په ایران کې انټرنېټ بېرته فعالېږي، خو د هر چا لپاره نه دی

    • Author, فرشاد بایان
    • دنده, بي بي سي - فارسي

په ایران کې د انټرنېټ له بندیدو درې اونۍ وروسته اوس رپوټونه وايي، چې د ۹۲ میلیونو ایرانیانو له ډلې د ځینو لپاره انټرنېټي اړیکي بېرته فعال شوي، خو داسې ښکاري چې لاسرسی یې تر سخت کنټرول لاندې دی.

ایراني چارواکو د جنورۍ پر ۸مه انټرنېټ بند کړ، چې دا کار په پراخه کچه د حکومت لخوا د لاریون کوونکو پر ضد د سختو عملیاتو په اړه د معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي هڅه بلل کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، انټرنېټ د هغه څه په غبرګون کې بند شوی چې نوموړي ''ترهګریز عملیات'' وبلل.

خو اوس داسې شواهد شته چې ځینو ته د انټرنېټ لاسرسی بېرته فعال شوی، خو خپلواکې سرچینې ښيي چې د دې هېواد ډېره برخه لا هم له بهرنۍ نړۍ سره په عملي توګه نه ده غوټه شوې.

د ایران اصلاح ‌غوښتونکې ورځپاڼې 'شرق' رپوټ ورکړی چې ځینو چارواکو ادعا کړې، ګرځنده انټرنېټ بېرته فعال شوی دی.

خو ورځپاڼه وايي، چې ډېر کاروونکي لا هم بشپړ لاسرسی نه لري او یوازې کله نا کله او د ډېر لږ وخت لپاره انټرنېټ سره وصل کېدای شي او هغه هم تر څو ځله هڅو وروسته.

هغه شرکتونه چې د انټرنېټ څارنه کوي وايي، داسې نښې شته چې انټرنېټ په نامنظم ډول کارول کېږي او دا پوښتنې راپورته کوي چې څوک او تر کومو شرایطو لاندې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د 'شبکې استخباراتي شرکت کینټیک' د انټرنېټ شننې مشر ډاګ میډوري وايي: ''هغه څه چې موږ یې وینو عادي حالت ته ستنېدل نه دي. لوی پلټفورمونو ته د ورځې په بېلابېلو وختونو کې اجازه ورکول کېږي او بیا بندېږي.''

د انټرنېټ د څار خپلواکې ډلې 'نېټ بلاکس' هم د ورته موندنې راپور ورکړی دی.

میډوري وویل دا بڼه ښايي دا وښيي چې چارواکي د وېب فعالیت د بندولو نوی سیستم ازمايي، او بدلونونه په رښتیني وخت کې رامنځته کېږي.

د 'میان ګروپ' د سایبري امنیت مشر امیر رشیدي وايي، دا حالت دې ته اشاره کوي چې یوازې یو ټاکلی شمېر کسان چې د حکومت لخوا تایید شوي انټرنېټ ته لاسرسی لري.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د انټرنېټ پر لاسرسي دا کنټرول د لاریون کوونکو پر ضد د حکومت د عملیاتو په اړه د معلوماتو د محدودولو کې مهم رول لوبولی دی.

د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (ایچ ار اې این اې) وايي، د جنورۍ تر ۲۶مې پورې یې د پنځه زره او ۹۲۵ لاریون کوونکو وژل کېدل تائید کړي دي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې وروستی شمېر ښايي څو چنده لوړ وي، ځکه چې د نورو ۱۷ زرو او ۹۱ راپور شویو مړینو څېړنه لا روانه ده.

له نږدې درې اوونیو انټرنېټي بندېدو وروسته د ایران د مخابراتو وزیر ستار هاشمي د جنورۍ پر ۲۶مه وویل چې د انټرنېټ بندېدو له امله هره ورځ شاوخوا پنځه ټریلیونه تومان زیان اوړي، چې د نژدې ۳۵ میلیونو ډالرو برابر کېږي.