تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په لومړي ځل د یو ډول پړانګ (جګوار) غږ ثبت شوی
په لومړي ځل د یو ډول پړانګ (جګوار) غږ ثبت شوی
د څېړونکو یوې ډلې ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د يو ډول پړانګ (جګوار) د میاو غږ ثبت کړی دی. دوی دا یوه حیرانوونکې موندنه او شېبه بللې ده. په برازیل کې دې جګوار د کورنۍ پيشو په څېر د مياو غږونه ايستل. په برازیل کې د ساينسپوهانو يوه ډله وایي، د هغوی پايلې ښيي چې ښايي مور او بچيان یې د اړيکو لپاره د مياو غږونه کاروي. دې موندنې څېړونکي حيران کړي ځکه زمریان او پړانګان د میاو غږ ايستلو وړتیا نه لري.