سکاټلنډ کې د اور مشهورې مېلې د شپې تیاره رڼا کړه

سکاټلنډ کې د اور مشهورې مېلې د شپې تیاره رڼا کړه

د سکاټلنډ د شیټلنډ ټاپوګانو مرکز لېرېک کوڅو ته سلګونه کسان له مشالونو سره راوتلي وو، چې د اروپا تر ټولو لویه اور مېله ولمانځي، چې په نړیواله کچه ډېره مشهوره ده.

دا جشن یا مېله هر کال د جنورۍ پر وروستۍ سې ‌شنبه د دې ټاپوګانو اسمان رڼا کوي.

ګډونوال یې چې «ګایزرز» بلل کېږي، خپل مشالونه د وایکنز یوې تقلیدي بېړۍ ته ورغورځوي، چې هغه چې په بشپړه توګه په اور کې وسوځي.

دا جشن په اوسني بڼه له نژدې ۱۴۰ کلونو زیاته مخینه لري او ریښې یې تر ۱۲ پېړیو پخوا پورې رسېږي.