تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د واورې زېرمه کولو کمپاین
د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې له وچکالۍ سره د مبارزې او د ځمکې لاندې اوبو زېرمو پياوړي کولو په موخه د واورې ذخیره کولو کمپاین پیل شوی.
د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي چې واوره په څاهګانو کې اچوي او یا یې د جذب وړ سیمو کې راغونډوي.
د عامه پوهاوي دې لړۍ کې ځینې طنزي ویډیوګانې هم خپرې شوې دي چې دوه خپه ګاونډیان د واورې ورکولو په تمه سره خوشحاله کېږي.
افغانستان په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو سطحه ټیټه شوې او د اوبو سرچینو د پیاوړې کولو په موخه، د چاپېریال ساتنې کارپوهان د واورې زېرمه کول او جذب وړ ځایونو کې راټولول اغېزمنه لاره بولي.