د پړانګانو له بریدونو ژغورندویه ښځې

د پړانګانو له بریدونو ژغورندویه ښځې

د هند د مهاراشټرا ایالت په لوېدیځ کې د یوه کلي وګړو ته د پړانګانو له بریدونو ویره د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې.

د چارواکو په وینا، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ پړانګان ژوند کوي. دوی د ماشومانو لپاره ښوونځي ته تګ له ګواښه ډک کړی.

له همدې کبله د کلي څلور ښځې ورمخې ته شوې او دا یې په غاړه واخیسته، چې هره ورځ به زده کوونکي‌ د بس تر تمځایه رسوي او د راتګ په وخت کې به یې بېرته تر کوره رسوي.

دا نوښت یې بریالی و او د ځايي ځنګلونو اداره اوس پلان لري، چې دا پروګرام ۱۰۵ کلیو ته وغځوي.