ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی

ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، د جزا قانون نه بدلېدونکی دی.

ښاغلی مجاهد وايي پر دې قانون اعتراض نه شي کېدلی؛ ځکه د اسلامي شریعت پر اساس ترتیب شوی دی.

په ورته وخت کې،‌ د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دوی د حکومت پر قوانینو اعتراض جرم بلل کېږي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت جزایي اصولنامه له زیاتو اعتراضونو او نیوکو سره مخ شوې ده.

سپين تڼي له ښاغلي مجاهد پوښتلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو مخکې د جزا قانون و، نو دې نوي هغه ته څه اړتیا وه؟.