ننګرهار کې د سیلابونو د یوې قرباني کورنۍ مشر: "د شپې خوب کې وېرېږم"

ننګرهار کې د سیلابونو د یوې قرباني کورنۍ مشر: "د شپې خوب کې وېرېږم"

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د هغې کورنۍ مشر چې تېره میاشت یې په کمساري باران او سیلابونو کې یوولس غړي‌ وژل شوي، وايي د سخت ذهني فشار له امله "د شپې خوب کې وېرېږي."

دغو سېلابونو چې یوه مهم لامل یې اقلیمي بدلون بلل کېږي، درنه مرګژوبله اړولې وه.

حفیظ الله معروف د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې همدې کورنۍ ته ورغلی او دا رپوټ‌ یې را استولی دی.‌