ۱۰۰ هېوادونو کې شته چې په کلني ډول ۶ میلیونه خلک پرې اخته کېږي او ۷ تنه هم ترې مري.
ډېرې پېښې یې په بنګلدیش، مالیزیا، ټایلنډ او ویتنام کې لیدل شوې.